لیکنه: بصيرالحق عادل
نږدې يوه لسيزه وړاندې چې کله هلمند ته راغلم نو تلوسه مې وه چې بست کلا ووينم، ځکه د دې کلا په اړه مې ډېر څه لوستي وو او په دې خبر وم چې دا ستر کلتوري ميراث دی.
هلمند کې نا اشنا وم، د کورنيو د يو شمېر غړو سره د کوچنۍ اختر په دويمه ورځ دغې تاريخي سيمې ته ور روان شوم، دننه ورغلو د کلا سرته پورته شولو، پنډو پنډو دېوالونو يې ۳۲۰۰ کاله وړاندې د بست وري(دا يو پادشاه وو، د بست کلا هم دده په نوم ده) واکمنۍ ته بوتلم، د دې کلا تاريخ مې پر فکر وځغلېد، د نوشيروان عادل کيسې مې سترګو ته ودرېدې او امير کروړ شهامت او عظمت مې د دې کلا له دېوالونو وانګېره.
دا يوازې داسې په نوم کلا نه ده لکه نن سبا چې يوازې نوم پاتې دی، په رسنيو، ورځپاڼو، ويب پاڼو او نورو ځايونو کې پرې وياړو او. . .
دلته لوی لوی واکمنان تېر شوي دي، دلته افغانان له نړۍ سره جنګېدلي دي، دلته د ننګ، غيرت، عزت، عدالت داسې کيسې خوندي دي چې په اورېدلو يې اوس هم سړی ټکان خوري.
پر تاريخي برخه خبرې نه کوو او نه هم د دغې کلا پر ارزښت غږيږو، ځکه پر تاريخ يې کتابونه ډک دي او پر ارزښت يې هر څوک پوهېږي، رسا خپل مطلب ته راځم:
دغه تاريخي کلا چې اوس يې ړنګ دېوالونه د نړېدلو سلګۍ وهي، خو دلته ويده فرهنګيان يې اواز نه شي محسوسولی، د کلتور رياست ترې مخ اړولی او ان وزارت هم سترګې پرې پټې کړي دي.
اوه کاله وروسته بيا د روانې اونۍ په پيل کې دغې کلا ته ورغلم. سره له دې چې نږدې يوه لسيزه وړاندې ورغلی وم، د کلا حال تر هغې بدتر شوی وو، شاو خوا يې خپل سري کېندنې شوې وې، څنګلوري ځمکې يې غصب شوې وې او سرايونه پرې ودان شوي و او داسې ښکارېدل چې اوس هم دغه تاريخي او لرغونې شتمني د نړېدو، خرابېدو، غصبېدو او ورکېدو له لوی ګواښ سره مخ ده.
نيمه پېړۍ پخوا چې اعليحضرت ظاهرشاه بابا دلته بهرني انجينران راغوښتي وو، نو د هلمند د بست کلا يو شمېر انځورونه يې اخيستي وو، چې کلونه وروسته د بي بي سي ويب پاڼې تر لاسو ورسېدل او خپاره يې کړل.
دوه ورځې وړاندې چې زه دغې کلا ته ورغلم نو دلته د مشهور ششک انځور مې د کلا له سره واخيست، پر فېس بوک مې زما او د بهرني عکاس انځورونه خپاره کړل، د نيمې پېړۍ په توپير دوه انځورونو د ځمکې او اسمان هومره توپير درلوده، توپير يې په څه کې وو؟
نيمه پېړۍ وړاندې اخيستل شوی انځور کې د دغې کلا ډېرې برخې ودانې دي، ششک يې روغ دی، په ليدو يې سړی د خپلې ابداتي شتمنۍ د وياړ ساه اخلي او په دې فخر کولی شي چې موږ هم داسې لرغوني ځايونه لرو چې نړيوالو ته يې د ليدو تلوسه ورکولی شو.
خو اوسنی انځور چې ما پر خپله کېمره اخيستی، لکه له تېزې بمبارۍ وروسته چې څوک د يو ويجاړ ښار ړنګ دېوالونو ته ګوري، په ليدو يې د انسان پر زړه ساړه ننوځي او د خپل کلتور او تاريخي ابداتو د ورکېدو ويره يې زړه نا ارامه کوي.
نږدې دوه کاله وړاندې د هلمند پېژندنې سيمينار کې د بست کلا د ساتنې لپاره يوه ښه طرحه وړاندې شوه او زما خوښه شوه.
د کلتور وزارت يوه استازي وويل: د دې لپاره چې د کلا ساتنه وشي او د سېلانيان ور ډېر شي نو د کلا څنګ ته بايد يو «پارک» تفريح ځای جوړ شي، په دې سره به خلک د سات تېرۍ لپاره پارک ته ورځي، د کلا زيارت به هم کوي او هلته به څوک بيا زړه نه ښه کوي چې د کلا څنګ سيمو ته د غصب ګواښ وکړي.
څو ورځې وړاندې د هلمند د اطلاعات او کلتور رئيس په يو سيمه ييز تلويزيون کې مېلمه وو، هغه وويل څو وار د دې کلا د ساتنې او رغونې لپاره کابل ته ورغلی يم، مرسته کوونکو موسسو او د کلتور وزارت راته لوی پلمه دا کړې چې هلته امنيت ناسم دی، ځکه دوی نه شي کولی د دغې کلا ځينې برخې ورغوي.
پوښتنه دا ده چې د کلا سره د امنيت څه؟
که د مخالفو ډلو لخوا دغو شتمنيو ته ګواښ پېښ وای نو ولې په تېرو وختونو کې دا کلاوې له منځه نه تلې او د خاور سره نه يو کېدې؟
دويمه خبره دا ده چې دغه سيمه له بشپړ امنيت برخمنه ده، له کابله چې هر لوړ پوړی چارواکی راشي د هلمند ځايي چارواکي يې يو ځل بست کلا ته د طواف لپاره ور ولي، خو ولې هغه سيمه چې د پېړيو پېړيو عظمتونو، شهامتونو، وياړونو شاهده وه پاملرنه نه ورته کېږي؟
د هلمند د کلتور رياست کمزوری دی که رښتيا هم د کابل اداره ځانته نا امني پلمه ګرځولې ده!!؟؟
زموږ د کلتور اصلي برخه همدغه شتمني ده، يوازې په تشو خبرو، هوايي وياړ او په دروغجنو لاپو کلتور نه شي ساتل کېدی، موږ په لوی لاس پر خپل تاريخ خاورې امباروو او بيا ګيله له نورو کوو.
که د کلتور رياست او وزارت کلا نه شي رغولی، نو دومره خو دې وکړي چې څنګلوري سيمې دې يې له غصب وژغوري، د خپلسرو کېندنو مخه دې ونيسي او د شته ګواښونو کچه راټيټه کړي.
که داسې بېغوره وو نو په نږدې کلونو کې به موږ د بست کلا ونه لرو، بيا به هوايي وياړ هم نه شو کولی چې موږ د بست په څېر لرغونې کلاوې لرو، راتلونکي نسل ته به يې فقط نوم پاتې وي او د کلا د خاورو له ډېرۍ به هم خلکو د خپل کور دېوالونه جوړ کړي وي.