لیکنه: مقتصد ستړی
هر منی یو اوږد او دروند څادر تر ځان وپېچې بیا د تګ اراده نیسې، زما وجود په تنکۍ څرمنه کښې پټ دی یخ مي نه کېږي چې چیرته مي زړه غواړي تللی شم فرق مو دادی ” زما زړه تود دی او ستا زړه سوړ ځکه رېږدې، که مینه مجازي وي زړه به دې سوړ وي رښتوني مینه زړه تود ساتي “ .
د یو چا د سپنې خولې په را پاته ګیلاس کښې اوبه څښل شرابو ته ورته خمار لري، اوس پوښتنه دا ده چې شراب څه شی دي او خمار څه ډول وي که نڅا مستي بولې زه یي لیونتوب بولم، ماته د یوچا د سترګو په دید کښې د نړۍ ټول کاینات پراته دي له لیدلو یي خوند اخلم، باڼه یي موسیقي غږوي، حسن یوه هستي ده څومره ښایست چې ددې نړۍ په کایناتو کښې پروت دی ددې ټولو ها خوا یو داسې حسن هم موجود دی چې نړۍ یي د وجود په خوشبویي تر او تازه ده.
دا د یوې مکاري پېغلي نخرې دي چي د پایزېبونو په شرنګ تنکي ځوانان د ځان خواته را کچ کوي، په کجلو باندي سترګي توروي، باڼه نڅوي، توري اوږدې زلفي په نري شمال دخپلي دنګي غاړې په کوڅه کښې وړي راوړي، د خندا عطر د سپیني خولې په ښیښه کښې خرڅوي، یو تنکی ځوان ددې ټولو نعمتونو په لیدو د مکاري پېغلي غېږ ته ورځي، نه پوهېږي ګټه دچا ده او چې کله پرځان پوه شي ځان او مال دواړه یي د هغې په پلو کښې پراته وي .
د خدای په دا دومره داد کښې یي یواځي هغه شیانو ته پام دی چې ګټه ترې اخلي یا چا ورڅخه ګټه اخیستي او دی ورته د بدګمانۍ په نظر ګوري، ګمان ناروغي ده که داسې د ګمان لمنه ونیسې یوه ورځ به تر ایرو لاندې په ګرمو سکروټو واوړې .
زما عقل دومره خام دی چې ستا په ساده خبرو مي لا هم سر نه خلاصېږي که هو، هو درته کوم پلمې کوم تر څو لږ نور وغږېږې، د خبرو اوریدلو اړتیا لرم خدای غوږونه د سماع لپاره راکړې دي، ستا په وړاندې زه ګونګ څوک یم چې خبرې نسم کولای یواځي امر دې پرځای کولای سم.
You also might be interested in
لیکنه: نوراحمد فضلي ماشاءالله! څومره ښایسته رښتیا؟ هوکې، رښتیا مننه،[...]
لیکوال: ع.ب سهاک سمسور خپل مېنځي جګړه وه، تل به[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل یوه ساده سړي څو څو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی