. په معاصره نړۍ کې تجربه ثابتوي چې د تاوتریخوالي مقابل کې د تاوتریخوالي کارول بې پایلې کار دی. زموږ هیواد هم له بده مرغه د هغو هیوادونو کتار کې دی چې جنګ جګړې او جګړه مارې ډلې ښه په پېخر پکې پيدا کېږي. د دې ټولو په وړاندې به څنګه ودرېږو؟
افغان حکومت د طالب په وړاندې محلي پولیس رامنځته کړل څو د زور په وړاندې له زوره کار واخلي. له بده مرغه محلي پولیس په ډېرو ځایونو کې په ناقونونیو سر دي او ولس ترې په تنګ راغلی دی. په کار خو دا وه چې د طالب په وړاندې له سیاسې لارې داسې حل وړاندې شوی وای چې دا ستونزه یې حل کړې وای. د سیاسي حل لپاره اوس دا دی تازه هڅې پیل شوې هم دي چې موږ یې په نیک فال اخلو او ورته زیات هیله مند یو.
د طالب په وړاندې د محلي پولیس هڅه ځکه بې نتیجې او د لا سرګردانیو سبب شوه چې د تاوتریخوالي حل یې په تاوتریخوالي کاوه. دا ځکه د حل لاره نه ده چې بیا به د همدغه ځواک د تاوتریخوالي ورکولو ته کار کوې او سر ګردان به یې چې دا دویم ځواک اوس څنګه له منځه لاړ شي او دا په داسې حال کې چې لومړنۍ ستونزه به لا پر ځای پاتې وي. په بله وینا، اوس د یوې ستونزې پر ځای باید له دوو سره مخامخ شې.
د تاوتریخوالي په وړاندې کافي ده چې ولسي شعور ويښ او په ټولنه کې یووالي رامنځته شي څو د تاوتریخوالي رامنځته کولو ته له سره وخت پيدا نه شي. دا چې افغان ټولنه له دې ستونزې سره لاس و ګریوان ده، موږ ته په کار ده چې د جنګ جګړې ضد ولسي ویښتابه ته کار وکړو او ولس دې ته اماده کړو چې د خپلې ټولنې امن ته پخپله ژمن او د مضرو کړیو د پیدایښت مخه ونیسي. تاوتریخوالی د پرازیت په څېر دی. چې یو ځل رامنځته شي، ډېر ژر ځای نیسي او په خپرېدو پیل کوي چې له امله یې هر ډول ناقانونۍ او جنایتونه په ټولنه کې پنځېږي.