لیکنه او څیړنه: استاد سلطان شاه (صفاري)
د بشریت په ضد جرایمو مخنوی په حقیقت کي دبشري حقونو ملاتړ دی، دبیلګي په توګه دژوند حق، د آزادی حق، دامنیت حق او …، دا حقوق په جنګي جرایمو کي هم زیانمن کیږي، دبشریت په ضدجرایمو تعریفات پخوانیو نړیوالو جزايي محاکموهم په خپلواساسنامو کي کړي خوموږ به دبحث دلنډیدا په خاطر داوسنۍ نړیوالي جزايي محکمې له اساسنامې څخه دبشریت ضد جرایمو تعریف را واخلو:
د نړیوالي جزايي محکمې (ICC) داساسنامې په ۷ ماده کي دبشریت په ضد جرایم داسي تعریف سوي دي: “په دې اساسنامه کي دبشریت په ضد جرایمو څخه موخه دلاندي جرایمو ترسره کول دي چي دیو پراخ او سازمان سوي برید په چوکاټ کي د ملکیانو(غیرنظامیانو) د ډلي (جمیعت) په وړاندي په علم درلودلو سره ترسره سي.
الف: قتل
ب: ریښه له بیخه ایستل
ج: په غلامۍ سره نیول
د: دیوې ډلي اجباري تبعید یاکوچ
هـ: دنړیوالو اساسي حقوقو په خلاف دجسماني آزادۍ حبس کول یا د شدید محرومیت رامینځته کول
و: شکنجه
ز: جسني تجاوز، په جنسي غلامۍ نیول، اجباري فحشاء، اجباري حاملګي، اجباري عقیم کول، یا بل هرډول جنسي تاوتریخوالی
ح: دسیاسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنست یابل علل په اساس دیوه ګروپ یاد اشخاصو دیوې ټولګي تعقیب او ازارول، یا دپورتنیو اعمالو سره اړوند په کوم علل په دې بند کي، یاهر هغه جرم چي دنړیوالو حقوقو پر اساس غیرمجاز پیژندل سوی وي، په ټوله نړۍ کي ددې محکمې په واک دي.
ط: د اشخاصو په اجباري ډول ورک کول
ی: دنژادي تبعیض جرایم
ک: نور ورته غیرانساني اعمال چي قصداً د لوی ازار د رامینځته کیدا، یا جسم یاهم جسمي او روحي سلامتیاته صدمه ورسیږي.”
دغه ماده دنورنبرګ دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د ۶ مادې د ج بند او یوګوسلاویا دنړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې د ۵مادې او د رونډا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د۳ مادې سره زیات ورته والی لري، یواځي په دې توپير چي نورنبرګ او یوګوسلاویا دمحاکمو اساسنامو دبشریت په ضد جرایمو او جګړې ترمینځ اړیکه لازمه ګڼل، ولي په پورته ماده او د رونډا داساسنامې د ۳ مادې پر بنسټ دا اړیکه لازمه نه ده.