لیکنه: امان الله اېمان
ولسمشر غني واک ته له رسیدو سره سم، د لوړې د مراسمو په لومړنۍ تاریخي وینا کې د افغانستان نړیوالې اړیکې په ۵ کړیو کې تعریف کړې. په دغه پنځو کړیو کې لومړي له ګاونډیانو، بیا د سمیې له هیوادونو، ورپسې له اسلامي نړۍ او په پای کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې په نوې بڼه تعریف شوې، د افغانستان د نړیوالو اړیکو دغه نوی تعریف او تشخیص چې ولسمشر غني ګډونوالو او نړیوالو ته وړاندې کړ، د تیورۍ په حد کې ټولو ته په زړه پورې ځکه و، چې که په عمل کې په هماغه تعریف شوي ډول پلې، تشخیص او اولویت بندي شوې وای، د افغانستان په نړیوالو اړیکو کې تر ډیره بریده یوه ښه او ګټوره موازنه رامنځته کیدای شوای، خو په عمل کې هغسې ونه شول.
د نوي حکومت د نهه میاشتو په تیریدو، له وضعیته ښکاري چې په عملي ډګر کې د روانو اړیکو بهیر، ګاونډ او د سیمې هیوادونه شدید اندیښمن کړي چې په پایله کې، ددې پرځای چې د ګاونډ او سیمې ځواکمنو هیوادونو وضعیت ته ګواښ پيښ شي، په خپله دغه اندیښنو د افغانستان پر امنیتي او هر اړخیزه وضعیت باندې یو بد اثر پریباسلی دی او هر څه د خرابۍ پر لور درومي، دغه بحراني وضعیت په هیواد کې د ننه ولس، له پاکستان سره د هغو اړیکو جوړولو او د هغوی د صداقت او مرستې په راجلبولو کې قرباني بولي، چې پاکستان پکې په هیڅ ډول ريښتونی نه دی.
د افغانستان پر وضعیت د پاکستان، ایران، روسیې، چین او منځنۍ اسیا ګاونډ هیوادونو او د هند، روسیې او امریکا د سیمې د زبرځواکو او اغیزمنو هیوادونو په توګه اغیز لري، روان وضعیت داسې زباتوي چې پاکستان ته په دغو اړیکو کې دومره ارزښت ورکړل شوی چې د نورو یادو هیوادونو اندیښنې او اړیکې له پامه لویدلې دي، په دغه تحلیل کې د هر هیواد د اړیکو په روان بهیر او د هغوی په اندیښنو لنډې خبرې کوو:
غني له ولسمشر کیدو دوه ورځې وروسته په ډیره بیړه له امریکا سره جنجالي امنیتي تړون (BSA) په داسې حال کې لاسلیک کړ، چې د سیمې او ګاونډ هیوادونو اندیښنو ته یې له سره نه پام وکړ او نه یې وخت ورکړ، پخواني ولسمشر کرزي ددغه قرارداد لاسلیک له ځینو داسې شرطونو سره غوټه کړی و، چې د افغانستان له ملي منافعو لکه د امنیت ټینګښت، سوله، اقتصادي پراختیا سره یې نیغ تماس درلود او ښایي ددغه قرارداد د لاسلیک له درکه یې د ګاوندیو اندیښنې هم له پامه نه وې ایستلې. ددغه تړون د منلو او لاسلیک په اړوند، یو کال وړاندې رابلل شوي د لویې جرګې موافقه هم مطلقه نه وه، ولسمشر کرزي د BSA د نه لاسلیک په پایله کې د امریکا دښمني ومنله، اما د خپلو غوښتنو له تضمین پرته یې تړون تر پایه لاسلیک نهکړ، غني نه یوازې چې ددغه تړون په عجولانه لاسلیک سره یې په هیواد کې سوله د مرغۍ پۍ کړله، د افغانستان په قضایاوو کې د دخیلو ګاونډیانو اندیښنې یې هم له یاده و ایستلې، د یو ولسمشر په توګه هغه دا مهلت هم له منځه یووړ، چې ددغه تړون تر لاسلیک مخکې یو ځل ولسمشر پوتین ته ډاډ ورکړي چې د یو ګاونډ په توګه تاسو باید له دې درکه اندیښنه ونه لرئ، هغوی د یو ګاونډ په توګه په دې باب اندیښنې لري او حق یې و، چې اندیښنو ته یې غني ځواب ویلی وای چې دا کار یې ونه کړ.
