د فوټبال د نړیوال جام لوبو کې پرون بلجيم د ایران پر وړاندې لوبه درلوده، په همدې موخه په بلجيم مېشتو افغانانو ګروپ کې یوه ټول پوښتنه ترسره شوه چې پایلې یې سربیره په دې چې د یوه آټکل څرګندونه کوي بلکې د ټولپوښتنې پایلې یو خورا مهم ټولنیز او ارواپوهنیز حقیقت هم رابرسېره کوي. پوښتنه یوه ساده پوښتنه ده چې «ستاسې زړه غواړي کوم ټیم بریالی شي؟»، د ګډونوالو مطلق اکثریت 86 فیصده بلجیم ته رایه ورکړې او یوازې 14 فیصده د ایران ننګه کړې ده. بیا هم یادونه کوم چې دغه ځوابونه کېدای شي د ګډون کوونکو مسلکي او تجربې له مخې وي او پوهېږي چې څوک کوم ټیم غوره لوبه کوي، ولې زما له نظره چې زه له کډوالو سره د کار اوږده تجربه لرم او خپله هم یوه کډواله یم، دا یوازې د سپورتي مینې څرګندونه نه ده، بلکې دا د کډوالو په ټولنه کې د پیوستون، هویت موندنې او په نوي چاپیریال کې د ادغام یوه ژوره نښه ده. دا پایله ښيي چې افغان ټولنه په شعوري یا غیر شعوري ډول د خپل مېشت هېواد ارزښتونه او بریاوې خپلې ګڼي، چې دا د یوې سالمې او مدغمې ټولنې د جوړېدو لومړنی او تر ټولو مهم ګام دی.
د ټولنیزې ستراتیژۍ له زاویې، د مېشت هېواد له ملي ټیم سره دا کچه خواخوږي او ملاتړ د دې څرګندونه کوي چې کډوال د پردیتوب له احساس څخه د وتلو او په بلجیمۍ ټولنه کې د بشپړ مشارکت پر لور روان دي. کله چې یوه کډواله ټولنه د هغه هېواد خوښي خپله خوښي او بریا یې خپله بریا احساس کړي، دا په ډاګه کوي چې هغوی اوس ځان د دې ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه بولي. په دې پروسه کې کډوال نه یوازې د قانوني اوسېدونکو په توګه، بلکې د احساساتي او رواني شریکانو په توګه رول لوبوي. دا رواني لېږد ډېر اړین دی، ځکه چې دا د ټولنې غړي هڅوي ترڅو د هېواد په پرمختګ، اقتصاد او ټولنیز ثبات کې فعاله ونډه واخلي او د مسؤلیت منلو کچه یې لوړه شي.
علمي او ارواپوهنیزې څېړنې د دې ادعا په کلکه پخلی کوي چې هغه کډوال چې په مېشت هېواد کې د تړاو (Gevoel van erbij horen) ژور احساس ولري، د رواني هوساینې او خوښۍ لوړه کچه تجربه کوي. د ټولنپوهنې او کډوالۍ مطالعات، په ځانګړې توګه د «اکلتورېشن» (Acculturatie) یا کلتوري ادغام تیورۍ ښيي کله چې کډوال د خپل مېشت هېواد ځمکې، سړکونه، عامه تاسیسات او نورې شتمنۍ د خپلې ملي شتمنۍ په توګه احساس کړي، نو هغوی د پرمختګ او هوساینې په لور چټک ګامونه اخلي. دا احساس د هغوی په وجود کې د خوندیتوب او ډاډ فضا رامنځته کوي، چې له امله یې د ژوند کیفیت ښه کېږي. برعکس، هغه کسان چې دا ډول تړاو نه شي رامنځته کولی او تل ځانونه پردي احساسوي، معمولاً له انزوا، رواني فشارونو او ژور خفګان (Depressie) سره مخ کېږي، چې دا حالت د هغوی د شخصي او مسلکي پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ګرځي.
د دغې ټولپوښتنې پایلې موږ ته یو روښانه ستراتیژیک لوری را په ګوته کوي چې په اروپا کې د یوه بریالي او سوکاله ژوند راز د همدې رواني تړاو په لا پیاوړي کولو کې دی. کله چې موږ د دې هېواد بریا خپله بریا ګڼو، نو طبیعي ده چې د دې هېواد د قوانینو درناوی، د چاپیریال ساتنه او د عامه شتمنیو پالنه هم زموږ د ژوند په نه بېلېدونکې برخه بدلېږي. په هغو سیمو کې چې د افغانانو ګڼه ګوڼه ده، د ورته مثبتو احساساتو پیاوړي کول کولی شي د کوربه ټولنې او کډوالو ترمنځ واټن له منځه یوسي. دا د ادغام هغه پروسه ده چې په زور نه، بلکې په مینه او شعوري درک سره ترسره کېږي، او پایله یې هم د مېشت هېواد او هم د کډوالې ټولنې لپاره خورا ګټوره تمامېږي.
په پایله کې، د بلجیم د ورزشي بریا لپاره د افغانانو هیله او ملاتړ یوازې د یوې لوبې پایله نه ده، بلکې د یوه روښانه، باثباته او مدغم راتلونکي زېری دی. «افغان ټپس» خپلو هېوادوالو ته سپارښتنه کوي چې دغه مثبت ذهنیت لا پسې پراخ کړي. هڅه وکړئ چې د خپل مېشت هېواد په هره برخه کې ـ که هغه ورزش وي، اقتصاد وي او یا عامه خدمتونه ـ ځان شریک وګڼئ. ستاسې دا احساس چې دا ځمکه، دا سړکونه او دا لاسته راوړنې ستاسې خپلې دي، تاسې ته رواني ارامتیا بښي او زموږ راتلونکو نسلونو ته یو پیاوړی بنسټ ږدي. په دې ټولنه کې د پردیتوب احساس پرېږدئ، په زړورتیا سره خپل نوی مسؤلیت ومنئ او د یوه فعال هېوادوال په توګه خپله ونډه ادا کړئ، ترڅو د تلپاتې خوښۍ او پرمختګ خاوندان شئ.
ژوند مو له ټولو هېوادوالو سره له خوښۍ او بریاوو ډک شه!
عارفه عمرلور بشير
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.
