[quote]وَبَشِّرِ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ أَنَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ قَالُوا هٰذَا الَّذِى رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا بِهِۦ مُتَشٰبِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ{٢٥}[/quote]
او هغې وګړو ته چې ايمان يې راوړې او نيکې کړنې ترسره کړي، د داسې باغونو زيری ورکړه، چې لاندې به ترې تل ويالې بهيږي، هرکله چې هغوي ته دجنت دميوو نه خوراک ورکړای شي، هغوي وايي دا هغه څه دي چې پر موږ مخکې لدېنه خوړل شوي وو، داځکه چې هغوي ته يو بل ته ورته ميوې ورکول کيږي، اوهم به جنت کې هغوي لره سپيڅلې ښځې وي، او هغوي به تل جنت کې اوسيږي.
[quote]إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْىِۦٓ أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ ءَامَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَآ أَرَادَ اللَّهُ بِهٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهِۦ كَثِيرًا وَيَهْدِى بِهِۦ كَثِيرًا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِۦٓ إِلَّا الْفٰسِقِينَ{٢٦}[/quote]
پرته له شکه الله جل جلاله لدېنه شرم نه كوي چي دکومې خبرې د روښانتيا لپاره دماشي او يا دماشي نه د وړوکي څيز نمونه راوړي، ځکه كومو وګړو چې ايمان راوړې هغوي پوهيږي چې دا نمونه حق، او دهغوي درب له لوري ده، او کوم وګړي چې کافران شوي هغوي وايي، څه اراده کړې الله په راوړلو ددې نمونې سره؟ الله جل جلاله بې لارې کوي پدې نمونې سره ډير، او لارښوونه کوي پدې سره ډيروته، او نه بې لارې کوې په راوړلو ددې نمونې سره مګر فاسقان.