د منځني اسیا هیوادونه روسیې ته د خپلو ولایاتو په څير ارزښت لري او د هغوی تر امنیت پورې د روسیې غوټه بولي، نن ددغه تړون له لاسلیک څخه او په ورته وخت کې په غیرمترقبه توګه د جنګ د جغرافیې بدلون د روسیې په شمول د منځني اسیا ګاونډ هیوادونه شدید اندیښمن کړي دي او زموږ په نړیوالو اړیکو یې ښه سم منفي اغیز پریباسلی دی، موږ ددغه تړون په بې قید شرط لاسلیک سره د دومره ګاونډ او سترو ځواکونو دښمنۍ په غاړه واخستې په داسې حال کې چې ددغه تړون لاسلیک د افغانستان لپاره تر اوسه هیڅ ګټه نه ده کړې، ځکه هیڅ پکې تضمین شوي نه دي، جګړې خپله لمن ټول هیواد ته پراخه کړې، د سولې لپاره هیڅ تضمین نشته، د جګړې شته بڼه ایجابوي چې زموږ ځواکمن ګاونډیان د جګړې له دغه انکشاف څخه شدید اندیښمن شي، په عمل کې د جنګ ددغه پراخیدونکې جغرافیې لامل، ددغه تړون د لاسلیک لامل بولي چې دقیقا منفي اغیزې به یې په افغان حکومت او افغانستان باندې جوتې وي، دغه شان، په دغه تړون کې د ګاونډ هیواد ایران اندیښنې هم له پامه ولویدې، له یمن جګړې څخه بې دلیله ملاتړ او د ایران اندیښنې په پام کې نه نیول، هغه لاملونه دي چې نن ایران له طالبانو سره د کلونو کلونو بدي په ورورۍ بدله کړې او هغوی ته یې رسمي دفتر پرانیستی دی!
په دوهم ګام کې، ولسمشر غني د پاکستان د همکارۍ د راجلبولو او طالبان د سولې پروسې ته راوستلو په کاذب باور، په یو نامنتظره اقدام کې، له ISI سره تفاهمنامه هم لاسلیک کړه چې څو ځله یې په ولسي او دیپلوماتیکو مجالسو کې د هغو له لاسلیک څخه رټ انکار کړی، لیکوال ته د هند یو دولتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې حتی ولسمشر غني هند ته د سفر پرمهال صدراعظم نندرا مودي ته هم ویلي وو: ( له ISI سره د هیڅ تفاهم په اړه نه خبر یم او نه څه ورسره لاسلیک شوي دي!) په داسې حال کې د ولسمشر غني ددغه انکار په هکله دغه دولتي چارواکي د تمسخر په موسکا بدرګه کوله. کله چې ددغه تفاهملیک په اړه د غني انکار د قاطعیت برید ته ورسید، ځینو داخلي رسنیو د غني د ادعا د غلط ثبوت لپاره، د تفاهملیک متن ترلاسه او خپور کړ، غني په همدې موخه پاکستان ته په داسې حال کې ګڼ سفرونه وکړل چې یو ځلې د پاکستاني پوځ مشر هستوګنځي ته هم ورغی، که چیرته په عمل کې پاکستان د غني له حکومت سره د طالبانو په وړاندې خپله تیره د حمایت پالیسي بدله او د سولې په پروسه کې یې عملا مرسته کړې وای، ښايي افغان ولس د پاکستاني پوځ د مشر هستوګنځي د غني ورتګ د توجیه وړ بللی وای، له هغه پرته، دا یوه دیپلوماتیکه تیروتنه وه، خو نن چې پر پاکستان د غني د بېحده خوشباورۍ له کبله، د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب او طالبان په داسې حال کې په جګړه کې لاځواکمن شوي چې دا دریم ځل دی د هیواد په شمال او مرکز کې ځینې ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ کیږي، نو راحیل شریف ته د یو ولسمشر په توګه د غني ورتګ په عام ولس کې د غني پر وړاندې هم غوسه زیاته کړې ده. عامه ذهنیت داسې انګیري چې ولسمشر غني پاکستان په داسې حال کې په روانه لوبه کې تر حد امتیاز ورکوي چې پاکستان ورسره د چل پالیسې مخته وړي، په نتیجه کې د غني د حکومت او امنیتي وضعیت لا په خراب لوري درومي، پاکستان به هیڅ کله عملا طالبان د خبرو میز ته کښننوي، جګړه په تیر۱۴ کلن تاریخ خپل شدید اوج ته رسیدونکې ده. په دغسې وضعیت کې خلک ځانته ددې پوښتنې حق ورکوي، چې په دغسې کاذبه د اعتماد په فضا کې، پاکستان ته بیا دومره امتیاز د څه لپاره؟؟؟
