• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د تاوده زړه خبرې ۲

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد تاوده زړه خبرې ۲
د تاوده زړه خبرې ۲

د تاوده زړه خبرې ۲

لیکنه: مقتصد ستړی

نیمه شپه ده، یو بل لاس نه معلومېږي په څراغ پسي تپېږم اورلګیت هم ورک دی؛ په ذهن کښې مي تیاره ده، د فکر خونه مي کړکۍ نه لري ور یي ځنځېر دی، سپوږمۍ د پینځو شپو ده د رڼا تمه نه ورته کېږي؛ زړه نا زړه په یو ګیلاس اوبو پسې ولاړېږم تر څو وچ ستونی مي لوند سي، نه پوهېږم د چا وروستۍ تنده به څومره وي.
د شېبو په شمار مي د اعتبار تسبې سولېدلي دي، اوس یي په ګوتو کښې نه اړوم، یاد ته مي نه راځي کومه ورځ وه چې د تسبو په شمار مي پیل کړی، خلک مي د ینداره بولي خبر نه دې دچا راکړې وعدې شمېرم؛ د ستورو شمار مي دید کمزوری کړی اوس دې په یاد پسې د عینکو تر شا ګورم په خیال کښې مي لکه دوړه داسې تېره سوې.
فکر نه کوم دا خلک له ما وروسته ستا قدر وکړي پر ما دې ناز دی، یا که په دوئ دې ناز هم وي دڅراغ تر را پیداکولو دې د سپین مخ په ننداره دي که څراغ بل سي سترګي په بله خوا اړوي دا دحسن غله دې چې د ګریوانه تر خلاصه تڼۍ د سپینو شیدو په سیند کښې سترګي رغړوي .
زړه مي ستا د نرمي غېږ خوب ته سوی، له پرون راهیسې مي روح ته د تلو زارۍ کوم نه ځي، پلمې کوي کله وخت، کله ژوند او کله … راته بهانه کړي، روح مي تر راتلونکي پسرلي پورې غواړي زما د وجود دننه ووسي وایي: تر تلو مي دا ځای ښه دی هر پسرلی یي د و جود خوشبویي له ځانه سره راوړي او په طبیعت یي وېشي، په حس کولو یي تازه یم .
نن دې بیا د توربخن کمیس لمن نیولي په پټو سترګو د مکرجنې پیغلې په پله روان یې، که داسې په پټو سترګو لمن نیولی تلې یوه ورځ نه لا یوه ورځ به دې څوک د رڼو اوبو له ډنډ څخه تږی تېر او دخړو اوبو غاړې ته ودروي.
په اوس وخت کښې خلک دومره ګړندي دې د غلا لپاره د تورې شپې انتظار نه باسي، په رډه ګنډۍ ورځ هغه کارونه کوي چې پخوا به غلو په تیاره ماښام او چوپه چوپتیا کښې هم سر ته نه سوی رسولی .
پام په کار دی د ګلونو په ډنډر کښې هم اغزي سته نرۍ ګوتو ته خولې اچوي او ویني کوي یي، هر ړوند عینکي نه اچوي ځینې په ړندو سترګو هم بل ته ګړنګ ګوري، اکثر وخت داسې سړی د کړنګ خواته روان کړم که پښه نیولی نه سو پوه سم ړوند دی او سمې لار ته یي راوګرځوم.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

شفتالو او روغتیا

شفتالو او روغتیا

Oct 3, 2015

ژباړه: مقتصد ستړی شفتالو هغه خوندوره میوه ده چې د[...]

مستې د صحت لپاره ګټورې دي
Greek yogurt

مستې د صحت لپاره ګټورې دي

Nov 19, 2015

ژباړه: مقتصد ستړی په مستو کې شته ویټامینونو ته بدن[...]

د زړه روغتیا په سبو او مېوو سره

د زړه روغتیا په سبو او مېوو سره

Oct 4, 2015

 ژباړه: مقتصد ستړی اکثر وخت داسې خوراکي توکي د انسان[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022