ليکنه: صميم عارف
- د بیان له آزادۍ مثبته استفاده کیږي که د مغرضو ګاونډیو سیاسي اجنډا پرمخ وړل کیږي؟
د بیان آزادي د یو ولسواک (دیموکراتیک) حکومت او ټولنې یقیني کولو لپاره یو خورا اړین اصل دی. د بیان آزادي یواځې رسنیو پورې نه محدودیږي بلکه د هر وګړي حق دی تر څو په دولتي چارواکو نیوکه وکړي، مدني حرکتونه وکړي، په حیاتي موضوعاتو مناظرې او مناقشې وکړي او حکومت دې ته اړ باسي تر څو خپلې پالیسیانې، پلانونه او پرېکړې ولس ته په ډاګه کړي.
د بیان آزادي نه یواځې پورتنۍ ذکر شوي موضاعات را پنځوي بلکه په یوه ټولنه کې د تعقل او منطق د انکشاف سبب هم کیږي. د امریکا د کلمبیا پوهنتون رئیس، لي بالېنجر، چې د بیان د آزادۍ په هکله یې ډېرې څرګندونې کړې او لکچرونه ورکړي، د بیان آزادي یې په یوه ټولنه کې د زغم د انکشاف او انعکاس لپاره ډیره ضروري بللې ده.
رسنۍ په معاصره زمانه کې د حکومتي بنسټونو (اجرائیه قوه، مقننه قوه او قضائیه قوه) سره جوخت څلورمه ستره او څارګره قوه بلل کیږي ځکه نوموړی بنسټ د ټولنې د ښېګڼې لپاره تل حکومتي فعالیتونه څاري او د ولس غږ تر حکومته رسوي. افغانان یواځې شا او خوا ۱۳ کاله کیږي چې له رسنیو او مطبوعاتو برخمن دي او د تېرو دیارلسو کلونو را هېسې له ۱۰۰ څخه ډېر تلویزیونه، ورځپاڼې، راډیو ګانې او پر لیکه مطبوعاتي مرکزونه پرانېستل شوي او فعالیت کوي. نوموړي مرکزونه د نړیوالو سازمانانو او د افغان دولت په مرستو د پام وړ پرمختګونه کړي خو تشې او ستونزې لا هم شتون لري.
رسنیو او مطبوعاتو ته د آزادۍ سره ځېنې مسؤلیتونه هم متوجه کیږي چې د هغې له جملې څخه یو څو دا دي: ملي ارزښتونو ته دروناوی لرل، ټولنیز رواني حالات نه مغشوشول، ځمکني بشپړتیاو ته خاص پام کول، شخصي حریمونه سره پام کول، امنیتي حالات له ګواښ سره نه مخ کول، مذهبي شخړو ته لمن نه وهل ، ناسم راپورنه وړاندې کول او داسې ډېر نور اخلاقي قوانین دي چې باید رسنۍ ورته پام وکړي.
رسنۍ باید تل د حقیقت لټه وکړي او هغه خپور کړي خو له بده مرغه چې ځېنې افغاني ورځپاڼې او تلویزیونونه پورتنۍ ټول اخلاقي ارزښتونه او قوانین تر پښو لاندې کړي او د حقیقي او حیاتي موضوعاتو پر ځای خپل د نشراتو ډیری وخت یې سیاسي پروپاګنډا ته وقف کړی. څیړنیز راپورتنګ د ژورنالېزم او رسنیو یو ستر مسؤلیت دی چې اکثره رسنۍ په افغانستان کې له دې ژورنالېستیکي اصل څخه تېښته کوي.
په هېواد کې طبي خدمات څنګه دي؟ آیا افغاني شرکتونه صحي دواګانې واردوي؟ آیا طبي ډاکټران مسلکيان دي؟ آیا واردېدونکي او هېواد کې دننه تولیدېدونکي خوراکي توکې صحي دي؟ آیا په مارکېټ کې د نرخونو کنترول شته؟ د دولتي ځمکو غاصبین څوک دي؟ د ټولنې د وېښتابه لپاره څه کول پکار دي؟ د لوړو زدهکړو خصوصي او دولتي بنسټونه څنګه خدمات عرضه کوي؟ کوم مالیاتي قوانین د افغان دولت او ولس په ګټه تمامېدلی شي؟ او ګڼ نور داسې پوښتنې دي چې رسنیز پوښښ ته اړتیا لري خو له بده مرغه چې زمونږ ځېنې ورځپاڼې او تلویزیونونه د نوموړو موضوعاتو د پوښښ پر ځای د مخربو سیاسي کړیو او مغرضو ګاونډیو کرغیړن سیاسي اجنډا پر مخ بیایي، تل یو طرفه او د هېواد په زیان قضاوتونه کوي او تل کوښښ کوي چې سیاسي مخالفتونو ته لمن ووهي. تل د پخواني دولت ناکام سیاسیون بحثونه ته راغواړي او د هغوۍ لیکل شوي تبصرې په ورځپاڼو کې خپروي. تل هڅه کوي چې قومي شخړو ته لمن ووهي او ځېنې رسنۍ خو ان د اساسي قانون سره په ټکر خپل پوښښ وړاندې کوي. د اطلاعاتو کلتور وزارت هم د یوې فلج ادارې په څېر د هېڅ کنترول واک نلري او لږ تر لږه هڅه یې هم نه کوي.
د دغې ځېنو رسنیو ستونزو ته په کتو سره یوه پوښتنه را ولاړیږي: آیا افغانستان د بیان دومره آزادۍ ته آماده و/دی؟
[review]