• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د بلجیم په ټاکنو کې یو نوی بدلون – يوازې فلندر

Home بلجيمد بلجیم په ټاکنو کې یو نوی بدلون – يوازې فلندر
د بلجیم په ټاکنو کې یو نوی بدلون –  يوازې فلندر

د بلجیم په ټاکنو کې یو نوی بدلون – يوازې فلندر

د بلجيم د فلندر په سیمه کې د ټاکنو لپاره د ګډون مکلفیت له منځه لاړ. د روان کال د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د محلي ټاکنو لپاره د فلندر د سيمې اوسېدونکي نور مجبور نه دي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. ولې حق لري چې ګډون وکړي او خپله رایه وکاروي. خو که چېرې ګډون ونه کړي جریمه ورته نه استول کېږي.

تاسې ته به بلنلیک واستول شي ولې تاسې کولای شئ هغه بابیزه وګڼئ، البته پام مو وي په بروکسل او ولونیا کې لا هم د رایې ورکول جبري دي. د ټاکنو د قانون له مخې هغه څوک چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي دوی ته به جریمه استول کېږي، خو په تېرو ټاکنو کې ډېرو ښاروالیو دا جریمه نه ده استولې.

په بلجيم کې له ۱۸۹۳ کال راهیسې په ټولو ټاکنو کې ګډون جبري و. اوس په فلندر کې پرېکړه شوې چې دا جبر له منځه لاړ شي او خلک په خپله خوښه خپله رایه وکاروي. دا موضوع له پخوا د فلندر په کچه تر بحث لاندې وه، چې اوس پرېکړه وشوه چې خلک اختیار لري چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

کارپوهان وايي امکان لري ۳۰ سلنه فلمشیان په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. تاسې څه فکر کوئ څومره بلجيم میشتي افغانان به غوره وګڼي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، په ځانګړي ډول مېرمنې؟

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d