ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ که چېرې هیله من یې، چې درد او کړاو دې ښه او غوره پایله ولري، نو هېڅکله د ښوونکو خبرې خوارې او بې ګټې مه ګڼه او له فرمان څخه یې سر غړونه مه کوه .
۲ ـــ په ډېرو خبرو خپل درنښت له منځه مه وړه .
۳ ـــ د انسان له پاره تر ناپوه دوست، پوه دښمن ډېر غوره دی .
۴ ـــ د نړۍ له زړه ورو او د دښتو له څیرې کوونکو حیواناتو سره مخامخ شوم، خو یو یې هم د بد ملګري په شان په ما بریالی نه شو .
۵ ـــ ښکلی او د ښې راتلونکې لرونکی کس هغه څوک دی، چې عادل، نېک نومی او په خپل چال چلند کې د غوره تګ لارې لرونکی وي .
۶ ـــ تر ټولو ستره پوهه د الله (ج) عبادت دی .
۷ ـــ ټول دغه څلور څیزونه لټوي، خو ټول نه شي موندلای : روغه سټه، رښتینولي، خوشالي، او رښتینی ملګری .
۸ ـــ هېڅکله به له هغه څه څخه پښېمانه نه شئ، کوم چې په ژبه مو نه دي راوړي .
۹ ـــ که چېرې له ژوند څخه پورته کوم څه شتون ولري، نو روغتیا ده او که چېرې هغه ته ورته کوم څیز پیدا شي، بې اړتیایي او د طبیعت لوړوالی دی .
۱۰ ـــ که چېرې ټول خلک د په زړه پورې خبرو د کولو وړتیا نه لري، نو لږ تر لږه د چوپتیا له ساتلو څخه به عاجز نه وي .
۱۱ ـــ تقوا، پرهېزګاري ( له چا څخه تمه نه لرل ) او تېرېدنه هغه شیان دي، چې ژوند ورباندې آسانېږي .
۱۲ ـــ پوهان او پاک زړي کسان پوهېږي، چې د ژوند موده اوږده نه ده . د انسان جسم له دې او روح یې له بلې نړۍ سره تړاو لري .
۱۳ ـــ باید شونډې وتړو، مټې را ونغاړو، کار وکړو، باټې ونه وهو او باور وکړو، چې د بریا زرینه کیلي کار او زیار دی .
۱۴ ـــ شهوت ته ځان مه نږدې کوه، چې عقل درنه مخ اړوي .
۱۵ ـــ د ژمنې ماتول له شریعت او د خلکو له کولتور نه ډېر لرې دی .
۱۶ ـــ د عقل د قانون له مخې په هر کار کې باید فکر وکړو .
۱۷ ـــ ډېر غوره کار دادی، چې په ځوانۍ کې زده کړه وشي او په زړښت کې ترې ګټه واخیستل شي .
۱۸ ـــ هر څوک باید د نصیحت اورېدلو غوږونه ولري، زړه زده کړې ته وسپاري او دا بسنه کوي، چې د پوهانو ګټورې خبرې واوري .
۱۹ ـــ لوبه چې ښوونکې وي، نو غوره ده .
۲۰ ـــ د ناپوه له پاره تر خاموشۍ بله ښکلې او وړ ګاڼه نه شته .
۲۱ دریو کسانو ته خپل راز مه وایه : د ساده زړه لرونکي احمق ته، ډېرې خبرې کوونکي ته او ډېر دوستان لرونکي ته .
۲۲ ـــ د وخت سپېڅلی کس هغه څوک دی، چې شیطان یې له سمې لارې څخه ونه باسي او تل بې ګناه ژوند وکړي .
۲۳ ـــ هر څومره چې دښمن درسره مینه وکړي، په همغه اندازه ورنه لرې شه .
۲۴ ـــ انسان باید له ګناه څخه ډډه وکړي، هر هغه څه چې د ځان له پاره نه خوښوي، نو د خپل دوست او دښمن له پاره یې هم باید روا ونه ګني .
۲۵ ـــ هېڅکله دومره ټیټ او کمزوری شوی نه یم، چې چاپړوسي وکړم .
۲۶ ـــ جګړه که هر څومره پیاوړې وي، بې غولولو نه کېږي .
۲۷ ـــ عالم باید د غوسې اور د علم په اوبو مړ کړي او د هوس شیطان د پوهې په افسون په ښیښه کې بند کړي او د کارونو ترسره کول په مهربانۍ پیل کړي .
۲۸ ـــ د هوښیارانو په نزد د پاچاهانو له پاره څلور څیزونه عیب ګڼل کېږي : د جګړې په ډګر کې وېره، له بښنې څخه تېښته، د هوښیارانو رایه بې ارزښته ګڼل او په کارونو کې نا آرامي، بېړه او تلوار .
۲۹ ـــ هغه خبره چې ګټه نه لري، نه ویل یي غوره دي، بې ګټې خبره د هغه اور په څېر ده، چې لوګی یې زیات، تودوخه او لمبه یې ډېره کمه وي .
۳۰ ـــ د جګړې پرمهال هوښیار او د ځان ساتونکی واوسه . دا چې دښمن ستا په وړاندې ولاړ دی، نو ښه تدابیر ونیسه .
