ژباړه: کوچۍ
د جنسي اړیکو د نیولو لپاره عمر
د بلجیم په قانون کې د جنسي اړیکې د نیولو یانې د کوروالۍ لپاره ۱۶ کاله عمر غوره شوی دی، یانې کله چې یو ماشوم هغه که هلک وي، یا نجلۍ کولای شي په خپله خوښه له هغه چا سره جنسي اړیکه ټینګه کړي، یانې کوروالي وکړي؛ چې د ده یا د دې ورسره رضایت یا خوښه وي.
ولې شپاړس کاله عمر غوره شوی دی؟
د دغه عمر د غوره کولو له پاره لاندې دلیلونه په پام کې نیول شوي دي:
۱ـ په یو مناسب عمر کې د لومړنۍ جنسي اړیکې ټینګول.
۱۶ کاله عمر د بدني او جنسي بلوغ عمر دی، دغه عمر کې د جنسي اړیکې ټینګول دواړو لورو ته روغتیايي زیان نه اړوي.
۲ـ د تصمیم نیولو وړتیا
په دغه عمر کې انسان کولای شي د ځان په اړه غوره او ښه تصمیم ونیسي.
څه وخت د شکایت حق لرئ؟
۱ـ سني ډیر توپیر د جزا وړ دی.
که چیرې له ۱۸ کلونو نه د لوړ عمر ځوان له ۱۶ کلونو نه د ټیټ عمر له نجلۍ سره کوروالي وکړي، دغه عمل د بې شرمه تجاوز یا حملې په ډله کې شمیرل کیږي، ولوکه د ټیټ عمر تن ورسره خوښه هم شته وي، چې د بلجیم قانون دغه ډول عمل ته درنه جزا ټاکي، چې وروسته به په دې اړه بحث وکړو.
۲ـ که چیرې له زور زیاتي نه کار اخېستل شوی وي.
لکه:
۱ـ تحدید
۲ـ فزیکي زور زیاتی
خو که یو ۱۴ کان هلک له ۱۳ کلنې نجلۍ سره جنسي اړیکه ټینګه کړي، او د دواړو خواو تر منځ خوښه او رضایت موجود وي، تاسو د شکایت حق نه لرئ، او که شکایت هم وکړئ، دوسیه مو نه څیړل کیږي.
جنسي زور زیاتی څه ته واي؟
ناغوښتې یا نه منل شوې جنسي اړیکه، جنسي زور زیاتی دی، لکه:
۱ـ رضایت شته نه وي: هر هغه جنسي یا سکسي چلند یا عمل چې د دواړو خواو ترمنځ په کې خوښه یا رضایت شته نه وي، هغه جنسي زور زیاتی بلل کیږي.
۲ـ د جنسي اړیکې له پاره د ځواک کارونه: یو لوری په جبر سکسي یا جنسي اړیکې نیولو ته اړ اېستل کیږي.
۳ـ دواړه خواوې برابرې نه دي: کله چې یوه خوا ډيره ځواکمنه وي، یا بله خوا له ۱۸ کلونو نه ټيټ عمر ولري او یا کوم معلولیت ولري، لکه له ذهني پلوه هوښیار نه وي، ړوند وي، کوڼ وي او داسې نور.
په بلجیم کې د قانون له مخې د جنسي زور زیاتي ډولونه
په بلجیم کې جنسي زور زیاتي د قانون له پلوه په څلورو حوزو وېشل شوي دي:
۱ـ بې شرمه یرغل یا حمله کول
۲ـ جنسي تجاوز
۳ـ د ټولیزو اخلاقو د حرمت سپکاوی
۴ـ فحشا او لهو لعب ته هڅوونه یا اړ اېستل
۱ـ بې شرمانه یرغل یا حمله کول
بې شرمه یرغل یا حمله کول، هغو جنسي اړیکو ته ویل کېږي، چې د فزیکي زور یا نورو لارو نه قرباني جنسي اړیکې نیولو ته مجبور کړای شي.
په دغه ډول جنسي زور زیاتي کې دخول نه اجرا کیږي، یانې د زنا تر حده نه وي.
