لیکنه: استاد سلطان شاه (صفاري)
دبشریت په ضد جرایمو پورتني موارد ترلنډي تشریح لاندي نیسو:
۱ــ قتل یا وژنه
قتل یا وژنه د نړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې داوومي مادې په لومړي بند او لومړی جمله کي ځای پرځای سوی دی، دلته په قتل کي همدومره کفایت کوي چي شخص یافاعل دمقتول له ژوند سره بې توجه یې کړې وي.
۲ــ ریښه له بیخه ایستل (نابود سازي)
ریښه له بیخه ایستل هم دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د اوومي مادې په لومړي بند کي راغلي دي، ددې مادې د دویم بند پر اساس ریښه له بیخه ایستل یانابود سازي دې ته وايي چي یوه ډله اشخاصو باندي داسي شرایط تحمیل سي چي هغوي دژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسۍ پیدانکړي، له غذا او یا دارو
۳ــ په غلامۍ سره نیول
د یادي محکمې داساسنامې داوومي مادې دلومړي بند پراساس په غلامۍ نیول دبشریت په ضد یو کلاسیک جرم دی، علاوه له دې دښځو او ماشومانو قاچاق هم په دې جرم کي راځي،
اجباري کار
دنړیوالي جزايي محکمي په اساسنامه کي اجباري کار په مستقل ډول دبشریت په ضد جرایمو کي شامل نه دی، اما د عرفي نړیوالو حقوقو له مخي که اجباري کار دشخص دملکیت دحقوقو سره یوځای پرشخص باندي تحمیل سي، دا دغلامي نیولو مهم ډول دی.
البته دنورنبرګ داساسنامې له مخي اجباري کار دغلامۍ نیولو مهم ډول ګڼل کیدئ.
په دویمه نړیواله جګړه کي دنازیانو لخوا په المان دالمان په لاس لاندي سیمو کي اته میلیونه خلک په اجباري کار مجبوره سوي وه.
دنورنبرګ محکمې وان شیراک یواځي دغلامۍ نیولو دبشریت په ضد جرم باندي محکوم کړ.
د اشخاصو قاچاق
البته مخکي موهم وویل چي دښځواو ماشومانو قاچاق هم دغلامۍ نیولو دبشریت په ضد جرم کي شامل دی.
۴ــ دخلکو دجمیعت یاډلي اجباري اخراج یا اجباري انتقال
د دې محکمې داساسنامي داوومي مادې له مخي دخلکو دډلي اجباري اخراج په دې مانا دي نظر نړیوالو حقوقو ته چي اشخاص جبراً له یوه ځایه څخه اخراج سي او بل ځای کي ځای پرځای سي، یانور داسي موارد په داسي حال کي چي اشخاص هلته داوسیدو قانوني جواز ولري.
البته د اجباري اخراج او اجباري انتقال ترمینځ توپير په دې که دی که اشخاص دیو هیواد له خاوري څخه دبل هیواد خاوري ته جبراً شړل سوي وي دې ته اجباري اخراج وي او که دیو هیواد دیوې نقطې څخه بلي نقطې ته وي دې ته بیا اجباري انتقال وايي.
البته داجبار لفظ څخه هدف هم یواځي فزیکي اجبار نه دی بلکه دخلکو بیرول، په زور ګواښل یارواني تهدید هم په دې ډول اجبار کي شامل دی.
۵ــ بندي کول
دمحکمې داساسنامې د ۷مادې له مخي داشخاصو جسماني زنداني کول چي نړیوالو حقوقو دبنسټیزو قوایدو خلاف وي.
۶ــ شکنجه
دشکنجې دمنعي کنوانسیون (۱۹۸۴ ډسمبر ۱۰) شکنجه داسي تعریفوي چي: شکنجه هغه جسمي یاروحي درد ته ویل کیږي چي نیول سوي یاترکنټرول لاندي متهم شخص ته ورکول کیږي، په استثناء دهغه درد چي په قانوني مجازاتو کي پروت وي.
خو دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامه بیاوايي چي شکنجه هر درد اوره سلوک ته ویل کیږي ولوکه هدف یې مشخص هم نه وي.
۷ــ جنسي تاوتریخوالی
په جنسي تاوتریخوالي کي لاندي موارد شامل دي:
الف: جنسي تجاوز
ددې جرم لپاره که څه هم په اساسنامه کي خاص تعریف نه دی راغلی، خو ددې جرم دعناصرو څخه پوهیږو چي یومادي عنصر یې دادی چي بایدمرتکب په تهاجمي ډول پر قرباني سوي جسم باندي برید کړی وي، او دخول صورت نیولی وي، ولي لازمه نه ده چي قرباني سوي ښځه یانر دی، په جنسي تجاوز کي یواځی اجباري جنسي اړیکه شامله نه ده چي دنارینه جسني اله ښځینه جنسي الې کي ننیسل سي، بلکه بلکه دانسان دبدن نور مدخل ځایونو ته دجسني الې شاملیدل هم شامل دي لکه په خوله یامقعد کي ننویسل.
