ليکنه : ډاکټر سعود بن عبدالعزيز الخلف
ژباړه : لقمان حکیم حکمت
بخاري او مسلم پخپلو صحيحينو کې د انس رضي الله عنه څخه روايت کړيدي چې نبي صلی الله عليه وسلم ويلي دي :
[ يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا : لَوْ كَانَتْ لَكَ الدُّنْيَا وَ مَا فِيهَا ، أَكُنْتَ مُفْتَدِيًا بِهَا ؟ فَيَقُولُ : نَعَمْ ، فَيَقُولُ: قَدْ أَرَدْتُ مِنْكَ أَهْوَنَ مِنْ هَذَا وَ أَنْتَ فِي صُلْبِ آدَمَ : أَنْ لَاتُشْرِكَ – أَحْسِبُهُ قَالَ : وَ لَا أُدْخِلَكَ النَّارَ – فَأَبَيْتَ إِلَّا الشِّرْكَ ] ( بخاري کتاب الانبياء : 4 / 106 ) مسلم کتاب المنافقين : 4 /2160 ).
ژباړه : الله پاک به د قيامت په ورځ په جهنم کې اسان ترينه عذاب باندې اخته انسان ته ووايي : دنيا او چې څومره شيان ورپکې دي که ستا ملکيت شي ايا ته به يې د دې عذاب څخه د خلاصون په بدل کې قرباني کړې ؟ هغه به ورته ووايي : هو ، الله پاک به ورته ووايي : د آدم عليه السلام په شاه کې مې درنه له دې څخه هم اسانه وعده اخستې وه چې هېڅ راز شرک راسره مه کوه او زه به دې اور ته نه بوځم ، خو تا له دغې څخه انکار وکړ او بيا دې هم شرک وکړ.
امام احمد بن حنبل رحمه الله د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه مرفوعاً نقلوي چې[ إِنَّ اللهَ أَخَذَ الْمِيثَاقَ مِنْ ظَهْرِ آدَمَ بِنَعْمَانَ – يَعْنِي عَرَفَةَ – فَأَخْرَجَ مِنْ صُلْبِهِ كُلَّ ذُرِّيَّةٍ ذَرَأَهَا ، فَنَثَرَهُمْ بَيْنَ يَدَيْهِ كَالذَّرِّ ، ثُمَّ كَلَّمَهُمْ قِبَلًا قَالَ : { أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَى شَهِدْنَا أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّاعَنْ هَذَا غَافِلِينَ] (مسند أحمد بن حنبل : 1 / 272 ) . ابن کثير : 3 / 241 ) .
ژباړه : الله پا ک د آدم عليه السلام په شا او د عرفې په مقام کې دغه وعده اخستې وه ، ټول اولاد يې لکه د سرو ميږيانو په څېر مخې ته خواره واره راوويستل او مخامخ يې ورسره خبرې وکړې چې ايا زه ستاسو رب نه يم ؟ ټولو ورته وويل : ولې نه ته زمونږ رب يې ، دا په دې خاطر چې د قيامت په ورځ داسې ونه وايي چې مونږ خو له دغې وعدې څخه ناخبره وو .
او د هغو دليلونو له جملې څخه چې د انسان پېدايښت په فطرت تاييدوی ، د ابوهريرة رضي الله عنه حديث دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي : [ كُلُّ مَوْلُودٍ يُولَدُ عَلَى الفِطْرَةِ ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ ، أَوْ يُنَصِّرَانِهِ ، أَوْ يُمَجِّسَانِهِ ،كَمَثَلِ البَهِيمَةِ تُنْتَجُ البَهِيمَةَ هَلْ تَرَى فِيهَا جَدْعَاءَ ] (بخاري کتاب الجنايز باب نمبر : ( 92 ) . فتح الباري : 3 / 246 ) .
ژباړه : د لومړي ځل لپاره هر انسان په اسلامي دين پېدا کيږي ، مور او پلار يې يا يهودي کوي ، يا يې نصراني کوي ، يايې مجوسي کوي ، لکه حيوان چې حيوان زږوي ايا تاسو په زږول شوي حيوان کې کومه کمي محسوسوئ ؟
او په د عياض بن حمار المجاشعي رضي الله عنه حديث پرې هم دليل دي چې نبي صلی الله عليه وسلم يوه ورځ خطبه کوله او ويويل : [ أَلَا إِنَّ رَبِّي أَمَرَنِي أَنْ أُعَلِّمَكُمْ مَا جَهِلْتُمْ، مِمَّا عَلَّمَنِي يَوْمِي هَذَا، كُلُّ مَالٍ نَحَلْتُهُ عَبْدًا حَلَالٌ، وَإِنِّي خَلَقْتُ عِبَادِي حُنَفَاءَ كُلَّهُمْ، وَإِنَّهُمْ أَتَتْهُمُ الشَّيَاطِينُ فَاجْتَالَتْهُمْ عَنْ دِينِهِمْ، وَحَرَّمَتْ عَلَيْهِمْ مَا أَحْلَلْتُ لَهُمْ، وَأَمَرَتْهُمْ أَنْ يُشْرِكُوا بِي مَا لَمْ أُنْزِلْ بِهِ] (مسلم کتاب الجنّة : 4 / 2197 ) احمد بن حنبل : 4 / 162 ) .
ژباړه : ما ته مې رب امر کړی دی چې تاسو پر هغه څه وپوهوم چې پرې نه پوهيږئ د هغې له جملې نه چې يې راته نن ورځ راوښوولې: هغه مال چې ما خپل بنده ته ورکړی دی حلال دی ، ما خپل ټول بندګان صالحه او موحدين پېدا کړيدي ، خو شيطانانو د خپل دين نه واړول ، څه چې ورته ما حلال کړيوو هغه ورته شيطانانو حرام کړل او شيطانانو ورته امر وکړ چې ما سره هغه څه شريک کړي چې ما پرې ورته هيڅ دليل نه دی نازل کړی .
دا ښکاره دليلونه دي چې انسان د الله پاک په خالقيت او عبوديت باندې اقرار کونکی پېدا دی ، دا تدين او همدغه يې باعث ګڼلی شي ، دغه د الله پاک او د هغه د رسول خبرې دي او داسې به لا څوک وي چې د الله پاک نه رښتونی وي ؟
دغه ټول تېر دليلونه په دوو شيانو دلالت کوي :
۱– : دغه فطرت او پېداښت چې د الله تعالی په خالقيت او ربوبيت اقرار دی خارجي مؤثرات اوانحراف پکې د تغيېر رول لوبوي او دغه فطرت د دې قابل دي چې مذکوره اثر قبول کړي .
له همدې ځایه ويلای شو چې په تېرو مخکنو امتونو کې د بدپرستۍ او په دې امت کې د تېرو او حاضرو بدپرستانو د وجود سبب او لامل د تېرو دليلونو په رڼاکې خارجي مؤثرات دي .
۲– : هغه مؤثرات چې د فطرت له دروستې څېرې څخه انحراف ته بلل کوي ـ د دې دليلونو په رڼا کې ـ درې شيان دي :
۱– : شيطانان : دا تر ټولو هغه لومړی خارجي مؤثر دی چې ورباندې د عياض بن حمار رضي الله عنه حديث دلالت کوي .
۲– : مور پلار او د دوی د نشأت په حالت کې ټولنه : دا هغه مؤثر دی چې قوّت يې له نورو څخه زيات او ډېر دی ، ځکه چې بچيان او مور پلار او ټولنه سره ډېر پيوست او جوخت پېوند لري ، د دې دريواړو اثر په بچيانو هم ډېر زر او ډېر ستونزمن وي ، په دې مؤثرباندې د ابوهريرة رضي الله عنه حديث ښکاره دلالت کوي .
غفلت – : دا د انسان له دين څخه په انحراف کې د سورت اعراف د ايت په رڼاکې دريم خارجي مؤثّر دی .
