لیکنه: ډاکتر میرویس حقمل
هغه عملیه ده چې په هغې کې یوه تیږه د فزیکي سامان آلاتو او یا التراسونډ په واسطه ماتیږي.
یا په بل عبارت؛ په کلیوي حویضه، حالب او یا مثانه کې د میخانیکي قوې او یا صوتي انرژي په مرسته د تیږي ماتول د لیتوتریپسي په نوم یادیږي.
یا په بل عبارت؛ لیتوتریپسي یوه طبي عملیه ده چې د بولي او صفراوي تیږو د ماتولو لپاره کارول کیږي.
لیتوتریپسي (Lithotripsy) کلمه له دوو یوناني کلمو څخه جوړه شوې ده چې Litho د تیږې او Tripsy د ماتیدو معنې لري.
معمولاً وړې تیږې د ادرار کولو په وخت کې په خپله لویږي، خو غټې تیږې بیلابیلو طبي پروسیجرونو لکه جراحي عملیات، لیتوتریپسي، PCNL (percutaneous nephrolithotomy )، Cystoscopy، Ureteroscopy او داسې نورو ته اړتیا لري ترڅو له عضویت څخه لرې شي.
په بډوډو کې د تیږو موجودیت د بډوډو د تخریب، وینې بهیدنې، درد او انتاناتو لامل ګرځي نو ځکه ښه خبره داده چې په مقدم ډول تشخیص او د لیتوتریپسي په مرسته ماته او بیا وایستل شي.
لیتوتریپسي ګن شمیر ډولونه لري، په ځینو کې له لیزر شعاع څخه (Holmium YAG laser ureteroscopic lithotripsy)، په ځینو کې له غږیزو څپو څخه (ESWL یا Electrohydraulic lithotripsy) او په ځینو کې یې له فزیکي قوې (لیتوتروپ) څخه ګټه اخیستل کیږي.
د lithotripsy ځینې ډولونه له دباندې څخه تطبیقیږي او ځینې نور یې د احلیل، مثانې او حالب له لارې تطبیقیږي.
د لیتوتریپسي ترټولو عام شکل له Extracorporeal shock wave lithotripsy (ESWL) څخه عبارت ده. Extracorporeal له بدن څخه د باندې (outside the body) معنی لري، په دې معنی چې Shock waves د یوه ماشین په مرسته له باندې څخه په بدن تطبیقیږي.
په ESLW کې د غږ له څپو څخه ګټه اخیستل کیږي ترڅو تیږې ماتې کړي، د غږ دا څپې د High energy shock waves په نوم یادیږي.
ESWL د بولي تیږو په درملنه کې یو بیساری بدلون رامنځته کړ، د لومړي ځل لپاره دغه فکر چې د Shock wave په واسطه تیږې ماتې کړو په ۱۹۵۰ میلادي کال په روسیه کې رامنځته شو.
په ۱۹۸۰ میلادي کال کې له دې څپو څخه د لومړي ځل لپاره په کلینیک کې ګټه واخیستل وشوه چې د پښتورګو تیږې یې په کامیابۍ سره ماتې او د کلیوي تیږو په درملنه کې د جراحي درملنې ځای ونیوه.
په ۱۹۸۲ میلادي کال کې په ( Human made 1) HM-1 لیتوتریپتور ( Lithotriptor) کې بدلونونه رامنځته شول او HM-2 جوړ شو. بیا په دې کې هم بدلونونه رامنځته او HM-3 چې ډیره کارونه لري په ۱۹۸۳ میلادي کال کې رامنځته شو.
له هغه نه وروسته په زرګونو تیږې ماتونکي ( Lithotriptors ) د نړۍ په بیلابیلو برخو کې کارول کیږي او په میلیونونو ناروغان په کامیابۍ سره ددې په مرسته تداوي کیږي.
دغه ټول ډولونه د انرژي سرچینې ته اړتیا لري ترڅو غږیزې څپې ( Shock wave ) تولید کړي. لومړی د التراسونډ یا فلوروسکوپ او یا دواړو په مرسته د تیږې ځای معلوم او بیا غږیزې څپې هلته مخامخ کوو، دغه څپې له بهر څخه وجود ته داخلیږي. دا څپې د Piezo-cermic یا Electromagnetic shock wave څخه عبارت دي چې د اوبو له وسط څخه تیریږي. په هره ثانیه کې ۲ شاکونه تولیدوي او د هرې تیږې د ماتیدو لپاره ۱۰۰۰- ۴۰۰۰ شاکونو ته اړتیا پیښیږي.
