لیکنه: ډاکټر سعود بن عبدالعزيز الخلف
ژباړه: لقمان حکیم حکمت
الله پاک فرمايي : [quote][وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا ][/quote]
ژباړه : مونږ په هر امت او ډله کې خپل استازی لېږدولی دی .
او الله پاک فرمايي : [quote][وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ ][/quote]
ژباړه : هېڅ يوه ډله نشته مګر مونږ ورپکې خپل استازی وېرونکی ليږلی دی.
ابن کثر رحمه الله د لومړي ايت لاندې وايي : ( وَلَقَدْ بَعَثْنَا ) معنی دا ده چې مونږ خپل استازی په هرې پېړۍ کې لېږلی دی… .
بيا وايي : په همدغه دين به الله پاک مدام خپل استازي قومونو ته ليږدول ترڅو د نوح عليه السلام په قوم کې شرک منځ ته راغی ، د دغې محظور د ازاله کولو په خاطر يې ورته نوح عليه السلام ولېږو ( تفسير ابن کثير : ۲ / ۵۲۲)
له دې څخه په ډېره روښانتيا جوته کيږي چې بشري ټولنې تر هغه د الله پاک له استازو څخه نه دي خالي شوې چې ترڅو يې په نفسونو کې د توحيد رڼاګانې نوي مړې شوې او يا يې د توحيد نښې نښانې له منځه نه وي تللې مګر دا چې ورته اسماني شريعتونه د دغې پېغمبرانو په توسط راولېږدول شول ترڅو پرې دغه امت او جماعت د الله پاک عبادت وکړي .
د دې معنی دا ده چې د ځمکې په مخ هېڅ ټولنه نشته مګر خپل دين او مذهبي درېځ لري او د ژوند ژواک ټول اړخونه د خپل دغې دين سره سم تر پايه رسوي.
د دې خبرې تاييد د بشري ټولنو اوسني څېړنوالانو په سمه توګه کړی دی هغوی په ډېرو زياتو صريحو او غوڅو الفاظو ويلي دي : مخکنۍ او وسنۍ تمامې ټولنې که هغوی په عملې ميدان کې پرمختګ لري او که نه لري خو له دينيت څخه محرومې نوې داسې ديني تګلارې چې د خپل ژوند اړوند ټولو اړخونو کې ورته منقاد وو.
هنري برجسون وايي : ډېرې انساني ټولنې تيرې شويدي ، او ډېرې به راشي ، هيڅ راز فنون او پوههيې نه لرله ، خو داسې ټولنېهېڅ چرته نه دي تيرې شوېچېدين او مذهب يې نه درلود( الدّين : 83 ) د عبدالله دراز ليکنه . ( الانسان في ظل الاديان : 25 ) . د محمد نجيب ليکنه . ( اليهودية وراء کل جريمة : 37 ) د وليم کار ليکنه او د خيرالله تلفاح ترجمه)
دغه غښتلي دلالتونه او روښانه حقيقتونه چې هيڅ راز جنګ جدل نه قبلوي دا په ګوته کوي چې د خپل ځان لپاره دين غوره کول د انسان سره تړلی او غريزي صفت دی ، څېړنوال خپله دې پوښتنې ته اړباسي چې د تدين باعث څه شی دی ؟
سره له دې چې دين د مادياتو له جملې څخه هم نه دی او نه د هغې شهواتو له جملې څخه دی چې نفس يې بارها غوښتنې کوي ، نا بلکې دين داسې لوازم لري چې انسان په زياتو وختونو کې خپله وينه ، خپل ځان او مال او مينه محبت له دين څخه قربانوي .
آن چې د انسان په زياتو تصرفاتو او علاقاتو کې حاکم او اخري فيصله کونکی د هغه دين وي .
له همدې کبله د تدين په باعث کېدو تر شاوخوا ډېرې اټکلې او تا ويلې ما ويلې زياتې شوي دي .