دا ګام په داسې مهال کې د افغان حکومت له لوري پورته کیږي، چې دغه وضعیت او د ځینو نورو هیوادونو اندیښنو ته نه پام، د سیمې هیوادونو اړیکې په بې سابقه توګه له افغان حکومت سره ترینګلې برید ته رسولې دي، پاکستان ته دا ډول یو اړخه امتیازات منل طبعا چې هند ته د اندیښنې وړ وي، هند چې له افغانستان سره د یوې متقابلې رابطې په اساس دوستانه اړیکې پالي او د سیمې په کچه یې د هیواد په بیارغونه کې د پام وړ ونډه اخستې ده، له پاکستان سره د غني د ډیر بېمعنی نږدیوالي او ددغه هیواد له استخباراتي ادارې سره د تفاهملیک د لاسلیک په خاطر اکثره د بیارغونې کارونه نیمکښه او یا په ټپه درولي دي! له پاکستان سره د بې معنی اړیکو د ښه کولو په تشه هیله، د لومړي ځل لپاره، له هند سره د افغانستان اړیکې په دومره لوړه کچه ساړه برید ته رسیږي. که څه هم د کرزي د واکمنۍ پرمهال له هند سره د افغانستان د نږدې اړیکو په اړه پاکستان شدیده اندیښنه ښودلې، اما دغو اندیښنو ته د افغان لوري له خوا تل ډاډ ورکړل شوی چې هیڅکله به له هند سره د دوستۍ اړیکې د پاکستان د منافعو خلاف ونه کارول شي. په عمل کې له هند سره د افغان حکومت نږدې اړیکې هیڅکله د پاکستان پر ضد نه دي کارول شوې. په نتیجه کې ویلی شو، افغانستان په داسې حال کې د هند په شان د یو ځواکمن دوست هیواد سره اړیکې د پاکستان د ګرانبیه دوستۍ په نتیجه کې خراب لور ته وړي، چې پاکستان تر ننه خپله ریښتونولي له افغان لوري سره نه ده ثابته کړې او امنیتي وضعیت ورځ بلې خراب شوی، چې په دې کې پاکستان د یو مسوول لوري په توګه دخیل بلل کیږي!
په دې ټولو سربیره، ولسمشر غني په ډیره بیړني تصمیم کې، په یمن کې د ایران- سعودي د ګټو په روانه جګړه کې د عربستان په مشرۍ له ایتلاف څخه خپل ملاتړد یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان کړ، په داسې حال کې چې سعودي اړخ افغان لوري ته ددغه ملاتړ په بدل کې هیڅ امتیاز نه دی منلی، نه د سولې په پروسه کې د همکارۍ او نه د سعودي له سرشاره مالي منابعو څخه له افغان پوځ سره د مرستې په اړه. هیښوونکې خو دا وه، چې دغه ملاتړ د مسلمانانو له قبلې څخه د دفاع په نوم عنوان شو، له دې جګړې څخه په پاس عنوان دفاع هیڅ منطق نه شي توجیه کولی! په داسې حال کې، چې په عمل کې افغانستان نه ددې جوګه دی چې د یمن په جګړه کې دې په عملي توګه د سعودي مرسته وکړي او نه د افغانستان د یمن له جګړې سره کومې ځانګړې ګټې تړلې دي چې دومره عاجلانه ملاتړ یې دې شوی وای، د غني ددغه تصمیم زیان دادی، چې دا لومړی ځل دی، د غني ددغه عجولانه پالیسۍ له کبله ایران له طالبانو(خپل قسم خوړلي مذهبي دښمن څخه) بربنډ ملاتړ ته ملا وتړله، ایران اوسمهال په پلازمنیه تهران کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیستی او په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون بلنه ورکوي، هغوی یې عملا د یو سیاسي جریان په توګه په رسمیت منلي، افغانستان ته له کومې ګټې پرته، دا ملاتړ د ایران په څیر د یو ځواکمن ګاونډي په دښمنۍ تمامه شوه! ګواکې موږ په لوی لاس له ایران سره خپلو دوستانه متقابلو اړیکو ته کوږ مسیر انتخاب کړ.
