مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلَّهِ وَمَلٰٓئِكَتِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَجِبْرِيلَ وَمِيكٰىلَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِينَ{۹۸}
څوک چې د الله جل جلاله او د هغه د پرېښتو، استازو، جبرائيل او ميکائيل سره دښمني لري، نو پرته له شکه الله جل جلاله د کافرانو دښمن دی.
وَلَقَدْ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ءَايٰتٍۭ بَيِّنٰتٍ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَآ إِلَّا الْفٰسِقُونَ{٩٩}
او په بشپړ باور سره موږ پر تا داسې څرګندې نښې نازل کړي، چې پرته له فاسقانو نور څوک ترې مخ نه اړوي.
أَوَكُلَّمَا عٰهَدُوا عَهْدًا نَّبَذَهُۥ فَرِيقٌ مِّنْهُم ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ{١٠٠}
آيا تل داسې نه دي شوي، چې کله هم هغوي کومه ژمنه کړې، يوې نه يوې ډلې هغه ماته کړې، بلکې ډېری د هغوي غاړه نه ږدي.
وَلَمَّا جَآءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتٰبَ كِتٰبَ اللَّهِ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ{۱۰۱}
او كله هم چې هغوي ته د الله جل جلاله له لوري داسې استازی راغلی، چې د هغوی د كتاب تورات تائيد يې کړې، بيا هم د اهل کتابو څخه يوې ډلې د الله جل جلاله کتاب داسې شا ته وغورځاوه، ګويا چې هغوي په هېڅ نه پوهېږي.