[quote]وَإِذِ اسْتَسْقٰى مُوسٰى لِقَوْمِهِۦ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِى الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ{۶۰}[/quote]
او کله چې موسی عليه السلام دخپل قوم لپاره اوبه وغوښتې، نو موږ ورته وويل، په خپله لکړه هغه ډبره ووهه، نو له هغې نه دولس چينې را وخوټېدې، چې هرې ډلې خپل ګودر ښه پېژنده، نو موږ ورته وويل: دالله جل جلاله له روزۍ نه خورئ او څښئ، خو په ځمکه کې د فساد هڅه مه کوئ.
[quote]وَإِذْ قُلْتُمْ يٰمُوسٰى لَن نَّصْبِرَ عَلٰى طَعَامٍ وٰحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ الْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِى هُوَ أَدْنٰى بِالَّذِى هُوَ خَيْرٌ ۚ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ۗ ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّۦنَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ{۶۱}[/quote]
او کله چې تاسې وويل، ای موسی! موږ هيڅکله په يو ډول خوړو باندې صبر نشو کولای، نو موږ ته دې د خپل رب څخه هغه څه وغواړه چې ځمکه يې ټوکوي، لکه ترکاري، بادرنګ، هوږه، نسک او پياز، نو هغه ورته وويل: آيا تاسې ناچيزه شی په هغې څه باندې بدلوئ چې ترې غوره دی؟ (که خبر همداسې وي) يو ښار ته ښکته شئ، بېشکه تاسې ته به هغه څه په لاس درشي چې تاسې غوښتي، هلته پرې سپکاوی او بېوزلي مسلط، او د الله جل جلاله له لوري په غضب اخته شول، دا ځکه چې هغوي د الله جل جلاله د آياتونو نه انکار کاوو، پېغمبران يې ناحقه وژل، سر غړونه او تېری يې کاوو.
[quote]إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصٰرٰى وَالصّٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ{۶۲}[/quote]
بېشکه! د مؤمنانو، يهوديانو، عيسويانو او بې دينو څخه چې څوك پر الله جل جلاله او د آخرت پر ورځ ايمان راوړي او نيک عمل وکړي، اجر او ثواب يې د رب سره دى، نه به پرې ويره وي او نه غم.