لیکنه: فرهاد زهیري
بچو ته مو دا مه زده کوئ چې څنګه ماهي وخوري بلکې دا ورزده کړئ چې څنګه يې ونيسي. اوس وخت کې ډېرو افغانانو داسې شخصي موسسې جوړې کړي چې ځينو بېوزلو او غریبو خلکو سره مرستې وکړي. هر هغه شخص چې دغه خيريه کارونه کوي که يو تجار دی، سياسي مشر دی، مذهبي مشر دی او يا هم که که کوم بل شمتن دی زه يې د دغو کارونو ملاتړی او حمايت کوونکی يم خو دا هم بايد ووايم : چې خیریه کار یوازې دا نه دی چې یوه بورۍ اوړه او یا یو ټیم غوړي غریب او بیچاره ته واخله نور خلاص!
خیریه کارونه يانې دا چې د اړتیا په وخت کې د یو انسان او یا د یوې ټولنې سره مرسته وشي د همدغې په اساس که وګورو زمونږ ټول افغانستان او افغانان په هره برخه کې مرستې ته اړتيا لري مګر نه ! مونږ ته يواځې هغه مرستې خيريه او د وياړ مرستې ښکاري چې مادي وي. دغه مرستې او دغه خېر رسول په بېلابېلو طريقو سر ته رسوی شو چې تر ټولو ښه نمونه به يې دا وي که مونږ کې يو څوک ښوونځي جوړ کړي او په هغه ښوونځيو کې د یتیمو تر څنګ د نورو غریبو اوبې وزلو لپاره د درس مفته او وړيا زمينه مساعده شي او که بيا په دغه ښوونځي کې د هر يو زده کوونکی د ذهن جوړولو په خاطر يو ښه سېستم او اداره جوړه شي، هر يو ته د مینې، ترحم، انصاف، انسایت، ساینس، اعتدال او د خپل دین په اړه درس ورکړلی شي څو سبا ته ترې د ټولنې لپاره له يو او بل څخه ډير ښه وګړي جوړ شي او د ځان، کورنې، وطن او د ټول انسانیت لپاره خدمت مصدر وګرځي… د ذهنیت جوړولو نه پرته هر ډول پرمختګ ناشونې دې بل زموږ وطن کې Voluntarism رضایی کار یا افتخاري د خیر ښیګڼې ذهنیت هیڅ نشته او نوره نړی په همدغه خلکو اباده او کاميابه ده.
د امریکا د بشر حقوق یو فعاله سیسر کاویز (Cesar Chavez) داسې وايي:يو ځل چی ټولنیز بدلون شروع شي، نو بیرته پر شا تګ نشي کیدی. د یو تعلیم یافته انسان څخه ، بیرته تعلیم څوک نشی اخیستلای. ته د چا ویاړ د ذلت سره نشې بدلولی، او ته بیا په هغه چا ظلم نشی کولای چی هغه ستاڅخه نه ویریږي. موږ راتلونکی لیدلی ده او راتلونکی زموږ ده.
حکومت هم باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي تر څو د لنډ مهال خیریه کارونو پر ځای اوږد مهاله کارونه ته هم کار وکړي لکه مسلکي انسټيټونه کې خلکو ته په عملي ډول مسلک ښودل او بیا هغوي ټولنې ته واړندې کول . چا سره مادي مرسته کول د یو لنډ وخت لپاره انسان ته ګټه رسوي خو په تعلیم روزل او دوي ته ذهنیت ورکول تلپاتې ګټې لري چې د ټولې نړۍ ګټه پکې پرته ده اومونږ ته يا په خاصه توګه افغانستان ته تلپاتو ګټو اړتيا ده نه دا چې دغه موقتي ګټو کارونو ته ! خیریه کارونه باید په هر ډګر کې ترسره شي که چیرې هغه معارف دې، که روغتیا ده او که د ماشوم پاملرنه کې کارونه دي لکه ماشوم ته د پوليو څاڅکي اچول او يا هم همداسې که د ښځو حقوق دي.