د بې شرمانه حملې ډولونه
۱ـ په زوره لمس کول
۲ـ قرباني د جامو اېستلو ته اړ اېستل
۳ـ قرباني ستاسو یا د بل چا جنسي الې لمسولو ته اړ اېستل
۴ـ له ۱۶ کلونو نه د کم عمر ځوانانو سره جنسي اړیکه نیول
۵ـ د تناسلي الې نورو ته ښوونه
۶ـ بې اجازې نازول او ښکلول
د قانون له مخې بې شرمانه حملې د جزا بریدونه
د غه ډول زور زیاتي له پاره د بلجیم په جزايي قانون کې له شپږو میاشتو نه تر پنځو کلونو د بند جزا لري، که چیرې قرباني ډير ځوان وي او یا له زور زیاتي نه کار اخېستل شوی وي، کیدای شي جزا له دې نه سخته شي .
۲ـ جنسي تجاوز
جنسي تجاوز د جنسي یا سکسي زورزیاتي یو ډول دی، په دغه ډول زور زیاتي کې قرباني داسې جنسي اړیکې ته اړاېستل کیږي چې زنا ورسره وشي، یانې دخول اجرا شي.
د بلجیم د مجازاتو قانون جنسي تجاوز یا تیری دا سې تعریفوي چې:
ـ هر هغه عمل چې د هر شي په وسیله وي او په هر ډول وي، خو چې دخول صورت ونیسي، جنسي تیری دی، شرط یې دا دی چې مقابل تن خوښه ورسره نه وي.
د جنسي تیري ډولونه
۱ـ ماشومانو سره جنسي اړیکه نیول
۲ لواطت
۳ـ د خولې له لارې جنسي اړیکه هم جنسي تجاوړ ګڼل کیدای شي.
د قانون له مخې د جنسي تیري د جزا بریدونه
د جنسي تجاوز له پاره له پنځو نه تر لسو کلونو پورې د بند جزا ورکول کیږي، که د زور زیاتي پېښه په کې موجوده وي کیدای شي د حبس موده له شلو نه تر دیرشو کلونو اوږده شي، لکه د قرباني مرګ، یا په ماشوم او یا معلول جنسي تیری شوی وي.
د جنسي تیري پر مهال څه ډول او له چا نه مرسته وغوښتل شي
که چیرې تاسو د جنسي تیري قرباني یاست، یا تاسو د جنسي تیري له ګواښ سره مخ یاست کولای شئ له لاندې ادرسونو نه مرسته وغواړئ:
۱ـ CAW( د ټولیزې رفا او روغتیا مرکز): دوی Slachtofferhulp ( د قرباني مرکز) په نوم یو سرویس لري چې کولای شي، دوی تاسو سره پولیسو، ډاکټر یا محکمې ته هم ځي.
۲ـ که چیرې اضطراري حالت کې یاست، یا د جنسي تیري له ګواښ سره مخ یاست، کولای شئ چې نږدې د امن کور vluchthuis ته ورشئ.
۳ ـ دا ډول کولای شئ پولیسو ته شکایت وکړئ، پولیس به ستاسو د حیثیت او حرمت درنښت وکړي.
په ماشومانو جنسي تیری
د بلجیم د جزايي قانون له مخې له ۱۶ کلونو نه وړوکي انسان سره جنسي اړیکه نیول که نجلۍ وي، که هلک جرم ګڼل کیږي، خو که چیرې قرباني له څوارلس کلونو نه وړکي وي، ولوکه د هغه خوښه هم وي جنسي تیری ګڼل کیږي.
پر ماشوم د جنسي تیري قانوني جزا
د بلجیم د جزا د قانون له مخې پر ماشوم د جنسي تیري جزا له، په مشر تن د جنسي تیري له جزا سره ډیر توپیر لري ، چې په لاندې ډول واضیح شوې:ـ
۱ـ که چیرې قرباني غټ وي، مجرم ته له ۵ نه تر ۱۰ کلونو جزا ورکول کیږي
۲ـ که قرباني د ۱۰ او ۱۶ کلونو تر منځ وي ، مجرم ته له ۱۵نه تر ۲۰ کلونو جزا ورکول کیږي
۳ـ که قرباني له ۱۰ کلونو نه وړ وي، مجرم ته له ۲۰ کلونو نه تر ۳۰ کلونو جزا ورکول کیږي.
