لیکنه: وسیمه حلیم
علت او د هغه درمل:
د بندونو(مفصلونو) شايعترين مرض دي.
چې په دې ناروغۍ کې د هډوکو بندونه صدمه ويني او د وخت په تيريدو يې له منځه وړي.
کله چې د ورځې په اوږدو کې د ګونډو یا زنګونو, ملا, لاسو او پښو په ساحه کې د ستړیا او سستۍ احساس پيدا کړو, نو پوه شئ دا حالت د روماتيزم نښه ده…!
د روماتيزم علايم:
د کار پر وخت درد وروسته له استراحته.
د انعطاف کموالی
درد له کوچنيو بندونو لکه د ګوتو منځ, د لاس بند ,څنګل او د پښو د ګوتو څخه پيليږي او ملا،ګونډو ته سرايت کوي.
د پيدا کيدلو علت:
تر اوسه په بشپړه توګه معلومه نده خو څو فکټورونه پکې دخيل ګڼل کيږي:
1-لوړ عمر: هغه کسان چې له 40کالو پورته عمر لري
2-جنس: ښځينه نسبت نارينه وو ته په دغه ناروغي ډير اخته کيږي.
3-ولادي ستونزې او ضربې
4-چاغوالی
اعراض:
1-د وخت په تيريدو درد او ناراحتي ډيريږي
يو پر دري 1/3 په روماتيزم روږدي خلک کيدی شي شديدي او سختي ناکرارۍ ولري.
کله نا کله له دې درده دومره ناکراره شي چي ناروغ له هغه مفصل یا بند څخه کار اخېستی نشي.
درملنه یا تداوي :
د درد کمولو لپاره ځينې لارې چارې
۱- په هر یو ساعت کې لس دقیقې مفصل یا بند ته استراحت ورکول.
۲- د فزيوتراپيست تر نظر لاندي ورزش ورکول، پياده تګ او لامبو هم توصيه کيږي.
۳-درد کمولو لپاره کيدی شي د يخ له کڅوړو هم کار واخلو.
۴-د درد او التهاب ضد درمل هم ناروغ ته توصيه کيږي.
د جراحي له لارې تداوي يي د مفصل د پاکولو څخه تر بشپړ تعويض پوري توپير لري
ناروغ ته لارښوونې:
۱مناسب غذايي رژيم
2-د توان تر حده د روږدي مفصل نه کار واخلئ.
3-درمل په وخت خوړل.