وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُوا الشَّيٰطِينُ عَلٰى مُلْكِ سُلَيْمٰنَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمٰنُ وَلٰكِنَّ الشَّيٰطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَآ أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هٰرُوتَ وَمٰرُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتّٰى يَقُولَآ إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِۦ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِۦ ۚ وَمَا هُم بِضَآرِّينَ بِهِۦ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرٰىهُ مَا لَهُۥ فِى الْءَاخِرَةِ مِنْ خَلٰقٍ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِۦٓ أَنفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ{۱۰۲}
هغوي د هغې څه پيروي وکړه چې شيطانانو به د سليمان عليه السلام په پاچاهۍ کې لوستل او کفر نه و کړې سليمان عليه السلام، بلکې کفر شيطانانو کړې وو چې خلکو ته به يې کوډې زده کولې، همدارنګه هغوي د هغې څه پيروي وکړه چې پر دوو پرېښتو، هاروت او ماروت باندې دبابل ښار کې نازل شوي وو، خو هغې دواړو به هيچاته کوډې نه زده کولې تر هغې چې ورته به يې وئيلې موږ يو ازمېښت يو ته مه کافر کيږه!
خو سره له دې بياهم ترې هغوي هغه څه زده کول، چې د ښځې او مېړه ترمنځ پرې بېلتون راځي، پداسې حال کې چې د الله د امر پرته پرې هغوي چاته زيان نشو رسولای او هغوي هغه څه زده کول چې ورته يي سود نه بلکې زيان رسولو او په بشپړ باور سره هغوي پدې خبره پوه شوي وو، چې چا هم کوډې واخېستې په آخرت کې ورته ونډه نشته او ډير بد دي هغه څه چې هغوي پرې خپل ځانونه وپلورل، کاش چې هغوي پدې خبره پوهېدلای.
وَلَوْ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ خَيْرٌ ۖ لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ{١٠٣}
او که چېرته هغوي ايمان راوړی وای او ځانونه يې له کوډو ساتلي وای، هرو مرو يې د الله جل جلاله په نېزد بدله غوره وه، خو کاشکې هغوي پدې خبره پوهېدلای.
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَقُولُوا رٰعِنَا وَقُولُوا انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ{١٠٤}
ای مؤمنانو! (ددې لپاره چې محمد صل الله عليه وسلم ستاسې خيال وساتي) تاسې ورته مه وايئ رٰعِنَا(زموږ مراعات وکړه)بلکې ورته ووايئ انظُرْنَا(موږ ته وګوره)او غوږ ورته ونيسئ، ځکه د کافرانو لپاره دردناکه سزاء ده.
مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتٰبِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ{١٠٥}
هغه وګړي چې کافران شوي، هغه كه د اهل کتابو دډلې نه وي او كه مشركان وي، هیڅكله دا نه خوښوي چي پر تاسې دې، د رب له لورې کومه ښېګڼه را نازل شي، خو د الله جل جلاله چي چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره كوي او هغه د لویې مهربانۍ څښتن دی.