[quote]وَأَقِيمُوا الصَّلٰوةَ وَءَاتُوا الزَّكٰوةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرّٰكِعِينَ{٤٣}[/quote]
ودروئ لمونځ، وركړئ زکات، او رکوع وکړئ سره درکوع کوونکو.
[quote]أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتٰبَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ{٤٤}[/quote]
آيا تاسې خلکو ته پر نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هيروئ؟ حال دا چې تاسې کتاب (تورات) هم لولئ، نو ولې د عقل نه کار نه اخلئ؟
[quote]وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخٰشِعِينَ{٤٥}[/quote]
او مرسته وغواړئ د الله جل جلاله نه په درنګ کولو او لمونځ سره، پرته له شکه دا ډېر دروند كار دى، خو په عاجزي کوونکو دروند نه دی.
[quote]الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلٰقُوا رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رٰجِعُونَ{۴۶}[/quote]
هغوي (عاجزي كوونكي) باور لري چې هرومرو دخپل رب سره مخامخ کيدونکي، او هغه ته ورتلونکي دي.
[quote]يٰبَنِىٓ إِسْرٰٓءِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِىَ الَّتِىٓ أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّى فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعٰلَمِينَ{٤٧}[/quote]
ای بني اسرائيلو! زما هغه نعمتونه ياد كړئ چې پېرزوېنه مې كړې وه پرتاسې، او پرته له شکه مې پر ټولو خلکو غوره وګرځولئ.
[quote]وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِى نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْـًٔا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفٰعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ{٤٨}[/quote]
او له هغې ورځ نه ووېرېږئ چې، هيڅ ساکښ به د بل ساکښ ځنې کوم شی نه شي لرې کولای، او نه به ترېنه سپارښتنه منل کيږي، او نه به ترېنه بدله اخېستل کيږي، او نه به ورسره مرسته وکړای شي.