• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د بهرنۍ نیغې پانګوني یا FDI مؤخی، او هېوادني شته فرصتونه او ننګوونې .

Home اقتصادد بهرنۍ نیغې پانګوني یا FDI مؤخی، او هېوادني شته فرصتونه او ننګوونې .

د بهرنۍ نیغې پانګوني یا FDI مؤخی، او هېوادني شته فرصتونه او ننګوونې .

لیکنه: شوکت الله عابدافغان

په پیل کې د بهرنۍ پانګونې په اړه داسی وایو چې ” بهرنۍ پانګونه د نړیوالې سوداګرۍ هغه میتود دې چې د هیوادونو تر مینځ اقتصادی اړیکی پیدا کوی تر څو اقتصادی پرمختګ رامینځته شی ، له یوه هیواد بل هیواد ته پرمختللی ټکنالوژي او پانګه انتقال شی ، بشري ځواک وکارول شی او د نوینو تجاربو څخه استفاده وشی ، د کار زمینه مساعده شی ، د عوایدو سرچینه را پيدا شی او همدارنګه د صادراتو او وارداتو په پرمختګ کې هم مهم رول لرلی شی . چې دغه پانګونه  نړیوالو بازارونو ته د لاس رسی یو میتود هم بلل کیدای شي ” .

په حقیقت کې د هره  سوداګري مؤخي تر پیسو ګټلو محدودي نه وي بلکی د سوداګرۍ مؤخی او اهداف له هغه څه ډیر لوړ وی کوم چې مونږ مشاهده کوو .

بهرنۍ پانګونه ډیر مؤخی لری چې ځینې یی په لاندي ډول را خلاصه کوو :

  • د خرڅلاو کچه لوړول
  • د ګټې او مفاد کچه لوړول
  • نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کول
  • د تولید مصارف کمول
  • داخلی او کورنې مارکټونه او بازارونه ژغورل
  • د بهرنیو مارکیټونو ساتنه
  • د پانګې د انتقال سهولت محیاء کول.
  • تخنیکی او ټکنالوژي موخې تر لاسه کول
  • د بشری مسلکی ځواک کارونه
  • د مشتریانو رضایت ساتنه

 

په هیواد کې د بهرنۍ نیغې پانګووني شته فرصتون او ننګونی :

که څه هم زمونږ هیواد د مصرفی اقتصاد لرلو تر څنګ څو لسیزی په بدبختیو کې ښکیل پاتی شوی ، خو بیا هم د طالبانو د رژیم د ړنګیدو وروسته یو لړ اصلاحات او چاري تر سره شوی چې له امله یې کورني ناخالص تولید هم یو څه لوړ او او بهرنیو او نړیوالو سره مو اقتصاد اړیکی بیا ځلی راپيدا او پراخه کړي ، سیمیز اقتصادي تړونونه او نړیوال اقتصادی او سیاسی تړونونو خاوندان شو.

د ۲۰۱۶ میلادی کال په اوږدو کې مو د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا WTO غړیتوب هم تر لاسه کړي او او تر دې دمه ډیر بهرني پانګوال پانګونې ته را جذب کړي دي ، په عمده توګه په لاندی برخو کې بهرنۍ پانګونه ترسره شوی ده:

  • د عامه خدمتونو سکتور
  • د رغونی یا ساختمانی سکتور
  • د کرني او مالداری سکتور
  • د اوبو بندونو او انرژي سکتور
  • د کانونو په برخه کې او داسی نور

 

په هیواد کې بهرنۍ نیغی پانګوني پر مخ پرانیستی سکتورونه په لاندي ډول دي:

  • د کرني او مالدارۍ سکتور
  • د صنعت برخه
  • انرژۍ سکتور
  • بانکدارۍ او د بیمی سکتور
  • د مخابراتو سکتور
  • ترانسپورت او لوجیسټیک برخه
  • د رغونې یا ساختمانی سکتور
  • د کانونو برخه
  • همدارنګه د پانګوی د قانون د ۵ مادي په اساس غیر د منع شویو سکتورونو څخه نور ټول سکتورونه او برخې د پانګوالو پر مخ پرانیتسی دي .

زمونږ هیواد د ستراتیژیک موقعیت چې جنوبی آسیايې هیوادونو د مرکزی آسیاسی هیوادونو او نفتې ذخایرو سره نښلوی د خورا مهم رول لرونکي دي او کولی شی تر څو د آسیایی هیوادونو تر مینځ  داقتصادي پل رول ولوبوی .

نو همدا ستراتیژیک موقعیت ، مخ په زیاتیدو تقاضا او نفوس ، ازاد بازار ، غوره اومناسب مالیاتی سیستم په لرلو سره کولی شی ډیر نړیوال شرکتونه او کمپنې نیغی پانګونی ته راجلب کړي .

د سوداګري او صنایعو وزارت د چارواکو په قول بهرنې پانګونه دا ۲۰۱۶ کال تر وروستیو پوری ۱.۶ بیلیونه امریکايي ډالر ته رسیدلی وه .

تر ټولو زیاته پانګوونه په خدماتی سکتور کې تر سره شوی ده او هیوادوالو ته تر ټولو ډیره کاري زمینه د رغونی په سکتور کې محیاء شوی ده .

ننګوني :

د بهرنۍ نیغې پانګونې پر مخ پراته خنډونه بې له شکه اوسنې سیاسی ، اقتصادی ، امنیتی او بهرنیو مداخلو پوري اړه لري .

څه موده مخکې هغه سروي چې د سوداګري خوني یا  ACCI  په لاره اچولی وه په ټوله کې یې ۵ قسمه ستونزی په نښه ، تقسیم او رده بندي کړي دي .

  • امنیتی وضعیت
  • د منظم مارکیټ او تقاضا نه شتون
  • کمزوری زیربیناء
  • اداری ستونزی او
  • مالی سرچینو ته د لاس رسی ستونزی

په پورته ستونزو کې لومړي اوچته کچه د امنیتی ستونزو ده چې د ۵۳.۰۵ سلنه تشکیلوی او همدارنګه نوري ستونزی هم د ملاحظی وړ دی ، که څه هم دا سروي څه دپاسه یو کلنه ده خو مونږ لا هم د دې شاهدان یو چې په هېواد کې د خصوصی سکتور او پانګوالو پر مخ بلا امنیتی خنډونه شتون لري .

نو له همدې کبله که پورته ستونزی چې زمونږ د هیواد لپاره اساسی او عامې ستونزی یی هم بللی شو راکمې او د وخت په تیریدو سره حل شی ، نو د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ګراف به لوړ کورني تولید په وهڅیږي تر څو هېواد مو د خودکفایې په لور مخ په وړاندې ولاړ شي  او بالاخره د مصرفی اقتصاد څخه به د تولیدي اقتصاد په لور یو اقدام وي .

نوربیا

 

 

 

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری

د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری

Oct 26, 2016

لیکنه: شوکت الله عابد افغان د زراعتی تولیداتو او محصولاتود پرمختګ[...]

د افغانستان د سیندونو د اوبو مهار یو حیاتي او ملي پروژه ده !

د افغانستان د سیندونو د اوبو مهار یو حیاتي او ملي پروژه ده !

Oct 30, 2016

لیکنه: شوکت الله عابد افغان – بنګلور افغانستان د پراخه سیندونو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022