لیکنه: امین پاچا
د (۲۰۰۹) کال ټاکنو دې ته لاره هواره کړه چې په هېواد کې برېښنایي پېژند پاڼې ووېشل شي. پخواني ولسمشر چې په همدې کال یې د دویم ځل لپاره، ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې له خلکو سره یوه ژمنه همدا وه چې دی به تر راتلوونکو پنځو کلو برېښنایي پېژند پانې وېشې که ونه وېشل شي خو د وېش زمینه به یې برابره کړي. ده ویلي وو چې د دې پېژند پاڼو وېش به د هېواد په امنیت او ګڼو نورو برخو کې خورا بدلون رامنځته کړي.
پخوانی ولسمشر کله چې واک ته ورسېد، نو د پېژند پاڼو د وېش په بهیر یې کار پیل کړ. د معلوماتي ټیکنالوژۍ او کورنیو چارو وزارتونو ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره د دې بهیر کار پیل کړي، یاد وزارتونه مخکې له دې چې خپل کار پیل کړي، د قومیت او اسلامیت مسئله را برسېره شوه، یوه لوري ویل چې قومیت او اسلامیت دې ذکر شي، بل لوري ویل چې د قومیت او اسلامیت مسئله دومره مهمه نه ده. خو کله چې د پېژند پاڼو د وېش بهیر را نیږدې شو او دا په ډاګه نه شوه چې افغانیت او اسلامیت دې ذکر شي یا دې ذکر نه شي، ګڼ شمېر افغانان ښارونو ته را ووتل او د هغو کسانو پر وړاندې یې شعارونه ورکول چې د افغانیت او اسلامیت ضد وو. دا لاریونونه د دې لامل شول چې برېښنایي پېژند پانې وځنډیږي او ان تر اوسه دا بهیر لا نه دی پیل.
کله چې ولسمشر غني ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ، د هغه هم یوه ژمنه همدا وه چې زه به په خپله پنځه کلنه دوره کې برېښنایي پېژند پاّڼې وېشم. بلاخره په دې وروستیو کې کله چې دی د خپلې پښې د درملنې په موخه المان ته لاړ نو اجرائیه رئیس ډاکټر عبداالله عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د زمري په ۲۸مه نېټه دې برېښنایي پېژند پاڼې ووېشل شي. د ډاکټر عبدالله دې خبرې یو ځل بیا د خلکو تر منځ د افغان او اسلام د ذکر مسئله را برسېره کړه، د دې ستونزې د هوارولو په موخه مدني فعالان بیا را پورته شول او په افغان حکومت یې غږ وکړ، چې د افغانیت او اسلامیت له ذکر پرته موږ پېژند پاڼې نه اخلو او که د وېش بهیر یې پیل شي نو موږ به ښارونه ته را ووځو او لاریونونه به پیل کړو.
د دې ستونزې د هواري په موخه لومړی د افغانستان د ملي تحریک مشر استاد اسماعېل یون او د افغان ملي غورځنګ مخکښ غړي ډاکټر فیض محمد ځلاند له ولسمشر غني د لیدنې غوښتنه وکړه، ښاغلی غني دوی ته د لیدنې وخت ورنه کړ او د غني دې کار افغانان لا په غوسه کړل او پوښتنه ورته پیدا شوه چې ولې زموږ ولسمشر ملي مسئلو ته وخت نه لري؟ ایا ولسمشر ملي مسئلو ته لېوالتیا نه لري که د پردې ترشا کومه بله لوبه روانه ده؟
له دې پوښتنو سره سره دواړه مشران اړ شول چې له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري، دوی له عبدالله څخه د دې مسئلې د حل غوښتنه وکړه او د اساسي قانون د څلورمې مادې په اساس یې له ده وغوښتل چې به پېژند پاڼو کې دې د افغان او اسلام کلمه راوړل شي. د عبدالله ځواب دا و، چې زه له افغان او اسلام سره کومه اېډیالوژیکي ستونزه نه لرم او په پېژند پاڼو کې د دې دواړو کلمو راوړل هم راته مهم نه برېښي. له ډېرو خبرو اترو وروسته کومې پایلې ته ونه رسېدل بلکې عبدالله وویل چې زه به دا مسئله له ولسمشر سره شریکه کړم.
څو ورځې وروسته په دې هکله د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ ناسته وشوه، ولسمشر اجرائیه رئیس ته وویل، چې پېژند پاڼې دې د اسد په ۲۸مه نېته نه وېشل کیږي، ځکه ولس د دې وېش له بهیر سره مخالف دی. عبدالله د ولسمشر خبره نه وه منلې ویل کیږي چې د دوی دواړو تر منځ لفظي شخړه هم شوې وه. بلاخره ولسمشر غني دې ته اړ شو چې د پېژند پاڼو ازمایښتي وېش پیل کړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې که د پېژند پاڼو وېش پیل شي نو پایله به یې څه وي؟
زه دا پوښتنه په لنډو کې دا ډول تحلیلوم، که د پېژند پاڼو وېش پرته د افغان او اسلام له کلمو پیل شي، نو پایله به یې لاندې دری ټکي وي:
۱ـ ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د ټول ملت قناعت تر لاسه کړي او دوی ته په ډاګه کړي چې د دې کلمو راوړل کومه مهمه خبره نه. په هغه صورت کې کېدای شي ټول ملت دا پېژند پاڼې تر لاسه کړي او دا به یوه مثبته پایله وي.
۲ـ حکومت شاید دا بهیر ټکنی کړي او د پېژند پاڼو وېش تر هغه وځنډوي تر څو چې دوی د ټول ملت قناعت تر لاسه نه کړي، دا به هم یوه مثبته پایله وي.
۳ـ خو که د پېژند پاڼو بهیر پرته د ولس له ارادې او خوښې پیل شي، ښایي په اوسنیو نازکو حالاتو کې حکومت له یوه لوی بحران سره مخ شي او یو ځل بیا د ( ۱۹۷۰)یمې لسیزې په شان په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شي، چې د دې پړه به بیا د هغه چا په غاړه وي چې دې ډول کړنو ته یې لمن وهله، چې دا به یوه بده او منفي پایله وي.
په پوره دنښت!