قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِىَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشٰبَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّآ إِن شَآءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ{۷۰}
وويل هغوي: له رب څخه دې وغواړه، چې موږ ته څرګنده کړي چې هغه څرنګه غوا ده؟ بېشکه هغه غوا پر موږ ګډه وډه شوې (ځکه ډيری غواګانې يو بل ته ورته دي) او که د الله جل جلاله خوښه وي، موږ هرو مرو لار پيدا کوو.
قَالَ إِنَّهُۥ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِى الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا الْـٰٔنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ{٧١}
موسی عليه السلام وويل: بېشکه الله جل جلاله وايې: يقينا هغه غوا ستړې شوې نه ده چې ځمکه يې اړولې وي، يا يې (په ارهټ سره) کښت خړوبه کړې وي، روغه رمټه ده هيڅ داغ پکې نشته، بني اسرائيلو وويل: اوس دې په حق سره راتګ وکړ، نو غوا يې حلاله کړه او نه وو نيږدې هغوي چې دا کار وکړي.
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادّٰرْٰٔتُمْ فِيهَا ۖ وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ{٧٢}
او کله چې تاسې يو څوک وواژه، نو تاسې په هغې کې اختلاف وکړ (يو پر بل باندې په تور لګولو سره) او الله جل جلاله د هغې څه راويستونکی دی چې تاسې به پټولو.
فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذٰلِكَ يُحْىِ اللَّهُ الْمَوْتٰى وَيُرِيكُمْ ءَايٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ{٧٣}
نو موږ ووئېل: د غوا په يوې ټوټې باندې دا مړی ووهئ، په همدې ډول الله جل جلاله مړي ژوندي کوي او تاسې ته خپلې نښې (د قدرت) در ښايي، په دې سره ښايې تاسې له پوهې څخه کار واخلئ.