د بېکارۍ د معاشونو په اړه دا نوی قانون د هغو کسانو لپاره خورا جدي دی چې د اوږدې مودې لپاره بېکاره پاتې شوي دي. دا بدلون د بلجیم د اوسني حکومت د هغې تګلارې برخه ده چې غواړي خلک د کور ناستې پر ځای د کار بازار ته داخل کړي.
دلته د دې قانون جزیات په لاندې ډول دي چې څوک خپل معاش له لاسه ورکوي:
- د بېکارۍ د مودې محدودیت
هغه 11000کسان چې د جنوري په لومړۍ نېټه خپل معاش له لاسه ورکوي، په لاندې کټګورۍ کې راځي:
دا هغه کسان دي چې د اوږدې مودې لپاره (معمولاً له دوه کلونو ډېر) بېکاره پاتې شوي او په دې موده کې یې په کافي اندازه د کار کولو هڅه نه ده کړې یا یې د کار د ادارې لکه په فلانډرز کې VDAB یا په والونیا کې Forem وړاندیزونه رد کړي دي.
حکومت اوس د بېکارۍ معاش ته د یو موقتي ملاتړ په سترګه ګوري، نه د دایمي عاید په سترګه.
2 څوک ترې اغېزمن کیږي؟
هغه کسان چې فعال نه دي، هغه بېکاره کسان چې د کار موندنې ادارو ته د مرکې لپاره نه حاضریږي یا د روزنې (Training) له پروګرامونو ډډه کوي.
هغه ځوانان چې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته یې تر اوسه کار نه دی کړی او یوازې د “انتظار معاش” (Inschakelingsuitkering) اخلي، تر ډېر فشار لاندې دي.
3. استثناوې (څوک یې نه له لاسه ورکوي؟)
دا قانون په هر چا نه پلي کیږي. لاندې کسان لا هم خپل معاش ساتلی شي:
هغه کسان چې د روغتیايي ستونزو له امله کار نشي کولی یانې معلولیت لري.
هغه کسان چې د کار کولو قانوني عمر لکه ۵۵ یا ۶۰ کلنۍ ته نږدې دي.
هغه کسان چې په فعاله توګه د کار په لټه کې دي او ثبوتونه لري. - له دې وروسته به دا خلک څه کوي؟
دا 11000 کسان چې معاش یې بندیږي، له مالي پلوه به له ستونزو سره مخ شي. هغوی باید ډېر ژر یو کار پیدا کړي.
یا هم د خپلې سیمې د ټولنیزو مرستو ادارې (CPAS/OCMW) ته مراجعه وکړي ترڅو د ژوند لږترلږه مرسته (Leefloon) ترلاسه کړي، کوم چې د بېکارۍ له معاش څخه کم وي او سخت شرایط لري.
