دوي داسې وګړي دي چې خپل آخرت يې پر دنيايې ژوند پلورلی دی، نو له همدې لامله به يې نه په عذاب کې کموالی راشي او نه به ورسره مرسته وشي.وَلَقَدْ ءَاتَيْنَا مُوسَى الْكِتٰبَ وَقَفَّيْنَا مِنۢ بَعْدِهِۦ بِالرُّسُلِ ۖ وَءَاتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنٰتِ وَأَيَّدْنٰهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰىٓ أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ{٨٧}
او موږ موسی عليه السلام ته تورات ورکړ او ورپسې مو په پرله پسې توګه نور استازي وليږل او هم مو دمريمې ځوی عيسی عليه السلام ته څرګندې نښې ورکړې او هم مو د هغه مرسته په جبرائيل عليه السلام سره وکړه، خو هرکله چې تاسې ته کوم پيغمبر ستاسې د خوښې پرته څه راوړي، تاسې لويې او سرغړونه کړې، يوه ډلګۍ مو دروغجنه ګڼلې او بله مو وژلې ده.
وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ ۚ بَل لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَّا يُؤْمِنُونَ{۸۸}
او وايي هغوي زموږ زړونه پوښل شوي دي، خو ريښتيا داده چې الله جل جلاله د هغوي د کفر له کبله پرې لعنت کړې او همدا لامل دی چې ډير لږ د هغوي نه ايمان راوړي.
وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتٰبٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَآءَهُم مَّا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِۦ ۚ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكٰفِرِينَ{٨٩}
او کله چې د الله جل جلاله، له لوري هغوي ته قرآنکريم راغی، چې تائيدوونکی دی د هغې کتاب چې د هغوي په لاسو کې دی او لا ددې نه وړاندې هغوي پر کافرانو د بري غوښتنه کوله، خو کله چې ورته هغه کتاب راغی چې هغوي ښه پيژانده ترې منکر شول، نو لعنت د الله جل جلاله دې وي پر کافرانو.