د تاریخ زړه پاڼې
شفیق امیرزی
زده کړې مې وکړې، د نړۍ د ډېرو هېوادونو او ملتونو تارېخ مې ولوست خپل تاريخ مې هم ولوست کلي ته ولاړم هر څه مې په ذهن کې وو.
کله مې چې له ځان سره فکر کاوه نو دې پایلې ته به رسېدم چې د نړۍ هغه ملتونه چې ما یې په اړه څه اورېدېلي وو یا لوستلي څومره فرق کړی دی؛ پخوانی تاریخ یې څنګه دی اوس په کوم حالت کې دي امریکایان ځنګلي خلک وو کرستف کولمب نړۍ ترې خبره کړه،له هغه ځایه یې د نړۍ تر ټولو عام مرض (سګرت) رواړل هغوی نه دومره متمدن وو نه یې دومره تاریخ لاره لکه مونږ؛ اروپایان هغه وخت ړانده وو، چې مونږ(اسلامي نړۍ) د پوهې عینکې په سترګو لرلې.
د اروپا د ړندوالي په وخت کې زمونږ د هېواد په شمول اسلامي نړۍ لوی تمدن جوړ کړی وو. شاعران لیکوالان پوهان، جنګیالیان همدلته وو لوی ویاړونه یې نړۍ ته پرې اېښي دي.
جاپان لوګۍ شو، اېرې شو او آسمان ته لاړ مګر دا لکه یوه ګیاه چې یوازې پاڼې یې رژېدلې وي خو رېښې یې ژوندۍ وي بېرته سر له خاورو را پورته کړ، یو بوډا پورته شو ويې ویل، راځی چې خپل هېواد په پوهه جوړ کړو، نورو ورسره ومنله د جاپان د بخت لمر ورځ په ورځ له وریځو را وتلو او رڼایې دومره ډېره شوه چې جاپان یې تر بل هر ځای روښانه وساته.
پر هندیانو به کلونه کلونه پردیو خلکو حکومت کاوه، دوی پخپله خاوره کې د پردیو عسکر وو. د بېګانوو ساتنه به یې کوله دوی به د اکبر پادشاه یا جهانګیر د دربار ساتندویان وو، انګلیس په خپل وار زړه ورباندې یخ کړ،که څه هم هر یوه ورته تمدن پرېښود، خو دو ډېری وروسته پوه شول چې مونږ له دې نه ښه کارونه کولی شو نو یې د خپل هېواد چارې پخپله سمبال کړي.
خو کله به مې چې خپل کلي ته وکتل نو ما ته به یې ډېر پخوانی تاریخ را یاد کړ هر څه بې لاسوهنې ښکارې مونږ د تاریخ په هماغه زاړه مخ کې یو کورونه مو خړ پړ خټين دي، فکرونه مو د تاریخ په هر دور کې د یوه استعمار په لاس کې دي او یا که پوره یې نه دي خپل کړي دومره خو یې کړي چې د خپلو چارو سمبالښت ته یې آرام نه یو پرې اېښې.
کله به مې چې کېږدۍ به غرو کې پلنې ولېدې د غرو لمنې به مې له رمو ډکې ولېدې خوند به مې ترې اخیست خو ما ته به د غره په سر کې بېټ نیکه(رح) په سترګو کې را وګرځېد چې ناست دی د خدای(ج) عبادت کوي او دا شعر یې په ژبه دی:
هلته دي د غرو لـــــــــــمنې
زمونږ کېږدۍ دي پکې پلنې
ما به همداسې لیدل چې د نيکه په وخت کې به هم مونږ داسې وو اوس هم داسې یو لکه هغه وخت هغه رمه هغه کېږدۍ او هغه د غرو لمنې له ۱۴۰۰ کاله پخوا نه چې مونږ همداسې یو خو د نړۍ پرمختللو هیوادانو یوازې په ۲۰ مه پېړۍ کې دا هر څه تر لاسه کړل.
مونږ د زړو په ګامونو ګامونه اېږدو که مو پلار او نیکه زدکړه نه ده کړې مونږ یې هم نه کوو خپلو بچو ته هم وایو چې پلار د ډاکټر وو که نیکه؟
هر څه مو له تصنع پاک دي ونې مو پخوانۍ دي اصلاح شوې ونې په خپله مځکه کې نه پرېږدو ځکه په هغه کې د نورو چل را ته ښکارېږي، حتی وایې د زراعتي غوا شېدې مردارې دي.
دا بدلونونه تاریخ او یا د تاریخ لیکوالانو په روایتونو کې نه دي راوړي دا ټول بدلونونه ملتونو را منځ ته کړي لیکوالان یې مجبوره کړي تر څو د دوی ویاړ خوندي کړي.
هر ملت چې له خوبه پاڅي نو لومړی دا وګوري چې په کوم ځای کې پروت دی بیا د درېدو کوښښ کوي کله چې پوره پوه شو چې اوس له خوبه وېښ دی ټول بدن یې تعادل لري په پښو ولاړ دی بیا دا پوښتنه کوي چې چا غورځولی یم.
خو زمونږ ملت لا ويده دی پر خپل ځای پروت دی سترګې یې پټې نيولې لاس تپوي وايي چا پورې وهلم؟
لومړی په پښو ودرېږه بیا وګوره چې چا پورې وهلی یې که پخپله ولوېدې ويده شوې او ټوټه ټوټه شوې هېڅ ملت تر هغه نه لوړېږي تر څو د ژوند لارې چارې لوړوځایو ته برابرې نه کړي.
مونږ هله د غره سر ته ختی شو، کله چې وغواړو پرته له غوښتلو کېدل ناشوني دي، د ملتونو وښتیا د هغو په پوهه کې ده، په بدلون کې ده، او په نوي فکر کې ده کله چې ټولنه له دوديزوالي ووځي هغه مجبوره ده چې نوې څېره خپله کړي، نوي څېره به د علم، فن، پرمختګ او هنر څېره وي.
You also might be interested in
ژباړه: شرر ساپی ابوطالب په فکر کې ډوب و، په مخ[...]
له ټولو د مخه د لومړیتوب د ښکلې پښتو[...]
لیکنه: بصیرالحق عادل په ياده ټولګه کې چې ليکوال يې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی