له سپوږمۍ راډیو او مسیر ورځپاڼې په مننې!
د بغلان پوهنتون د بنسټ ډبره د خلکو او وخت اړتیا ته په کتو سره د ۱۳۷۱ لمریز کال د وري په میاشت کې د وخت د والي سید منصور نادري له خوا کېښودل شوه. د بغلان پوهنتون اوسنی رییس پوهنمل سیدجان وایي، دغه پوهنتون په لومړي سر کې دوه پوهنځي ( ادبیات او ټولنیز علوم او ساینس) درلودل چې د ۱۶ تنو استادانو له خوا ۲۰۰ محصلینو ته پکې زده کړې ور کول کېدې. هغه وخت چې په کابل کې کورنیو جګړو زور اخیستی و، نو په کابل پوهنتون کې د شمالي ولایتونو یو شمېر هغه استادان او محصلین چې له زده کړو او تدریس څخه محروم وو، غوښتنه یې دا وه چې د محصلینو لپاره د زده کړو او د استادانو لپاره په دغه پوهنتون کې د تدریس زمینه برابره شي. همدې اړتیا ته په کتو په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د ادبیاتو او ټولنیزو علومو او په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د ساینس پوهنځي ته د شپې له خوا هم محصلین جذب شول.
په ۱۳۷۵ لمریز کال کې هڅه وشوه چې دغه پوهنتون د (حکیم ناصر خسرو) په نوم ونومول شي، خو کارونه یې د ځینو ستونزو له کبله وځنډېدل او تر نن پورې د بغلان پوهنتون په نوم یادېږي. په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د دغه پوهنتون په دوو پوهنځیو کې د محصلینو شمېر چې د شپې او ورځې په پوهنځیو کې یې زده کړې کولې ۵۰۰ تنو ته ورسېد، چې د تدریس چارې یې د ۳۶ استادانو له خوا مخ ته وړل کېدې.
تر ۱۳۷۷ لمریز کال پورې د دغه پوهنتون د شپې او ورځې له پوهنځیو څخه ۵۰ تنه د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول. په همدې کال کې د پوهنتون په دننه کې یو کتابتون جوړ شو چې په بېلا بېلو برخو کې یې ۶ زره عنوانه کتابونه درلودل، تر څو محصلین او استادان وکولی شي خپلې مطالعې او څېړنو ته پکې ادامه ورکړي.
د پوهنتون د رییس په خبره، د ۱۳۷۷لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۱مه پر بغلان د طالبانو له برید وروسته په پوهنتون کې د تدریس چارې په ټپه ودرېدې، محصلین او استادان یې و پاشل شول او د پوهنتون دروازې د محصلینو پر مخ وتړل شوې.
له پنځو کلونو جنګ جګړو او نا امنۍ او د طالبانو د حکومت له را پرځېدو وروسته یو ځل بیا د بغلان د خلکو په هڅو د ۱۳۸۲ لمریز کال د ثور په میاشت کې د پوهنتون کنډواله دروازه بېرته د نارینه او ښځینه محصلینو پر مخ پرانیستل شوه او د تېر په څېر پکې د ادبیاتو او ټولنیزو علومو او دغه راز ساینس پوهنځي کې د ورځې او شپې له خوا د تدریس چارې پیل شوې.
د ۱۳۸۲ لمریز کال په وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا دغه پوهنتون ته دوه نور پوهنځي (ښوونه او روزنه او کرنه) منظور او د پوهنتون نوم د بغلان د لوړو زده کړو موسسې ته واوښت؛ ځکه هر څه باید له سره پیل شوي وای. په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دغه پوهنتون لپاره د انجنیرۍ پوهنځی هم منظور شو او د بغلان د لوړو زده کړو له موسسې څخه یې د بغلان پوهنتون ته ارتقا وکړه. د بغلان پوهنتون اوسنی رییس وایي، اوسمهال بغلان پوهنتون اووه پوهنځي (ښوونه او روزنه، ادبیات او بشري علوم، شرعیات، انجنیري، ژورنالېزم، اقتصاد او کرنه) لري.
د کرنې پوهنځی په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په څنګ کې د بغلان پوهنتون په چوکاټ کې تأسیس شو. هغه وخت یې دوه دیپارتمنتونه ( نباتي علوم او حیواني علوم) درلودل. اوسمهال دغه پوهنځی ۵ ډیپارتمنتونه ( اګرانومي، ځنګلونه او باغداري، اقتصاد او کرنیزه پراختیا، د نباتاتو ساتنه، نباتي علوم او حیواني علوم) لري. دغه پوهنځی ۲۰ تنه استادان لري، خو د محصلینو شمېر یې ۵۹۸ تنو ته رسيږي.
د ښوونې او روزنې پوهنځی د دویم ځل لپاره د بغلان پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې تاسیس شو. دغه پوهنځی شپږ ډیپارتمنتونه (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي، ټولنیز علوم، پښتو ادبیات او انګلیسي ادبیات) لري، چې د محصلینو شمېر یې ۷۳۰ تنه دی، له دې ډلې ۱۳۰ یې نجونې دي او د ۳۲ استادانو له خوا یې د تدریس چارې مخ ته وړل کېږي.
