وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَآ ءَاتَيْنٰكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ{۶۳}
او کله چې موږ ستاسې څخه کلکه ژمنه واخېسته، د طور غر مو پرتاسې راپورته کړ، او درته مو وويل: کلک ونيسئ هغه څه (دين او لارښوونې) چې موږ تاسې ته درکړي، او ياد کړئ هغه (لارښوونې) چې په کې دي، ښايې تاسې ځانونه وژغورئ.
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ الْخٰسِرِينَ{٦٤}
بيا وروسته له دې (تړون) څخه تاسې شاه کړه، نو که چيرته پر تاسې د الله جل جلاله مهرباني او رحمت نه وای، هرو مرو به له تاوانيانو څخه وئ.
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنكُمْ فِى السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خٰسِـِٔينَ{۶۵}
او په باوري توګه تاسې پيژندلي وو، هغه وګړي چې له ستاسې ځينې يې د هفتې پر ورځ تېری کړې وو، نو موږ هغوي لره وويل: شئ بيزوګانې سپکې.
فَجَعَلْنٰهَا نَكٰلًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ{٦٦}
نو موږ هغه د هماغې زمانې او وروستيوو نسلونو لپاره عبرت او د پرهيزګارانو لپاره نصيحت وګرځاوو.
وَإِذْ قَالَ مُوسٰى لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا بَقَرَةً ۖ قَالُوٓا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجٰهِلِينَ{٦٧}
او کله چې موسی عليه السلام خپل قوم ته وويل: پرته له شکه الله جل جلاله تاسې ته امر کوي چې يوه غوا حلاله کړئ، هغوي ورته وويل: آيا ته موږ په ټوکو سره نيسی؟
هغه ورته وويل: زه په الله جل جلاله سره له دېنه پناه غواړم چې د ناپوهانو له ډلې نه شم.