[quote]وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓئِكَةِ اسْجُدُوا لِءَادَمَ فَسَجَدُوٓا إِلَّآ إِبْلِيسَ أَبٰى وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِينَ{٣٤}[/quote]
او كله چې موږ پرېښتو ته ووئيل، ادم عليه السلام ته سجده وكړئ، نو هغوي سجده وکړه، خو يواځې ابليس انکار او لويي وکړه، او و دکافرانو نه.
[quote]وَقُلْنَا يٰٓـَٔادَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظّٰلِمِينَ{٣٥}[/quote]
او ووئيل موږ ای ادمه! ته او ميرمن دې په جنت کې اوسيږئ، اوڅه چې ستاسې دواړو خوښ وي دجنت نه يې پريمانه خورئ، خو يواځې دغې ونې ته مه نيږدې کيږئ، کنه نو دتيري کوونکو نه به شئ.
[quote]فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطٰنُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِى الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتٰعٌ إِلٰى حِينٍ{٣٦}[/quote]
خو شيطان دواړه دجنت نه وښويول، او دهغې څه نه يې وويستل چې هغوي دواړه پکې و، نو موږ هم ورته ووئيل ښکته شئ ځمکې ته، چې ځينې ستاسې به دځينو نورو لپاره دښمنان يئ، او تاسو لره تر يوې مودې پورې په ځمکه کې اوسېدل او ګټه ده.