که چیرې تاسو په یوه ماشوم د تیري کولو شاهد یاست، او یا هم فکر کوئ چې په کوم ماشوم تیری کیږي:
۱ـ Vertrouwenscentrum kindermishandeling په تخصصي دفتر سره اړیکه ټینګه کړئ.
۲ـ ۱۷۱۲ نمبر سره اړیکه نیولی شئ.
۳ـ کورني ډاکټر ته ورتلی شئ
۳ـ د ټولیزو اخلاقو د حرمت سپکاوی
په بلجیم کې حیثیتي زورزیاتي تر سره کول او یا مرسته ورسره کول خپله یو دروند جرم ګڼل کیږي.
د حیثیتي زور زیاتي ډولونه
۱ـ لیکنې یا انځورونه
۲ـ د ما شومانو پورنو ګرافي یا د ماشومانو د سکسي حالت انځورونه
جزا
د بلجیم د جزا د قانون له مخې د دغه جرم تر سره کوونکي ته تر ۲۵ کلونو جزا ورکول کیږي.
که چیرې تاسو د حیثیتي زورزیاتي قرباني او یا یې له ګواښ سره مخ یاست، نو کولای شئ چې له لاندې ادرسونو نه مرسته وغواړئ:
۱ـ CAW( د ټولیزې رفا او روغتیا مرکز): دوی Slachtofferhulp ( د قرباني مرکز) په نوم یو سرویس لري چې کولای شي، دوی تاسو سره پولیسو، ډاکټر یا محکمې ته هم ځي.
۲ـ که چیرې اضطراري حالت کې یاست، یا دحیثیتي زورزیاتي له ګواښ سره مخ یاست، کولای شئ چې نږدې د امن کور vluchthuis ته ورشئ.
۳ ـ دا ډول کولای شئ پولیسو ته شکایت وکړئ، پولیس به ستاسو د حیثیت او حرمت درنښت وکړي
پورنو ګرافي
مخکې له پورونو ګرافي نه یادونه وشوه، پورونو ګرافي چې د لوڅو انځورونواو ویډیوګانو پرته د مقابل لوري د خوښې اخېستلو نه خپرولو ته ویل کیږي.
د کومو لوڅو انځورونو او ویډیو ګانو سودا ګري د جزا وړ ده یا جنايي پورنو:
لوڅ عکسونه او ویډيو ګانو خرڅول او کتل جزا نه لري، خو هغه پورنو یا لوڅ انځورونه او ویډيو ګانې چې د ګډونوالو له خوښې پرته اخېستل کیږي نشر ته سپارل کیږي یا نندارې ته وړاندې کیږي، د جزا وړدي چې کیدای شي له اتو ورځو نه تر شپږو میاشتو پورې حبس ورته وټاکل شي، خو د ماشومانو په اړه بیا په هر صورت کې د جزا وړ دي، چې د ماشومانو پورنو ډانلودول کیدای شي تر یوې میاشتې نه تر یو کال پورې جزا ولري او ۱۰۰۰ یورو جریمه، دا ډول د ماشومانو پورنو ګرافي جوړول ، نندارتون یې ، خرڅول او وېشل یې له یوه کال نه تر لسو کالو پورې جزا لري او تر ۱۰۰۰۰ یرو پورې نغدي جریمه.
۴ـ فحشا او لهو لعب ته هڅوونه یا اړ اېستل
فحشا
فحشا د پېسو یا نورو ګټوپه وړاندې د سکسي اړیکې نیولو ته ویل کیږي.د یوه چا فحشا ته تحریکول، اړ اېستل او هڅول، دا ډول له فحاشه خانې ګټه اخېستنه د بلجیم په جزایي قانون کې د جزا وړ دی
انساني قاچاق
د دروغجنو او تیر اېستونکو وعدو په وسیله نورو هیوادونو کې د یوې ښې راتلوونکې په هیله د ځوانو نجونو عزت خرڅونې ته اړ اېستل او یا د کار په نوم سکس اړوندو کارونه کولو ته انساني قاچاق وايي.