شايد څوک دا وپوښتي چې : د دغې فطرت نو څه ارزښت دی چې په دومره کمزوري حالت کې شتون لري چې له يو طرفه خو ورپکې خارجي مؤثرات فعّال رول لوبوي او له بل اړخه انسان خپله هم د فطرت د ساتنې لپاره له دغې مؤثراتو څخه ځان نشي رانغښتلای ؟
جواب : د الله تعالی د حکمت سره سم هغه فطرت په دغې حالت پېدا کړ ، تر څو د انسان پر خېر او شر د ازموينې غرض منځ ته راشي ، او بيا ورته د دغې عملونو سره سمه بدله ورکړي ، خو که چرته فطرت په دومره قوت کې وی چې ورپکې دغې مؤثراتو اثر نشو کولای نو ديني انحراف او کفر به په بني ادمو کې وجود ته نه وی راغلی او چې کله خلک نه کافران کېدای نو د الله امتحان به هم نوی او په دې کې د الله تعالی لوی لوی حکمتونه دي .
خو فطرت د دغې کمزوري حالت سره سره ډېر فوائد لري چې له جملې څخه يې ځينې دا دي :
لومړی : د فطرت دغسې کيفيت بشري نفسونه د الله پاک په عبادت او په باور لرنې پوښلي دي .
که انسان د الله پاک له عبادت څخه سرغړونه اختيار کړي نوضرور به د عبادت لپاره بل معبود اختياروي ، ترڅو خپله د تدين اړتياوې ترلاسه کړي ، د بېلګې په توګه که يو څوک د ولږې سره مخ شي نو په لټه کې وي چې خوندور خوراک تر لاسه کړي خو که خوندور خوراک په لاس ورنه شي ، نو د څه شي خوراک چې امکان لري ولو که کرکجن شيان هم وي ورباند اسره نه کوي او د ولږې مخه پرې نيسي، همدغه مونږ ته دا واضحه کوي چې په عامه توګه عمومي بشري ټولنې د تدين نظريه لري ، خو سره له دې چې په زياتره وختونو کې معبود او دين دواړه باطل وي.
دوهم : دغې فطرت د انسان په پيدائښت کې انسان د عبوديت او د لوازمو د قبول وړ ګرځولی دی ، دغه امور د انسان لپاره د اهميت وړ دي ، ځکه چې د فطرت سره که څه شی هم سمون ونه خوري نو د نفس ورڅخه نفرت او کرکه کيږي او غوښتنې يې هيڅکله نه بشپړوي .
دريم : فطرت په دغسې کيفيت د تل لپاره حق پلوي کوي ، چې کله هم انسان حق او باطل دوه دينونه وپيژني، نو د فطرت د دغې کيفيت له مخې ورپکې د حق دين پلټنه کوي تر څو نفس ته قرار او زړه ته ډاډ حاصل شي ، يا خو به دغه حق دين قبلوي او پرځان به يې لازموي او يا به يې د نفسي غوښتنو ، يا له ډار او يا له تقليدونو او… له کبله ورته تن نه ږدي ، الله تعالی د فرعون او د هغه د قوم په باره کې فرمايي[ وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ کَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ]( سورت نمل : ( ۱۴ ) .
ژباړه : فرعون او قوم يې زمونږ په اياتونو انکار وکړه سره له دې چې نفسونه يې تصديق او يقين ايجابو او دغه انکار يې له تکبر او ظلم د وجې نه وکړ .
څلورم :که څه هم د يو انسان سره چې د هدايت په لور رهی دی د يقين وړ دلايل نه وي خو د فطرت دغه کيفيت ورته په حق او حقانيت باندې مزيد يقين وربښي ، الله ښه پوهيږي خو مونږ ته چې کوم بريښي هغه دا په ګوته کوي چې مسلمان هېڅکله هم له دين څخه اعراض نه کوي ، په دې معنی چې دغه دين يې د فطرت سره سمون خوري او نفس پرې دېته يقين دهاني ورکوي .
کله چې هم د نورو اديانو پلويان په اسلام مشرف شي په رسې يې دومره کلکې منګولې لګوي لکه اوبو وړی چې د ځان ژغورنې لپاره هر څه ته لاس اچوي ، او کلکه پيروي يې هم په دې خاطر کوي چې اسلام حق او دحقيقت دين دی ، او له بل پلوه د فطرت سره هر اړخيزه سمون او توافق لري . والله أعلم .