لیکنه .پروفیسر C.V.R.Murty د هندوستان کاپور انستیتوت کې پروفیسر .
ژباړه: انجینر محمد فرید عاطف .
په اوسپنیزو ودانیو کې ،د پایو هغه مشترکې برخې چې د بیمونو سره د تقاطع په برخه کې راځې د بیم-پایې جینټ بلل کیږي.څرنګه چې ددې برخې مرکبه مواد محدود مقاومت لري،نو ځکه جینټونه هم د محدودې قوې لیږد ظرفیت لري.کله چې د زلزلې پرمهال له دې محدود زیاتې قوې پرې عمل وکړي ،نو جینټونه تخریب کیږي .ددې تخریبو شوو جینټونو ترمیم ستونزمن کار دی نو ځکه باید هڅه وشي چې د زیانمنیدو او تخریب یې مخه ونیول شي.د بیم –پایې جینټونه باید داسې ډیزاین چې د زلزلې د ټکانونو د اغیزو پروړاندې مقاومت وکړي.
د جینټونو د زلزلې خاصیت . EARTHQUAKE BEHAVIOUR OF JOINTS
د زلزلې د ټکانونو لاندې ،د جینټونو سره څیرمه بیمونه په همغه طرف (د ساعت د عقربې مطابق او د ساعت د عقربې خلاف) د مومنټونو سره مخ کیږي .ددې مومنټونو لاندې،په بیم –پایې جینټ کې برني سیخان په یو طرف راکشیږي ،لاندې سیخان په بل طرف کشیږي .دا قوې په جینټ ساحه کې د سیخانو او کانکریټو ترمنځ د منځ راغلو نښتلوتشنجاتو (BOND STRESS) یا پیوندولوتشنجاتو په واسطه په توازن کیږي .که دلته پایه پوره پراخه نه وي او یا هم په جینټ کې کانکریټو مقاومت ټیټ وي ،د کانکریټو سره سیخان پوره نه نښلي او ددو ترمنځ نښتل کمزوري وي .په داسې شرایطو کې سیخان د جینټ ساحه په طرف ښویږي او بیم د بار د لیږد ظرفیت له لاسه ورکوي.
سربیره پردې د سیخانو په لاندې او باندې انجامونو کې د راکشولو او ټیل وهلو (PULL-PUSH) قوو د عمل لاندې ،جینټونو کې هندسي تخریب پیداکیږي .د جینټ یوه ضلعه اوږدیږي او بله یی لنډیږي .که د پایې عرضي مقطعې سایز پوره مناسب نه وي ،په جینټ کې شته کانکریټو کې وتري درزونه پیداکیږي.
د بیم –پایې جینټ تقویه کول . REINFORCING THE BEAM-COLUMN JOINT
په جینټ ساحو کې باید د وترې درزونو او کانکریټو ماتیدو څخه مخنیوی وشي څو اوسپنیزکانکریټي کرکاس ودانۍ وکولی شي د زلزلې پروخت ښه مقاومت وکړي .د غټ سایز پایو کارول ددې لپاره موثره لاره ده .سربیره پردې د پایو د ګژدمکونو نژدې ځای په ځای کول هم ضرور دی چې د جینټ په ساحه کې سره متحد وساتي .وسطي پایې سیخان هم د جینټ د کانکریټو د احاطه کولو او افقي عرضي قوو په مقاومت کې موثر تمامیږي.
زیاتو د ګژدمکونو ورکول زیاتو هڅو ته اړتیا لري.د هندوستان سټنډرډ اداره سپارښتنه کوي، د جینټ کې په ساحه کې د متقاطع ګژدمکونو د پایو چاپیره راتاول ضرور دي .په عمل کې دا داسې کیږي چې د فرش په لیول کې دټولو بیمونو طولاني سیخان او ګژدمکونه یو اندازه شي بیم قالب لپاره چمتو شي او بیا دننه شي.دا کیدای شي هرځای کې عملي نه وي .
د بیم د سیخانو انچور کول یا لنګر کول . ANCHORING BEAM BARS
د جینټ په ساحه کې د بیم سیخان نیول لومړی د غټ سایز پایو په کارولو ښه کیږي .د هندوستان د سټندرډ په مطابق د زلزلې په III,، IV، V زونونو کې دعرضي مقطعې هرطرف لږترلږه 300 MM پراخوالی ولري کله چې اتکايي بیمونه له 5M زیاته وایه ولري او یا کله چې د پوړونو یا بیمونو ترمنځ پایه له 4M زیات اوږودوالی ولري.دACI کوډ بیا سپارښتنه کوي چې د پايې پلنوالی باید ورڅیرمه بیم د کارول شوي طولاني سیخ د غټ قطر د سایز 20 چنده څخه کم نه وي.
په باندنیو جینټونو کې چیرته چې بیمونه په پایو کې نور ختمیږي او له هغې وراخوا نور بیم نه وي ، بیمونو طولاني سیخان باید د پایې سره انچور شي یا لنګر شي څو په جینټ کې سیخ ونښلي .د انچور اوږودوالی د Fe415 ( (415Mpa لپاره د سیخ د قطر 50 دی . دا اوږودوالی د پایې له مخ څخه د انچور شوي سیخ تر اخره پورې اندازه کیږي.په وړو پلنوالیو کې چیرته چې بیمونو سیخان غټ قطر لري،د بیم بره برخې سیخان په پایه کې ننویستل کیږي کوم چې بیم برخې کانکریټ اچول کیږي او یوه برخه یې لاندې وي .
کله چې پایې بره برخې او بیم بره وتلې برخې کانکریټ اچول کیږي دا ستونزمنه ده چې داسې بیم ځوړندې برخې بره سیخان په خپل ځای وساتل شي .سربیره پردې ،له 90 درجو وراخوا عمودي فاصله په بیمونو کې د انچور په ورکولو کې دومره موثر نه وي ،له بله اړخه ،که د پایې پلنوالی کم وي ،نو کیدای شي پایې ته د بیم غزول شوي سیخان د بیم بره برخې څخه (soffit) څخه ونه غزول شي.نو ،په کار ده چې پایې مناسب پلنوالی ولري .په باندنیو جینټونو ،د بیم سیخان (بره او لاندې دواړه) ضرورت دی چې جینټ ته ننوځي پرته له چې سیخان قطع شي په جینټ ساحه کې .همدارنګه دا سیخان باید د پایې سیخانو سره ځای په ځای شي پرته له کوږوالي .