د بلجيم د کارګرو ګوند په هالندي او فرانسوي ژبو کې سره ورته دی چې په هالندي کې PVDA د ( Partij van de Arbeid van België) اختصار دی.
دا ګوند په ولونیا کې PTB چې په فرانسوي ( Parti du Travail de Belgique)
پاختې دو تخوی دې بلژيک یا هماغه د بلجيم د کارګرو ګوند مانا ورکوي. نومېږي.
د بلجيم په حکومت کې له ولونیا او فلندر څخه دا یوازيني ګوندونه دي چې په حکومت کې یې سیاست، ستراتيژي، نور مسایل ګډ او په ملي کچه یو ډول دي او په یو ډول یې مطرح کوي.
په 1960 کال کې دا خوځښت د لوېن کاتولیک پوهنتون د محصلينو لخوا د کمونيستي او سوسيالستي نظریو ته په میلان د کارګرو د حق غوښتنې او د حقوقو د تامين لپاره رامځته شو.
د باور له مخې دوی راډیکال چپ اړخي دي چې د خلکو لپاره دوی مساوات او برابري غواړي. ددې ګوند د پالیسۍ اصلي محور له کارګرو څخه دفاع ده. دوی کارګر ته د ډېر حق غوښتنه کوي، د متقاعدينو لپاره د تقاعد د معاش لوړوالی، د تقاعد د عمر ۶۵ کاله ته را ټيټولو، له ټولنیزو پروژو او همکاریو د غوښتنه کوي او ددې لپاره کار کوي.
دوی پر سرمایه او کمپنیو د مالیې د لوړولو غوښتنه کوي. اوس مهال دوی د ټولنيز اقليم د بدلون شعار کاروي چې په پایله کې یې باید ټولنيزه بی عدالتي او نا برابري له منځه لاړه شي او تر څنک یې باید محيط زیست یا اقلم ته پاملرنه وشي.
دوی په بلجيم کې پر موټرو او پارکېنګونو د جریمو د زیاتېدو غوښتنه کوي او په ډېرو ښارونو کې دوی د زرغون ګوند په څېر د ښار منځ پرته له موټرونو له شتون څخه غواړي.
په نړیواله کچه دوی د چين او روسيې نظامونو ته میلان ښيي او په ټوله کې د کپيټلزم او امپریالزم مخالفت کوي.
پر اوکراین د روسيې يرغل غندي ولې تر څنګ په اوکراین کې د ناتو او اروپايي ټولنې د مداخلې مخالفت کوي. د کډوالو په برخه کې دوی ځانګړی تمرکز نه لري ولې د کارګر په ډول دوی ته د بشپړ بشري حقوقو غوښتنه کوي.
دا ګوند د بلجيم د سیاست په کچه په بېلابېلو موسسو کې غړي او استازي لري.
په اروپايي پارلمان کې یو، په فدرال پارلمان کې دولس، په سنا کې پنځه، د فلندر په پارلمان کې ۴، د ولونیا په پارلمان کې ۱۰ او د بروکسل په پارلمان کې ۱۱ غړي لري.
اوس مهال یې ښاغلی راول هېدېبوو (Raoul Hedebouw) مشري کوي.
