ژباړه: حمیدالله حمیدي
۱- زه ګټونکی یم: ځکه چې د موخو د نړئ پر لورمې قدم اخیستی، لومړی، قدم یعنې « هوډ»!.
۳- زه ګټونکی یم: ځکه داسې خدای پاک لرم څه، چې وغواړم راته راکوي یې.
۳- زه ګټونکی یم: ځکه، چې خدای پاک مسلمان پیدا کړی یم او مسلمانان تل بریالي دي.
۴- زه ګټونکی یم: ځکه چې د ژوند نقشه مې داسې رسم کړې، چې یوازې یو شی غواړي«عملي کول».
۵- زه ګټونکی یم: ځکه چې په لومړي سر کې هر لوی کار ناممکن ښکاري، نو ټوله هڅه کوم، چې ناممکن په ممکن بدل کړم.
۶- زه ګټونکی یم: ځکه هم ناهیلي پژېنم او هم صبر او حوصله، پدې هم پوه یم، چې صبر او حوصله د ناهیلۍ یوه بېلګه ده، چې انسان کولای شي په اسانۍ سره یې وزغمي.
۷- زه ګټونکی یم: ځکه چې ژوند ته د یوه ښکلي شي په سترګو ګورم، کله دې چې ژوند ته ښکلي وکتل خپله ښکلی کېږي.
۸- زه ګټونکی یم: ځکه چې د ورځې په اوږدو کې یو ساعت د خپل زړه خبرو ته غوږ نیسم.
۹- زه ګټونکی یم: ځکه چې ذهن مې داسې جوړ کړی، چې دوزخ راته جنت جوړ کړي نه داسې، چې جنت په دوزخ بدل کړي.
۱۰- زه ګټونکی یم: ځکه پوهېږم، چې ستونزې هغه لویو کاڼو ته ورته دي، چې د اوبو مخه نیسي، که دغه کاڼي نه وای اوبو به غږ نه درلود.