د هېنلي اېن پارتنر ادارې لخوا د نړۍ د 227 واکمنیو او هېوادونو د پاسپورتونو څېړنه ترسره شوې چې په سر کې یې سنګاپور په لومړي مقام کې چې د نړۍ 164 هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي راغلی.
دوهم مقام د جاپان هېواد لري چې وروپسې دریم مقام کې فنلنډ، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جنوبي کوریا او هسپانیه راغلي. اتریش، ډنمارک، لوګزامبورګ، هالنډ، ناورې او سويډن د نړۍ د ځواکمنو پاسپورتونو په کتار کې څلورم ځای خپل کړی.
د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په پنځم مقام کې بلجيم، نوی زیلانډ، پورتګال، سويزرلنډ، برتانیه راغلي په خپل پاسپورت سره کولای شي د نړۍ 190 ملتونو او هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
په دې ارزونه کې د امریکا متحده ایالتونو د پاسپورت په ګډون د ځینو هېوادونو پاسپورتونو خپل اهمیت د پخوا په پرتله له لاسه ورکړئ. افغانستان د تېر په څېر بیا هم د قطار په اخر کې پاتې دی چې کولای شي یوازې 26 هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي، د تېر کال په پرتله دوه هېوادونه کم شوي.