پر بشر د تاوتریخوالي بېلګې په هغو ټولنو کې چې تر نورو ډېرې وروسته او د پرمختګ څرخ پکې ورو پر مخ ځي لا ډېرې دي او د دې زیان اړونونکي عمل د مخنیوي هڅې هم په وروسته پاتې ټولنو کې کمرنګې وي.
په افغانستان او د نړۍ په ډېرو نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د سازمان په نامه ډېرې ادارې او اورګانونه د بشر د ژوند د بقا او د بشر پر وړاندې د ننګونو او ستونزو د هواري لپاره فعالیتونه کوي. دغه سازمانونه فعاله کاري ټیمونه لري چې دوی په هره سیمه کې د ټولنې له مشرانو او نورو رهبري ادارو او عامو خلکو سره په تماس کې وي او هغه پېښې چې د دوی کاري مسوولیت وي له ځان سره ثبتوي او تر هغې وروسته خپل راپورنه اړوندو ادارو ته سپاري. د بشرحقوقو نړیوال سازمانونه د همدغو مالومات پر بنسټ خپل کلني راپورونه خپروي چې د هرې سیمې په اړه د بشري پېښو شمېر، عوامل، د مخنیوي لارې چارې او نور پکې خپاره شوي وي.
د تاوتریخوالي کلیمه په رسنیو کې ډېر کلیشه او سولېدلې ښکاري او کله یې چې څوک واوري، نو سمدستي یې ذهن ته پر ښځو د تاوتریخوالي بېلګې راشي، خو تشدد یا تاوتریخوالی یوازې پر ښځو نه کېږي، بلکې تشدد هغه ناوړه عمل دی چې د زور، فشار او سختګیرۍ له لارې په بشر (نر او ښځه) ترسره کېږي.
د تاوتریخوالي ډولونه، د پېښېدو او راټوکېدو بېلګې او چاپېریالونه ډېر دي، که د ډولونو په اړه ووایو چې یو یې فزیکي تاوتریخوالی او بل لفظي دی، نو د دواړو د رامنځته کېدو لاملونه او چاپېریالونه ډېر دي.
مستقیما د یو چا وهل، ټکول، شکنجه ورکول او ډانګ او کوتک په زور یوه کار ته اړ اېستل دا خپله د فزیکي تاوتریخوالي ښه بېلګه کېداشي.
که د لفظي په اړه ووایو چې په روحي لحاظ د یو چا ځورول او پر هغه روحي فشار راوستل یعنې که یو مېړه خپلې مېرمنې ته ووايي، چې که دا ځل دې لور وزېږوله، نو شل ډزه به دې وولم، دلته دغه ډول فعل ته لفظي تاوتریخوالی ویل شو.
راځو دې ته چې په ټولنه کې په کوم محیطونو او کومو پړاونو کې د تاوتریخوالي توخم کرل کېږي او بلاخره د کرل شوي توخم ثمره د ټولنې لپاره په کوم سرخوږي اوړي.
۱ ـ د کوچنيوالي اغېزې:
د زورزیاتي د پيل او زېږېدو لومړنی ځای یوه کورنۍ ده. ارواپوهان وايي، کوم کوچنیان چې په کوچنیوالي کې د تاوتریخوالي قرباني شي، په لوی والي کې پر فرد په کوچنیوالي کې شوی زور او ظلم د هغه په راتلونکې منفي اغېزې کوي، چې ددې فرد اصلاح او پر سمو لارو سمول بیا سخت کار دی.
دلته پر فرد مستقیم فزیکي یا لفظي تشدد نه دی شوی، بلکې د مور او پلار ترمنځ هر ورځ جنګ، د مور وهل ټکول، د پلار قهرجنېدل او د مېرمنې سره ناسم چلند پر ماشوم منفې اغېزه کوي او د هغه راتلونکی زیانمنوي. هغه وخت چې فرد ستر شي او په فزیکي ناوړه اعمالو لاس پورې کوي، نو د دغه فعل ريښه همدغه د کوچني د پلار لخوا د ده د مور د وهلو یو تصور د ده په لاشعور کې ځای نیولی وي، چې په لویوالي کې همدغه څه دی په عمل کې تکراروي.
۲ ـ د رسنیو اغېز:
ځینې رسنۍ د جرمونو او تاوتریخوالي مستند فلمونه، سریالونه، ریپوټونه، اعلانونه او نور هغه ډول نشرات وړاندې کوي، چې تاوتریخوالي ته هڅونکي بڼه لري. د رسنیو په ډېری هنري برخو کې د بشر یو ځانګړې برخه یعنې ښځينه قشر ته د کمترۍ په سترګه کتل کېږي او یا یې په خپلو سریالونه کې دغه کرکټر داسې لوبوي چې نورو ته یې ټیټ او کم ارزښته معرفي کوي، چې دا هم د راتلونکې نسل پر ذهنیت ناوړه اغېزه کوي.
د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې د رسنیو د ناسمو نشراتو یو بېلګې ډېر دي، تاسې وکتل چې په کابل کې د پولاد عالمدار په سریال کې د پولاد له کرکټره ډېر خلک اغیزمن وو. چې ځینو ماشومانو هم د هغه د کرکټر صحنې په خپلمنځو کې تمثیلولې، چې د غزني په جاغوریو کې یو تن خپل ملګری په تومانچه وویشت، ده خپل ملګری ځکه وویشت چې همدغه صحنه یې په ټلویزیون کې کتلې وه او دی ترې اغېزمن شوی و.
که تلویزیوني تولیدات له قربانیانو سره د خواخوږۍ په اړه څه ونه لري، نو لیدونکي به تر ډېره د تاوتریخوالي لور ته وهڅول شي.
۳ ـ د نشه یې توکو کارول:
په نوره نړۍ کې د الکولو استعمال تر ډېره د کورني تاوتریخوالي لامل ګرځي؛ خو په افغانستان کې بیا هیرویین تر ډېره د تاوتریخوالی او په پای کې د کورنۍ ښیرازي له منځه وړي.
۴ ـ بچه بازي:
بچه بازي ځکه د تاوتریخوالی لامل کېدای شي چې بچه بازان هغه وخت چې باید له خپلې مېرمنې سره وي او د هغې جنسي تنده ماته کړي، دوی خپله جنسي قوه په همجنس بازۍ کې تېروي چې دا کار د مېرمنې مخالفت او د نارضایتۍ لامل ګرځي. دغه ناوړه فعل لګښت هم لري، نو که پیسې په دې لار ولګول شي ژر به ځان او کورنۍ د پولۍ پړک ته کېنوئ.
۵ ـ په کور کې د وسلې شتون:
په کور کې د ناقانونه وسلې شتون او له قانونه بهر کړنې، په خپلسره وسله والو ډلو کې غړیتوب ددې لامل ګرځی چې له کوره بهر د خپلسره کړنو عادت کورنۍ ته هم لار ومومي. دغه وخت یو څوک خپله خوښه پر نورو تحمیلوي، هغوی که مخالفت وکړي، نو دی له خپل ټوپکه کار اخلي او زورزیاتی رامنځته کېږي.
له تاوتریخوالي او په زور هدف ته د رسېدو لاملونه ډېر دي، چې څېړل او یادول يې دلته نه کوو، خو د دې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو اړوندې کورنۍ او بهرنۍ ادارې باید د دې ناوخوالو د جرړو د له منځه وړلو لپاره خپل ټول امکانات او په دې برخه کې جدي هڅې وکړي، چې د یوې سالمې ټولنې د جوړښت لپاره له خلکو سره هیله مندي پیدا شي.