د بلجیم زرغون ګوند چې په فلندر کې د “خرون” په نوم پیژندل کیږي، یو مخ پر وده سیاسي ګوند دی چې پر چاپیریال ساتنې او اقلیمي پالیسیو ټینګار کوي.
دا ګوند په 1982 کې تاسیس شوی، خرون یا زرغون ګوند په ولونیا کې هم معادل ګوند لري چې د ایکولو په نوم یادیږي. دوی دواړه د بلجيم په کچه په ګډه کار کوي.
د خرون ایډیالوژي په زرغون سیاست، سوله او پرمختګ پالنه ولاړه ده، ځان د سیاسي ډګر په مرکز کې کیڼ اړخی ګوند معرفي کوي چې ملت پالنې ته ميلان نه لري.
دغه ګوند د ټولنیز عدالت، مساوي فرصتونو، بشري حقونو، او د باکیفیته ژوند ملاتړ کوي، چې موخه یې راتلونکي نسلونو ته د ځمکې ښه ساتنه ده.
خرون ګوند د حکومت پر پالیسیو د تقنیني وړاندیزونو په معرفي کولو کې هم فعال دی، لکه د ایکوسايډ د جرمي قانون په رامنځته کولو کې دې ګوند بلجيم د اروپا په کچه لومړنۍ هېواد معرفي کړ چې چاپېریال ته تاوان رسول په کې جنایت ګڼل کېږي.
که چېرې څوک په لویه کچه طبیعت ته تاوان ورسوي، مثلا یو ځنګل تخریب کړي دا کار لکه انسان وژنه شمېرل کېږي چې تر شلو کلونو پورې بند او تر 1.6 ميلیون ایرو پورې جریمه لري.
دا ګوند د بلجيم د سیاست په کچه په بېلابېلو موسسو کې غړي او استازي لري.
په اروپايي پارلمان کې یو، په فدرال پارلمان کې اته، په سنا کې څلور او د فلندر په پارلمان کې ۱۴ غړي لري.
د کډوالو په برخه کې د ملاتړ یا رد پاليسي نه لري او ځان بېطرفه ګڼي.
له 2022 کال څخه یې ناديه ناجي چې له مراکويي او نجیریايي الاصله پلار او مور څخه په بروکسل کې زږېدلې ده، له جیرمي وینیک هوټ سره په ګډه ددې ګوند مشري کوي.