د ځواکمن څښتن په سپېڅلي نامه
په دې وروستيو کې د افغانستان د بيا رغونې ټکنی بهير د بېلا بېلو لاملونو له کبله لا پسې ټکنی شوی دی او ډېرو سيمو کې بنسټيزې پروژې په ټپه درېدلې دي. د سړکونو، ښوونځيو، روغتونونو او برېښناکوټونو ډېرې سترې او وړې پروژې يا خو په نيمايي کې پاته شوې دي او يا ېې هم د کار بهير ډېر ورو دی. په ډېرو سيمو کې پیل شوې پروژې چې ځينې برخې ېې بشپړې شوې وې، بېرته ورانې شوې دي او د بيا پیل په صورت کې له سره رغونې ته اړتيا لري.
پاکستان د افغانستان په بې امنۍ او د پروژو په نه پلي کېدو کې څه رول لري؟
د افغانستان په کليو او بانډو کې د بيا رغونې او مرستو بهير څه ډول دی؟
طالبانو ته د د بيا رغونې د پروژو څومره برخه رسيږي؟
افغان حکومت له پروژو څه ډول څارنه کوي؟
د بيا رغونې افغان شرکتونه څه دريځ لري؟
دې پوښتنو ته د ځواب لپاره د افغانستان په جنوب کې د يوې پروژې په اړه د سيمې د څو تنو اوسېدونکو او عیني شاهدانو د سترګو ليدلی حال وړاندې کوم:
د افغان دولت له لوري د بهرنيانو له لوري د مرسته شوو پیسو څخه د زابل او کندهار ولايتونو تر منځ لرې پرتو کليو او بانډو ته چې له د پاکستان په ګاونډ کې پرتې دي، د سړک جوړولو تابيا کيږي او په خورا لوړ قېمت له يوه افغاني شرکت سره چې خاوند ېې د همدې سيمو اوسېدونکی دی، قرارداد کيږي. همدا شان دا شرکت د بې امنۍ کبله د څلورنيم سوو امنيتي کسانو لګښت هم تر لاسه کوي، تر څو په اړونده سيمه کې د کار پر مهال امنيت ټينګ کړي. قراردادي سيمې ته ځي خو هلته ېې طالبان د کار مخه نيسي، ځکه نو قراردادي پاکستان ته مخه کوي او يو پاکستانی له خپل ځان سره شريک نيسي. پاکستانی کس په پاکستان کې له طالب مشرانو سره اړيکه نيسي او د ټاکلې سلنې په تر لاسه کولو سره د سړک جوړولو اجازه ترې اخلي، خو شرط ېې دا دی چې د سيخ او سمنټو په شان رغنيز توکي له پاکستان څخه يوسي.
د سړک جوړولو کار پیل کيږي او په خورا ټيټ کيفيت وړاندې ځي. څه موده وروسته له کابل څخه اړونده دولتي ادارې بيا کتونکي انجينران د کار د کچې او څرنګوالي کتلو لپاره سيمې ته د تګ هوډ کوي. ياد کسان له څو امنيتي کسانو سره سيمې ته رسيږي او هلته ېې موټر په مخکې خښ شوي ماين برابريږي. په چاودنه کې دوه انجينران وژل کيږي او مړي ېې د پاکستان له لارې کندهار او بيا کابل ته لېږدول کيږي. له همدې چاودنې سره د سړک کار په ټپه دريږي او قراردادي شرکت چې ښايي له اتيا په سلو کې تر لاسه شوو پیسو ېې يوازې دېرش په سلو کې لګولې وي، په خپله مخه ځي او له خپل پاکستاني شريک سره په کابل کې د موټرو د ډيجيټل کتنې شرکت پرانيزي.
دا له هغو سلګونه پېښو څخه يوه ده چې د افغانستان د بيا رغونې بهير ېې له ستونزو سره مخ کړی دی. له طالبانو او پاکستان پرته سيمه ايز چارواکي او ټوپکيان هم د بيا رغونې د چارو پر وړاندې ستر خنډونه دي. په دې وروستيو کلونو کې د فساد لمنې په خپرېدو سره سيمه ايز چارواکي او ملېشې تل د بيا رغونې په پروژو کې خپله غوښنه برخه غواړي او د نه ورکړې په صورت کې له انسان تښتونې نيولې تر وژنو، بم اېښودنو او سوځونو مخ نه اړوي. په لرې پرتو سيمو کې افغان امنيتي ځواکونه هم په دې فساد کې ښکېل دي او د پروژو له پلي کوونکو په زغرده د پيسو غوښتنه کوي.
دوام لري…
محمود سعيد