د بقرې مکي سورت 38 _ 42 ایتونه
[quote]فَتَلَقّٰىٓ ءَادَمُ مِن رَّبِّهِۦ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ{۳۷}[/quote]نو ادم عليه السلام دخپل رب نه څو کلمې ددعا زده کړې، هماغه و چې رب يي توبه ومنله، پرته له شکه الله جل جلاله ښه توبه منونکی، دبشپړ رحم څښتن دی.
[quote]قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ{٣٨}[/quote]موږ ووئيل، دجنت نه ټول ښکته شئ(ځمکې ته) ! که چيرې زما له لوري تاسې ته لارښوونه راغله، نو چا چې زما دلارښوونې پيروي وکړه، پر هغوي به نه وېره وي او نه به هغوي غمجن شي.
[quote]وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِـَٔايٰتِنَآ أُولٰٓئِكَ أَصْحٰبُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ{٣٩}[/quote]او هغه وګړي چې کافران شوي او زموږ آياتونه يې دروغ ګڼلي، هغوي د اور ملګري دي، چې تل به پکې وي.
[quote]يٰبَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِىَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِىٓ أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيّٰىَ فَارْهَبُونِ{۴۰}[/quote] ای بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ، چی پرتاسو مې لورولي وو، او زما سره مو کړې ژمنه پوره کړئ، زه به هم خپله ژمنه چې تاسې سره مې کړې پوره کړم، او يواځې له ما نه ووېرېږئ.
[quote]وَءَامِنُوا بِمَآ أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوٓا أَوَّلَ كَافِرٍۭ بِهِۦ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِـَٔايٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيّٰىَ فَاتَّقُونِ{٤١}[/quote]او ايمان راوړئ، په هغې(كتاب)چې ما نازل کړی، او له تاسې سره دشته کتاب تائيد کوي، نو له هرچا وړاندې ترې انکارمه کوئ، او مه پلورئ زما آياتونه پرلږو روپيوو سره، او يواځې زما له عذابه ځانونه وساتئ.
[quote]وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبٰطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ{٤٢}[/quote] او حق د باطل سره مه ګډوئ، او مه حق پټوئ، حال داچې تاسې پوهيږئ.