ایران په تیرو کې له امریکا سره د مخالفت با وجود، له افغان حکومت سره متوازنې او له نړیوال وقاره ډکې اړیکې پاللې، موږ په دې اړه حتی د پاکستان له دیپلوماسۍ هم زدهکړوه ونه کړه، د پاکستان له پوځ او حکومت سره چې عربستان څومره مرستې کړي ښایي په هغه اندازه هیڅکله له افغان پوځ او حکومت سره نه وکړي، اما ددې باوجود د پاکستان حکومت له دغه جګړې څخه د سعودي ملاتړ ونه کړ، خو افغان حکومت داسې یو عجولانه ملاتړ له دې پرته چې په دې نازکو شرایطو کې موږ په نړیواله کچه په اړیکو کې منزوي کړي، بله ګټه نه لري.
نتیجه ګیري:
له یمن جګړې څخه بې ګټې ملاتړ له ایران سره اړیکې سړې او طالب له دغه فرصته د خپل سیاسي مشروعیت لپاره ګټه پورته کړه. په داسې حال کې چې ددغه حمایت په مقابل کې افغانستان ته سعودي عرب د هیڅ مالي او سیاسي ملاتړ تضمین نه دی ورکړی.
دغه شان، افغانان ISI ته د خورا بدنامې ادارې په سترګه ګوري، په تیرو ۱۳ کلونو کې د هیواد واکمنې کړۍ دا ظرفیت درلوده، چې دغه دوزخي اداره په یو دفاعي حالت کې یې تم کړي، له دغې ادارې سره لاسلیک شوي تفاهملیک دغه فشارونه له دغې ادارې کم کړي، په داسې حال کې ددغو اړیکو مدیریت په تیر حکومت کې د افغانستان په ګټه و او ISI یې ټولې نړۍ ته د طالبانو د یوې حامي ادارې په توګه ورپيژندل شوې وه، د ننګرهار لپاره د طالبانو د نومول شوی والي په پيښور ښار کې وژل کیدل، ددغه تفاهملیک په اړه د خوشبینۍ د ثبوت او د افغان لوري په ګټه تعبیرول او وړاندې کول به له سادهګۍ او یو ښه تصادف پرته بل څه نه وي. په داسې حال کې چې ددغه تفاهم لیک د اندیښنو له کبله، د هند په څیر له یوه ځواکمن هیواد سره مو اړیکې خراب لور ته سوق کړې دي.
په ورته وخت کې، له امریکا سره د BSA له کوم تضمین پرته لاسلیک د ایران په شمول، له ځینې ځواکمنو ګاونډیانو سره اړیکې د سوړوالي په لور روانې کړي دي. د روسیې په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه په دې اړوند د خپل امنیت په باب شدیدې اندیښنې لري.
له ځواکمنو ګاونډیو سره د افغانستان اړیکې په داسې حال کې د سوړوالي لاره خپله کړې، چې جګړې لمنه لاپراخه کړې، له امریکا او پاکستان سره د لاسلیک شویو تړونونو په مقابل کې د افغان لوري د ټینګ ملاتړ هیڅ نړیوال تضمین نشته او افغانستان په یوازې ځان ددغه جګړې د مدیریت وس نه لري، چې د ملکي خلکو او افغان امنیتي ځواکونو تلفات په بې سابقه ډول ورسره زیات شوي دي. د ملګرو ملتونو د اسنادو له مخې، موږ هغومره ملکي او نظامي تلفات په میاشت کې لرو، لکه پخوا به مو چې د یو کال په جریان کې درلودل!!
د افغانستان له حالاتو او وضعیت څخه د یادو اغیزمنو هیوادونو سره د اړیکو دغه پیکهتوب، په دې منتج شوی چې په ولس او سیاسي محافلو کې دې کرزی د یو هنرمند سیاستمدار په توګه یاد شي او خلک دې د غني د حکومت د سقوط خبرې بار بار تکرار کړي! غني لا هم وخت لري چې خپلو افغاني ګټو په کتو، له هیوادونو سره سم تصامیم ونیسي او په دغو اړیکو کې د خپل هیواد په ګټه انډول رامنځته او دغو اړیکو ته سم جهت ورکړي.
د پاسني تحلیل په پایله کې، له یادو او مطرح ګاونډ هیوادونو د اړیکو پیکهوالي، د افغانستان د روانې جګړې ملاتړ کمزوری کړی او جګړه ورځ تر بلې اور اخلي. دا چې داغه وضعیت به په څه باندې ختم شي، وخت به یې ځواب ورکړي.