۳۱ ـــ پوهه د الله (ج) تر ټولو غوره ورکړه ده . پوه تل خوشاله دی .
۳۲ ـــ هر هغه څوک چې روغه سټه او ځواک لري، نو هېڅکله ناسمې خبرې نه کوي . ټول درواغجنان ناروغ، کمزوري او کرغېړن دي .
۳۳ ـــ د پوهې خاوندانو زړه هغه مهال خوشالېږي، چې بردبار وي او بې شرمه او بې حیا خلک ځانته نږدې نه کړي .
۳۴ ـــ سپېڅلی او ځیرک هغه څوک دی، چې لنډې او مانا داره خبرې وکړي .
۳۵ ـــ پوهان د هغه څه په اړه افسوس نه کوي، کوم چې له لاسه تللي، د هغو څیزونو په اړه نه خواشیني کېږي، کوم چې په ترلاسه کولو کې یې پاتې راغلي، دا چې د یوه څه په ترلاسه کولو کې له سختیو سره مخامخ شي، سست او ناهیلي کېږي نه .
۳۶ ـــ څوک چې خپله ژبه د بدو خبرو له کولو څخه وساتي، نو د هیچا زړه به ونه ځوروي.
۳۷ ـــ څوک چې د الله (ج) په حکمتونو باندې باور لري، د وخت په ښو او بدو پسې نه ګرځي، دا ډول بنده د الله (ج) په عبادت کې لا هڅه کوي، له بدو فکرونو او د شیطان له پیروۍ څخه ډډه کوي؛ بدې کړنې نه ترسره کوي او د بې ګناه خلکو له ځورولو څخه کرکه لري .
۳۸ ـــ هغه څوک چې د نورو په پرتله له خپل خدای (ج) څخه ډېره هیله او تمه لري، نو له نورو څخه زیات د ستاینې وړ دی .
۳۹ ـــ مال او شته هم د سرلوړی او هوساینې بنسټ او هم د خوارۍ او پرېشانۍ سبب دي . که چېرې د پوهې د قانون له مخې ولګول شي، نو خوشالي او نېک نوم به را منځته کړي، که چېرې همداسې پاتې شي او ونه لګول شي، نو د تیږې او مرغلرې بیه به یو شان شي .
۴۰ ـــ د هغه چا زړه د شیطان خونه ده، کوم چې پاچا ترې خوا بدی وي .
۴۱ ـــ که چېرې پاچا په تا باندې مهربان شو، نو مه بې ادبه کېږه، د پاچا زړه هغه اور دی، چې زمری ترې وېرېږي .
۴۲ ـــ د نوم لوړول له زړورتیا پرته ناشونی دی او وخت له ډارنو څخه کرکه لري .
۴۳ ـــ خبرې ګرځوونکی او کینه کښ شیطان چیچونکي دي . خبرې ګرځوونکی هېڅکله له درواغو پرته خپله خوله نه پرانیزي . خبرې یې تل بې رڼا وي . دومخی او خبرې ګرځوونکی تل د الله (ج) له مهربانۍ څخه بې برخې وي .
۴۴ ـــ بښونکی او د ښه خوی خاوند هغه څوک دی، چې د بښنې په ګاڼه ځان سینګار کړي. له ځوانمردۍ څخه دا ډېره لرې ده، چې یوه څه چاته وبښي او وروسته پرې احسان باروي .
۴۵ ـــ هغه څوک چې د ځان د هوساینې غوښتونکی وي، نو باید زغم او بردباري ولري، په دوستۍ او راکړه ورکړه کې خلک دوکه نه کړي . له چا څخه چې ګناه وویني ورته بښنه وکړي، کېنه کښ او ژر غوسه کېدونکی نه وي .
۴۶ ـــ دوستان د دښمنانو د ښکار له پاره غشی او لینده دي .
۴۷ ـــ هر څوک چې د نورو له برخلیک څخه پند وانخلي، نور به د ده له برخلیک څخه پند واخلي .
۴۸ ـــ هغه څه چې یاستئ تاسو په غوره توګه معرفي کوي، تر هغه څه چې وایئ یې .
۴۹ ـــ بخیل د خپل مال او شتو ساتونکی دی او د میراث له پاره خزانه لري .
۵۰ ـــ بوذرجمهر ته یوه ښځه راغله او له هغه څخه یې د یوې مسئلې په اړه پوښتنه وکړه، بوذرجمهر وویل : نه پوهېږم .
ښځې وویل : له پاچا څخه ډېرې پیسې او ډالۍ ترلاسه کوې او زما پوښتنې ته ځواب نه شې ویلی ؟
بوذرجمهر ځواب ورکړ : پاچا د هغه څه په بدل کې ماته پیسې راکوي، چې پرې پوهېږم، که چېرې د هغه څه بدل کې یې پیسې را کولی، چې نه پرې پوهېږم، نو د پاچا ټولې خزانې به تشې شوې وای .
You also might be interested in
ليکنه: شبیر احمد همدرد هر څوک غواړي چې ځوان پاتې شي[...]
لیکنه او ژباړه: مشتاق رحیم د خلکو پرمختګ او ورستوالې[...]
ژباړه: مجیب الرحمن اېمان په طبیعت کې د کارما په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی