لیکنه: صبغت الله احساس
دټاکنیز نظام داصلاح کمیسیون له پراخو جنجالونو وروسته نږدی دوه میاشتی وړاندی خپل کار پیل کړ.له پیله دیاد کمیسیون په جوړښت اوصلاحیتونو اختلافات موجود وو. په ورستیو ورځو کی دکمیسون دوو غړو دکمیسیون په جلسو کی دنه ګډون خبر ورکړ، خو لدی سره سره کمیسیون خپل کار ته له کوم ځند پرته دوام ورکړ او خپله پیشنهادی طرحه یی دیوه میاشتی په موده کی اجرائیه ریس او له هغی لاری جمهور ریس ته وسپارله.
پدی 12 ماده یی طرحه کی دټاکنیزو کمیسیونو، غوراوی او شفافیت کمیټو د جوړښت ترڅنګ دټاکنیز سیستم، درایو اچونی څرنګوالی او کاندیداتوری شرایط واضح شوی دی. که چیری دا طرحه عملی شی دنور نیمګړتیاوو ترڅنګ دوړاندیز شوی طرحی یوه لویه ستونزه د دبشری حقونو کمیسیون ته دپراخ صلاحیتونو ورکړه ده او پدی سره کوشش شوی چی په لوی لاس دبشری حقونو دکميسیون پښه ټاکنیز نظام ته را کش کړای شی. دغوراوی او شفافیت کميټو نه نیولی بیا دشکایاتو تر ولایتی دفترونو ټول یو ډول نه یو ډول دبشری حقونو کمیسیون تر پوښښ لاندی راغلی.
پدی طرحه کی دغوراوی کميټه په لاندی ډول وړاندیز شوی:
دستری محکمی یو غړی ۲: دملکی خدمتونو د کمیسیون دتعیناتو دبورد یو غړی ۳:دبشري حقونو دکمیسون یو غړی ۴:د اساسی قانون په تطبیق دڅارني دکمیسیون یو غړی ۵: دمدنی ټولنو منتخب استازی ۶: دښځو په برخه کی دمدنی ټولنومنتخب استازی ۸: درسنیو منتخب استازی، دغړو په توګه ټاکل کیږی، دکمیتی ریس دغړو پواسطه دټاکنو له لاری غوره کیږی.
دشفافیت په کمیټه کی هم چی په ټاکنیز نظام کی نوی تجربه ده دبشری حقونو دکمیسیون حق محفوظ ده.
لدی ورهاخوا دټاکنیزو شکایاتو ولایتی دفترونه هم دبشری حقونو له ذره بینه په امان کی ندی پاتی شوی. په ولایاتو کی دبشری حقونو دکمیسیون استازی دخپلی اصلی دندی ترڅنګ دشکایاتو دکمیسیون غړیتوب هم لری.
پوښتنه داده چی دبشری حقونو دکمیسیون اصلی دنده بشری مواردو ته رسیدنه ده او که دټاکنو دپروسی مخته وړل دی؟ بل داچی دبشری حقونو کمیسیون پخپله اصلی دنده کی تر کومی کچی کامیاب وه چی اوس بله دنده ورسپارل کیږی؟ لدی سره چی دبشری حقونو دکمیسیون په مقرریو او سلیقه یی برخوردونو لاهم انتقادونه پخپل ځای پاتی دي، کمیسیون د اسی کوم نوی شهکار کړی چی په ټاکنو کی دپراخ رول زمینه ورته برابریږی؟ دښځو دسازمانو، مدنی ټولنو او رسنیو داستازی په شتون کی چی ټول دیوه خره غوږونه دي دبشری حقونو دکمسیون استازی موجودیت ته څه اړتیا وه؟
زه چی څومره مالومات لرم په نړی کی بل هیڅ داسی ماډل نه لرو چی دبشرو حقونو کمیسیون دی دټاکنو دپروسی له شروع تر انجامه په ټاکنو کی دخیل وی. دغه نیکه تجربه موږ کوو. زموږ خوشبختی داده چی د سلاح ازمایښت نیولی بیا نظامونو تر ماډلو ټول دلته ازمایل کیږی. که چیری دا تجربه کامیابه شوه، نور هیوادونه به هم دا ماډل کاپی کړی .
کوشش دی وشی چی عینی شرایطو ته په کتو یوه معقوله طرحه پیشنهاد او عملی شی ترڅو نور دخلکو په نامه پسونه رایه وانه چوی او دولت دخلکو دارادی هنداره شی ترڅو ولس خپل ځان پکی وګورو.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.