داوطلبانه عزت خرڅونه
کله چې د جنسي کارګر یا مشتري عمر له ۱۸ کلونو نه لوړ وي، کولای شي به خپله خوښه د عزت خرڅونې کسب خپل کړي،خو که فحشا ته وهڅول شي، یا مجبور کړای شي، بیا ډیره غټه جزا لري، دا ډول له ماشومانو نه په فحشا کې ګټه اخېستنه هم غټه جزا لري..
که چیرې تاسو له داسې ستونزې سره مخ یاست چې څوک مو په جبر او تحدید فحشا ته اړ باسي، کولای شئ چې ۱۷۱۲ نمرې سره اړیکه ونیسئ او مرسته وغواړئ.
د جنسي زور زیاتي نور ډولونه
محارمو سره کوروالي:
محارمو سره کوروالي د داسې چا په وسیله لکه مور پلار، ورور، تره ، ما ما او داسې نورو کسانو په وسیله جنسي سو استفادې ته وايي چې د قرباني په کورنۍ پورې اړه ولري.
په بلجیم کې له خپلوانو سره زنا کول کوم ځانګړی جزایي قانون لا تر اوسه نه لري، خو د دغه جرم، تکرار، شدت او وخت کیدای شي دبې شرمانه حملې یا جنسي تجاوز په شان ورته جزا وټاکل شي چې له شپږو میاشتو نه تر پنځلس کلونو پورې بند دی.خو که دغه اړیکه له کم عمره ماشومانو سره نیول شوې وي، نو جزا یې له دې نه شدیده کیدای شي.
د کار په ساحه کې جنسي زور زیاتی او زورونه :
له همکارانو نه د جنسي خبرو اخېستل یا دا ډول سکسي خبرو ته اړ اېستل، د هغوی وجود پرته له اجازې لمس کول، د هغوی پرته له خوښې ښکلول، دا ټول د کار په ساحه کې زور زیاتی ګڼل کیږي.
قانوني جزا
د کار په ساحه کې جنسي زور زیاتي د ډول او چلند له مخې جزا ټاکل کیږي:
۱ـ پرته له زور زیاتي جنسي زور ته له اتو ورځو نه تر یوې میاشتې بند او تر ۵۰۰ یورو نغدي جریمه ټاکل کیږي.
۲ـ که له تشدد نه کار اخېستل شوی وي، نو پرېکړه یې جنايي محکمه کوي، او جزای یې هم ځکه شدیده وي چې دغه عمل ته د بې شرمانه حملې او یا جنسي زورزیاتي په کچه ارزښت ورکول کیږي.
جنسي انحراف:
ځینې جنسي انحرافونه د قانون په وسیله د جزا وړ دي لکه جنسي انحراف، د سترګو په وسیله د شهوت تنده خړوبول، حیواناتو سره سکس.
د تناسلي الې پریکول: په بلجیم کې د ځوانو جینکو د تناسلي الې مکمل یا یوه برخه پرې کول، منع دی.
ټول هغه وګړي چې د جنکیو د تناسلي الې په پریکولو کې مرسته کړې وي، د له ۳ کالو نه تر ۵ کلونو پورې د بند په جزا محکومیږي، لکه:
۱ـ هغه تن چې د جنکیو تناسلي اله پرېکوي
۲ـ هغه تن چې د جنکیو د تناسلي الې په غوڅولو کې مرسته کوي.
۳ـ هغه تن چې د جنکیو د تناسلي الې د غوڅولو لپاره تبلیغ کوي.
که چیرې نجلۍ ل دغه عمل سره موافقه هم وي، بیا هم د جرم شریکانو ته جزا ورکول کیږي.
که چیرې مور او پلار خپله لور بل هیواد ته بوځي؛ او هلته یې تناسلي اله پرې کړي بیا هم دغه مور او پلار ته په بلجیم کې جزا ورکول کیږي.
که چیرې نجلۍ له ۱۸ کلونو نه وړه وي نو بیا په ماشومانو د جنسي زور زویاتي په ډول پېښه څیړل کیږي او شدیده جزا ورته ورکول کیږي.
په بلجیم کې د جرمونو د مجازات شدت او کموالی د جرمونو په تکراراو وخت، د قرباني په عمر اوحقایقو پورې تړاو پېدا کوي.