ESWL یو Non invasive پروسیجر ده چې لږ اختلاطات لري، ناروغ ته کومه صدمه نه رسوي او ناروغ ډیر ژر ښه کیږي.
له لیتوتریپسي څخه وروسته ماتې شوې تیږي لرې کیږي او یا هم له ادرار سره لویږي. د لیتوتریپسي عملیه تقریباً ۴۵ – ۶۰ دقیقي وخت نیسي.
په دې عملیه کې معمولاً ناروغ ته عمومي بیهوشي ورکول کیږي تر څو د درد احساس ونه کړي، ځینې وخت ناروغ ویښ وي او حتی اجازه ورکول کیږي چې د پروسیجر څرنګوالی د التراسونډ او یا اکسرې د مونیتور په صفحه په خپله تعقیب کړي.
ناروغ ته sedative او انتي بیوتیک درمل توصیه کیږي ترڅو ناروغ آرامه او د انتاناتو له مداخلې څخه مخنیوي وشي، همدارنګه ناروغ باید شخصي جامې لرې او د روغتون جامې واغوندي.
مخکې له دې چې لیتوتریپسي ترسره شي؛ لومړی باید د ناروغ بشپړ او دقیق شالید واخیستل شي، یو شمیر درمل لکه aspirin، Ibuprofen او د وینې رقیق کونکي (warfarin) درمل د عملیې په وخت کې د وینې بهیدنې لامل ګرځي چې په پایله کې د وینې علقه رامنځته او د تیږو د بیا جوړیدو لپاره یوه مناسبه زمینه برابروي، همدا لامل دی چې ناروغ باید ددې ډول درملو له اخیستلو څخه منع شي. ناروغ باید لږ ترلږه شپږ ساعته مخکې روزه نیولې وي او د پروسیجر څخه یې دوه ساعته مخکې روغتون ته مراجه کړې وي.
لیتوتریپسي معمولاً یو OPD پروسیجر دی؛ په دې معنې چې ناروغ زیاتې مودې بستر ته اړتیا نه لري، که ناروغ عمومي انستیزي نه وي اخیستې نو له پروسیجر څخه وروسته د دوو ساعتونو لپاره په کلینیک کې ساتل کیږي او بیا رخصتیږي، خو که چیرته یې عمومي انستیزي اخیستي وي نو کولی شو د یوې شپې لپاره یې په روغتون کې وساتو او په سبا یې رخصت کړو. له رخصت څخه وروسته ناروغ ته په کور کې د دوو ورځو استراحت او د زیاتو اوبو او مایعاتو اخیستل توصیه کیږي ترڅو د تیږو پاتې ټوټې هم له ادرار سره ولویږي.
ځینې ناروغان کیدای شي د لیتوتریپسي په ترڅ کې داخلي وینه بهیدنه ورکړي؛ نو ځکه د اړتیا په صورت کې باید ناروغ ته وینه تطبیق شي. کیدای شي یو شمیر ناروغان د انتان له ریسک سره مخامخ شي؛ په دې حات کې باید مناسب انتي بیوتیک ورته توصیه شي، په یوشمیر ناروغانو کې شدید دردونه رامنځته کیږي؛ به دې حالت کې باید یو مناسب د درد ضد درمل توصیه شي، ځينې وخت ماتې شوي تیږې د کلیوي تخریب او یا د ادرار د جریان د بندیدو لامل ګرځي.
ددې پروسیجر په ثانوي اختلاطاتو کې د وینې لوړ فشار او کلیوی عدم کفایه شامل دي چې په ځینې ناروغانو رامنځته کیږي.
ښې ګڼې :
۱- کومې بې هوشۍ ته اړتیا نه لري.
۲- کولی شو چې د Outpatient procedure په شکل یې ترسره کړو.
۳- له ۲٫۵ سانتي مترو څخه وړې تیږې ښې میده کیږي.
