د Baloise په نوم د موټرونو د بيمي شرکت پرېکړه کړې چې د هغو موټر چلوونکو بيمې ختمې کړي چې دوی شراب یا الکول څښي. ځکه دوی وايي په دې خلکو کې د شرکت تاوان دی.
د بلجيم د ترافیکي خونديتوب انسټیټیوټ د شمېرنو له مخې، په بلجیم کې یو په سلو کې د ټرافیکي پېښو لامل الکول دی. دا د حادثاتو دریم لوی سبب ګڼل کېږي، چې تر چټکۍ او د جلو تر شا د موبایل له کارولو وروسته راځي.
د نيوزبلډ ورځپاڼې د راپور له مخې د بالويسې بیمې شرکت پرېکړه کړې چې د هغو موټر چلوونکو بیمه لغوه کړي چې د الکول د څښلو له امله د ټرافیکي پېښو قرباني شوي دي. دا پرېکړه د هغو کسانو لپاره هم ده چې لومړی ځل یې دا ډول پېښه کړې وي. همدارنګه، دغه شرکت نور نشهيي چلوونکي نه بیمه کوي.
عموماً، د بیمې شرکتونه کولای شي د هر ډول قرارداد لغوه کولو پرېکړه وکړي، خو دا کار یوازې د زیان اړوند حادثې تر حل وروسته کېږي. د بالويسې لومړنی بیمه شرکت دی چې د نشهيي چلوونکو بیمه په ځانګړې توګه ختموي.
هغه کسان چې د الکول څښلو په حالت کې د ټرافیکي پېښې مرتکب کېږي، په راتلونکې کې به ورته سخته وي چې د خپل موټر لپاره د بيمې شرکت پیدا کړي.
کېدای شي نور شرکتونه هم د Baloise لاره تعقیب کړي، ښايي ځینې موټر چلوونکي نور د موټر بیمه ونشي کولای او یا یې بيمه د نورمالو کسانو په پرتله ډېره قيمته وي.
تاسې په کې څه وایاست؟