د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د دویم ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د بغلان پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شو. شپږ ډیپارتمنتونه (پښتو، دري، انګلیسي، عربي او ازبکي ادبیات) لري. د دغه پوهنځي په بېلابېلو ډيپارتمنتونو کې ۵۳۲ محصلین په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۷۷ یې نجونې دي. د دغه پوهنځي د تدریس چارې په بېلا بېلو ډیپارتمنتونو کې د ۱۶ استادانو له خوا مخ ته وړل کېږي.
په بغلان پوهنتون کې اوسمهال ۵۲۶۹ تنه محصلین چې له دې ډلې ۹۳۱ تنه یې نجونې دي، په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر لوړ زده کړو بوخت دي، چې د ۱۴۴ استادانو له خوا یې د تدریس چارې پر مخ بېول کېږي. د پوهنتون د رییس په خبره د بغلان پوهنتون د استادانو لویه برخه د ماسټرۍ، ځینې یې د دوکتورا او ډېر لږ یې بیا د لېسانس په کچه زده کړې لري. دا چې په دې ډله استادانو کې څومره یې ښځینه دي د پوهنتون رییس یې په اړه کره معلومات نه لري.
د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې او شرعیاتو په پوهنځیو کې محصلین د ورځې په دوو وختونو کې ځکه درس وایي، چې د تدریسي خونو شمېر یې کم او د محصلینو شمېر یې زیات دی، له دې دوو پوهنځیو پرته په نورو ټولو پوهنځیو کې د سهار له ۸ د غرمې تر ۱۲ بجو پورې تدریسي چارې مخ ته ځي.
د پوهنتون رییس وایي، د بغلان پوهنتون تر دې دمه له کوم بهرني پوهنتون سره علمي اړیکې نه لري، خو دا چې نوموړی اوس پر دنده ګومارل شوی دی، له نورو پلانونو سره چې پام کې یې لري، یو دا دی چې غواړي د نړۍ له ځینو پوهنتونونو سره اړیکې ټینګې کړي او علمي تړونونه ور سره لاسلیک کړي، تر څو وکولی شي په بهر کې د پوهنتون د استادنو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر لاسه کولو لپاره زمینه ورته برابره کړي، خو دغه پوهنتون په کور دننه د کابل له مرکزي پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سره علمي اړیکې لري.
د بغلان پوهنتون کتابتون اوسمهال له سره تاسیس شوی دی چې لږ تر لږه ۴ زره عنوانه کتابونه لري. دغه کتابونه د بېلا بېلو برخو اړوند دي چې محصلین او استادان د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ترې ګټه اخلي. د پوهنتون د مسوولینو په خبره د پوهنتون ټولې ودانۍ پر انټرنېټي خدمتونو سمبالې دي، څو محصلین او د پوهنتون کار کوونکي ترې مطلوبه ګټه واخلي. په ټوله کې بغلان پوهنتون درې لابراتوارونه لري چې دوه یې د کرنې پوهنځي اړوند دي او بل یې د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند کېږي.
بغلان پوهنتون ټولټال ۸۵ اداري کار کوونکي لري چې د دغه پوهنتون په ریاست، امریتونو او مدیریتونو کې دندې تر سره کوي. د پوهنتون اړوند پوهنځیو ودانۍ په یوه ځای کې موقعیت نه لري؛ بلکې د ښار په دریو برخو ( پوزه ایشان، د پلخمري په دویمه ناحیه کې چې د کلوپ نساجي په نوم مشهوره ده او د پوهنتون اصلي کامپلېکس په زمان خېلو کې دی چې ډېری اداري او تدریسي ودانۍ یې اوس تر کار لاندې دي). د یادونې وړ ده چې د بغلان پوهنتون تر دې دمه د نجونو او هلکانو لپاره د لیلیې سیسټم نه لري.
د بغلان پوهنتون درې ورزشي لوبغالي لري چې عبارت دي له: فوټبال، والیبال او د بسکټبال لوبغالي څخه.
د بغلان پوهنتون مشرتابه وایي، هڅه یې دا ده چې د لیلیې او ټولو پوهنځیو لپاره تدریسي ودانۍ جوړې کړي، چې پر ځینو تدریسي او اداري ودانیو یې اوس کار روان دی. د بغلان پوهنتون رییس پوهنمل سید جان وايي، غواړي په راتلونکي کې د دغه پوهنتون لپاره د نورو پوهنځیو منظوري هم واخلي او د شرایطو له پوره کولو وروسته د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي. د پوهنتون رییس وایي، ګڼ نور پلانونه هم په لاس کې لري، خو له افغان حکومت څخه د مرستې او امنیت خوندي کولو غوښتنونکی دی.
حمیدالله حمیدي