ب: جنسي غلامي
جنسي غلامي دغلامۍ نیولو یو ځانګړی ډول دي چي دقرباني سوي شخص په جسني برخو کي دخالت وسي مثلاً دجنسي غړو داستفادې بندول لکه د دویمې نړیوالي جګړې پروخت چي دجاپان دپوځیانو لخوا وسول یاهم پرغلامۍ نیولو کسانو جسني تجاوز کول.
ج: اجباري فحشاء
اجباري فحشاء دلومړي ځل لپاره دنړیوالي جزايي محکمې لخوا دبشریت په ضد یو مستقل جرم وګڼل سو، ددې مانا داده چي دجرم مرتک یو شخص یایوه ډله په زور باندي فحشاء ته مجبوره کړي ترڅو دهغوي ددې عمل څخه مالي ګټه پورته کړي یاهم ورته توقع ولري، البته دجګړې پروخت اجباري فحشاء معمولاً بیا په جنګي جرایمو کي دغلامي نیولو سره مترادف راځي، ځکه دجګړې پروخت اجباري فاحشه خانې د مالي منفعت لپاره نه وي بلکه د سرتیرو دروحي تقویت لپاره وي.
د: اجباري حاملګي
د محکمې داساسنامې د ۷مادې ددویم بند له مخي اجباري حاملګي په دې ماناده چي حمل لرونکې ښځه په غیرقانوني ډول بندي سي، ولوکه ښځي دبل چا څخه حمل اخیستی وي، البته د یادوني وړ ده هغه هیوادونه چي دجنین سقط غیرقانوني ګڼي په دې تعریف کي نه راځي.
هــ: اجباري عقیم کول
اجباري عقیم کول هم دلومړي ځل لپاره دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامې د بشریت په ضد جرم یو ځانګړی ډول یادکړ، که څه هم یادي اساسنامې دعقیم کولو لپاره کوم تعریف نه دی کړی، خو ددې جرم دعناصرو څخه ویل کیدای سي چي مرتکب باید په دایمي ډول لږترلږه یو نارینه یاښځینه دحاملګۍ له توان څخه خلاص کړي، البته هغه موارد استثناء دي چي طبي درملنه يې غوښتنه کوي چي شخص دحاملګۍ له توان څخه باید خلاص سي.
و: د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه
ځیني نور هم داسي ډولونه سته چي دجسني تاوتریخوالي مانا ورکوي دبیلګي په توګه د اکایسو قضه چي رونډا محکمې وڅیړل چي یوه محصله انجلۍ یې په لغتو وهلې وه او اړه کړې یي وه چي په لڅ ډول دي دخلکو مخ ته جمناستیک وکړي.
ز: ازار او اذیت
که څه هم ازار او اذیت دنورنبرګ محکمې داساسنامې څخه تراوسه دبشریت ضد یو جرم دی، مګر هیڅ کوم سند ورته مشخص تعریف نه دی کړی، بناء په دې اړه دعرفي نړیوالو حقوقو څخه استفاده کیږي.
ح: اجباري ورک کول (ناپدید شده ګي اجباري)
اجباري ورک کول په لاتینه امریکا کي مشهوره سو، چي ډیر ژر د ۱۹۹۴م دامریکايي کنوانسیون لخوا جرم وګڼل سو چي بیاوروسته د نړیوالي جزايي محکمې په اساسنامه کي درج سو، ددې اساسنامې د ۷ مادې دویم بندله مخي اجباري ورک کول لاندي مواردو ته شاملیږي:
سړي تښتونه، دشخص نیول یاتوقیف کول چي اړونده هیواد یاسازمان دشخص په اړه د اطلاع ورکولو څخه ډډه وکړي.
۸ــ اپارتاید
دنړیوالي جزايي محکمې د۷مادې دویم بند داپارتاید موضوع ته اشاره کوي، اپارتاید په افریکايي ژبه کي جلاوالي ته ویل کیږي، چي په سهیلي افریکا کي د۱۹۴۸م کال را په دې خوا د نژادي تبعیض سیاست څخه راپيل کیږي، چي په دې کي لاندي پینځه اعمال دتبعیض له قصد سره شاملیږي:
۱ــ دژوند او ازادي له حقونو څخه دیوې ډلي دغړو منع کول.
۲ــ له فریکي پلوه پر یوې نژادي ډلي داسي شرایط تحمیل کول چي هغوي ورک سي.
۳ــ دهیواد په سیاسی، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کي دعدم مشارکت په خاطر دخاصو قوانینو تصویب.
۴ــ دنژادي ډلو دجلاکولو لپاره اقدامات
۵ــ دنژادي ډلو دکار له نیرو څخه سؤاستفاده