ترتیب،ژباړه او راټولونه: روح الله وسیم وردګ
جذبه په هر حالت کی د فرق (تمیز)تابع وګرځوی
چاچی د امیرانو نیږدیوالی غوره کړ که دهغوی له خوا کوم ذلت او سپکاوی ورته ورسید فریاد د نه کوی
خپله غلطی پیژندل د بریالیتوب کیلی ده
د چاپه مال او دولت حسد او کینه مه کوه ځکه دا ټول فنا کیدونکی شیان دی
د خپل ژوند لپاره یوه موخه وټاکی او بیا په ټول توان او طاقت سره دهغه د لاسته راوړلو لپاره هڅې پیل کړی یقینا به بریالی شی
د دروغو له امله په رزق کی کموالی راځی
د دنیا ټول کارونه عقل ته اړ دی
د رښتیالپاره ستونزه نه وی
دا حقیقت دی چی دروغ په علم کی کموالی پیدا کوی
دروغ د ټولو بدیو مور ده او رښتیا دټولو بدیو علاج
دښځی په خبره هیڅکله هم باور او اعتماد مه کوه
رښتیا ویل ترخه وی
رښتیا ویوونکی تل دعزت او لوېې مرتبې خاوند وی
زما دټول علم ګټه دا شوه چی زه په خپله ناپوهۍ او جهالت خبر شوم
زه دمال او دولت په واسطه نرمه بستره ترلاسه کولای شم مګر ارام نه
زه دمال په واسطه خواړه اخیستلای شم مګر اشتها نه شم ترلاسه کولای
زه دمال او دولت په واسطه ملګری ا وشناخته خلک ډیر پیدا کولای شم مګر دوستان نه
زه دمال او دولت واسطه کتابونه ترلاسه کولای شم نه علم
ښایست د یو څو ورځو حکومت دی
که غواړئ چی دمال او دولت خاوندان شی خپل په لاس درغلی وخت او فرصت مه ضایع کوئ
کینه کوونکی تل په ستونزه او غم کی مبتلا وی
کینه کوونکی له مرګ څخه مخکی هم څوځله مری
له ازموینې څخه مخکې د چا حال پوره معلومول ستونزمن دی
له خپل ځان سره تر اندازی زیاته مینه کول د حسد او کینی سبب ګرځی
له کومې سیالۍ څخه داصلاح او سمون تمه کیدای شی هغه غوره کړه
له هغه وخت څخه څوک مه منع کوی چی په خپله پکښې واقع یی
هر وخت هغه خبره زده کول په کار دی چی په نه زده کړه کی یی شرم وی
هره نیکی علم دی او هره بدی جهالت او ناپوهی
هغه ناپوه دی چی خپل عیب نه وینی او دبل چانصیحت هم نه اوری
هوښیار سړی هغه دی چی په هر کار کی منځ لاریتوب کوی
نور بیا !
Attachments area
Preview attachment aa.jpg
Image
aa.jpg