۴- سختې تیږې او د اګزالاتو تیږې د ESWL په واسطه ښې له منځه ځي.
۵- کولی شو ESWL بیا بیا تکرار کړو، البته په مختلفو وختونو کې.
۶- که چیرته ESWL ناکام شي نو باید PCNL ترسره شي.
د ESWL اختلاطات:
۱- کلیوي هیماتوم. ۲- شدیده هیمچوریا. ۳- د مجاورو جوړښتونو زخمي کیدل.
۴- کیدای شي ماتې شوې تیږې په حالب کې بندې شي.۵- انتانات. ۶- که چیرته په عین وخت کې د دواړو خواوو ESWL ترسره شي نو کیدای شي د پښتورګو د بې کفایتۍ لامل وګرځي.
مضاد استطبابات:
۱- بلاربښت. ۲- د وینې بهیدنې تشوشات ( Bleeding disorders ). ۳- هغه ناروغان چې بطني انیوریزم ولري.۴- Sepsis او کلیوي عدم کفایه چې د سیروم کریاتنین له 3mg% څخه زیات وي.
۵- د بولي لارو حاد انتانات. ۶- د وینې بهیدنې ستونځې چې د درملنې وړ نه وي (Uncorrected bleeding disorders or coagulopathies).
۷- د بولي لارو د بعیده برخو بندښت. ۸- ډیر چاغوالی او ارتوپیديک انومالي ګانې چې ناروغ سم وضعیت نشي نیولی او اکثراً دا پروسیجر له ناکامۍ سره مخامخ کیږي.
۹- کلیوي انومالی ګانې لکه horseshoe kidneys او حوصلي کلیې.
د Shockwave Lithotripsy په واسطه درملنه د ناروغ د وینې د فشار د لوړیدو لامل ګرځی نوځکه هغه ناروغان چې له مخکې څخه یې د وینې فشار لوړ وي باید د Shockwave Lithotripsy په واسطه تداوي نه شي. یو لړ څیړنو دا ثابته کړې ده چې Shockwave Lithotripsy د ناروغ د وینې فشار لوړوي.
یو شمیر فکتورونه وجود لري چې دLithotripsy په وخت کې؛ د پښتورګو د ترضیض اندازه زیاتوي، دا فکتورونه عبارت دي له:
۱- د شاکونو د تعداد زیاتوالی چې ناروغ یې ترلاسه کوي.
۲- په یوه کمه موده کې د زیات شمیر شاکونو تطبیق.
۳- د لوړ Voltage یا لوړ Power عیارول.
۴- د ماشومانو د پښتورګي یا د یوه بې کفایته پښتورګي درملنه.
د Lithotripsy په واسطه کیدای شي په پښتورګو کې ارجاع کیدونکي ( Reversible ) او یا نه ارجاع کیدونکي (Irreversible ) بدلونونه رامنځته شي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو:
I- د ارجاع وړ بدلونونه:
۱- متوسط تیوبولي نکروز ( Mild tubular necrosis) .
۲- په کلیوي تیوبولونو کې د کاسټونو او لختې رامنځته کیدل.
۳- په تیوبولي لومن کې د وعایي بدلونونو رامنځته کیدل (vascular changes of tubular lumen).
۴- د متوسط کلیوي پاړسوب او خونریزي رامنځته کیدل.
II- غیر قابل ارجاع بدلونونه چې د پښتورګو د انساجو د ضیاع لامل ګرځي:
۱- د نفرونونو مآوفه کیدل ( Disruption of nephrons) .
۲- د بډوډو زیات پاړسوب.
۳- د قشر او مخ لویې علقې ( Large hematomas of cortex and medulla).
۴- د شریانونو او وریدونو څیرې کیدل او بدښت ( Rupture and occlusion of veins and arteries).
۵- د ګلومیرولي او د کلیوي تیوبولونو د شاوخوا شعریه اوعیو څیرې کیدل ( Fracture of glomerular and peritubular capillaries).
You also might be interested in
لیکنه: ډاکتر میرویس حقمل د سترګو د ګاټو له تیزو،[...]
لیکنه: ډاکتر میرویس حقمل د سترګو د ګاټو له تیزو،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی