• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د بې حیایۍ زیانونه!

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد بې حیایۍ زیانونه!

د بې حیایۍ زیانونه!

لیکنه: شبیر احمد همدرد

هوښیار انسان تل کوښښ کوي چې له ګنهګار نه لرې اوسي، په داسې حال کې چې ګنهګار سړی د بل ګنهګار په لیدو سره سمدستي په ګناه اخته کیږي.

د یو انسان د بد اخلاقه کیدو تر ټولو لوی سبب د الله تعالی له دین نه لرې کیدل او په جرئت سره ګناه کول دي.

بې حیاء انسان په خپل هره خبره کې کنځلې کوي چې له امله یې خلک له ده څخه بې زاره کیږي او هر غیرتي او دینداره انسان غواړي چې له دغسې انسان نه لرې اوسي.

نیکان خلک په ډیر عاجزۍ او وقار سره جومات ته ځي خو بې حیاء انسان د حیاء د نشتوالي لا امله داسې ور روان وي ته به وایې چې زندان ته وړل کیږي او بیرته له ټولو نه مخکې له جومات نه ووځي .

نور خلک په خوش اخلاقي سره خبرې کوي خو بې حیاء انسان ډیر په بد اخلاقي او له بد ژبې څخه کار اخلي.

که په کومه معامله کې له انسان نه غلطي وشي د بخښنې اخیستلو پر ځای داسې سپکې سپورې ورته وایې چې په اوریدو یې سړي ته حیاء ورځي.

الله تعالی فرمایې:د یو داسې انسان اطاعت مه کوه، چې د هغه زړه موږ له خپل یاده غافل کړی دی او دخپل نفس پیروي یې غوره کړې ده او دهغه کړنلاره په افراط او تفریظ باندې ولاړه ده.(الکهف ۲۸)

بل ځای کې فرمایې:

ښه فکر وکړئ څوک، چې پړمخی روان وي ، هغه د زیاتې سمې لارې میندونکی دی اوکه هغه چې جګ غاړه سم په په یوه هواره سرک باندې وي؟(الملک  ۲۲)

سید قطب رحمه الله ددې ایت په تفسیر کې لیکي: په لومړنی حالت کې هغه چاته اشاره ده چې د ګناهونو ژوند تیروي او په دوهم حالت کې هغه چاته اشاره شوې، چې د هدایت په لاره روان وي او ګواکې چې په نیغه لاره روان دی.(في ظلال القران)

الله تعالی په حیواناتو کې د شهوت غریزه ایښې خو عقل یې نه دی ورکړی او له همدې امله چیرته او کله چې وغواړي خپل خواهش پوره کوي.

له بله لوري الله تعالی انسان اکرم یعنې عزمتند پیدا کړی او هغه پر شهوت یې څه بندیز هم لګولی دی خو انسان بیا هم دا ټول بندیزونه له پامه غورځوي او پخپله خوښه چې هر وخت او په هر ځای کې چې وغواړي د حیواناتو په څیر خپل شهوت پوره کوي او دا ویره ورسره نه وي چې الله ج به یې وویني او د هغه پر وړاندې له حیواناتو نه هم سپکیږي ځکه شهوت ټول حدود یې مات او له پامه وغورځول.

یو عالم څه ښه وایې: الله تعالی ملایکه پیدا کړه عقل یې ورسره ورکړه خو شهوت څخه محفوظ شو ، حیوانات یې پیدا کړه او شهوت یې ورته ورکړه او عقل یې ورته ورنه کړه او انسان یې پیدا کړه شهوت او عقل دواړه یې ورته ورکړه که انسان له شهوت څخه ډډه وکړه نو له ملایکو څخه هم پاک او سپیڅلي دي او که له شهوت څخه یې استفاده وکړه نو له حیواناتو څخه هم بد تر دي(حرام طریقې سره).

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

هر ماشوم ته دغه اته کلمې ضرور دي چې ولیکل شي!

Dec 19, 2017

لیکنه: شبیر احمد همدرد د خط لیکل ستاسې ماشومانو ته ډیر[...]

معلم

Dec 19, 2017

لیکنه: شبیر احمد همدرد معلم د دیوې ټولنې د ملا[...]

د ژوند چاپیریال باید له ککړتیا وژغورو!

Dec 18, 2017

لیکنه: شبیر احمد همدرد د ژوند د چاپیریال نړیواله ورځ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022