غېر مسلمانه طبقه خلک د تدين باعث داسې انګيروي:
جيفونس وايي : په تدين د منګولو لګولو باعث له طبيعت او ګېرچاپېره د برېښنا ، غړمبا ، ځمکلړزی ، اورشيندی او له متوحشه حيواناتو څخه ډار دی ، دغو ډارونکو حالتونو انسان په تېرو زمانو کې دېته اړباسه چې پخپل ضعيف ترکيب سره چې له دغې حالتونو څخه د پناهۍ توان يې نه درلود ، پر داسې غيبي قوې کلک باور ولري چې په طبيعت او ګېرچاپېر ټولو حالتونو باندې کنترول لري او دغه قوه کولای شي چې له دغسې حالتونو څخه پناه وروړونکي ته پناه ځای ورکړي ، په دغې اساس يې د دغې قوې عبادت پېل کړ ، په دې آند چې دغه قوه دېته له ټولو مخلوقاتو لکه : نمر ، سپوږمۍ ، بحرونه اوله نورو ډاره ونکو شيانو څخه پناه ورکوي ( الدّين : 125 ) د دکتور عبدالله دراز ليکنه)
ماکس موللر په دې آند دی چې : د تدين باعث عقل دی ، ځکه په عقل سره انسان له حيواناتو څخه توپير خوري ، عقل په مخلوقاتو کې انسان په سوچ او فکر باعث کړ له همدې ځای څخه عقل له طبيعت سره په شاوخوا کې فکر يووړ ، تردې چې عقل انسان دې نتيجې ته ورسوو چې له جماداتو څخه په خبرو کې هغه تعبيرات چې ګنې په حقيقت کې دغه جمادات لکه څنګه چې ويل کيږي روح او مستقله اراده لريدېته اړ کړ چې د جماداتو په الوهيت قايل او عبادت يې پېل ورله کړ( وګوره : الدين : ( 114 ) او کتاب ( الله جلّ جلاله : 17 د عقّاد ليکنه).
دورکايم وايي :د تدين باعث ټولنيزې اړتياوې دي ، ځکه بشري ټولنې دېته اړ دي چې د حقوقو او محرماتو څخه د ځان ژغورنې په خاطر نظم ضبط او قانون ولري ، تر څو هر انسان داخلي چارې خپله مخ په وړاندې بوځي ، د ځېنو واکداره طبقه خلکو په ذهن کې د تدين فکره منځ ته راغله ، هغوی خپله دغه ايجاد کړې فکره د ټولنې افرادو ته وړاندې کړه او ټولنې هم بې له چون چرا نه د خپلو اړتياو له کبله ورته غاړه کېښوده (الدين : ( 150 ) او کتاب ( الانسان في ظل الاديان : 39 ).
له دغې څرګندونو څخه د دعوې په شکل داسې ښکاري چې د دين مصدر انسان دی او په تدين باعث طبيعت او د انسان څخه ګېرچاپېره نور امور دي او يا د تدين باعث پخپله د انسان داخلي دوافع دي.
خو دغه اټکل اقوال او تخمينات هېڅ رد نه ارزي ، ځکه چې مذکوره بواعث زياتره موجود نه وو او بيا هم د تدين لارې روښانه وې ، له هر اړخه يې د الحاد او بې دينۍ ته د بلونکي هوډونه ماتول او له اټکلونو څخه جوړې ودانۍ يې ړنګولې .
د تدين باعث يواځې دا نه چې يا دې هسې اټکل وي او يا دې باطل فرض وي.
ولې چې د تدين باعث په هکله معلومات د بشري نفس تتبع او پلټنې او ژورې تاريخي څېړنې ته اړتيا لري ، دغه څېړنه بايد د انسان لومړيتوب ته هم شامله وي او بيا ورسره قدم په قدم او اوږه په اوږه تر تدين باعث کېدنې پورې خوځښت وکړي ، د څېړنې په مهال بايد د انسان پوهنېز ادراک ، حساسيتونه او د احوالو او ظروفو تغيير او تبديل ګردو تقلباتو ته ځانګړې کتنه وکړی شي ، ځکه دين پخپل وخت د انسان په ژوند کې څرګنديږي او دغه وختونه له ستړياو او د ډار وختونو څخه عبارت دي چې انسان ورپکې راګير وي.
د دين لپاره داسې وختونه هم شته چې دين ورپکې پټيږي ، دغه حالت د انسان د هوساينې او د شتمنۍ حالت دی ، په دغسي وختونو کې په ډېرې اسانې سره انسان د غفلت او له دين څخه د لريوالي ښکار کيږي .
بايد څېړنوال په داسې حالت کې وي چې کورني ، ديني ، او ثقافتي مؤثّرات يې ترڅنګ نه وي په دې خاطر چې د انسان حکم په ظاهرو شيانو هله سم دم بلل کېدای شي چې خارجي مؤثّرات ولري او څېړنوال هېڅ کله هم له دغې څخه خلاصيدای نه شي(د دې اټکلونو د رد لپاره د دکتورعبدالله دراز ليکنه ( الدّين : 114 – 164 ) وګوره )
خو دغه امور د حقيقي تدين باعث ته په ځان رسونه کې انسان له توان څخه بهر د داسې ستړيا او ساه تيګاه ښکار کوي چې هېڅ توان يې نه لري.
په ځانګړي توګه مونږ مسلمانان په دې باوري يو چې د تدين باعث فطرت دی او په دې تګلاره کې مو باور او بروسه په الهي وحي ده ، ځکه قران اوسنت دا راښايي چې انسان د الله پاک په خالقيت او عبوديت او له شرک څخه په براءت پيدا دی (زياتره سلف صالحين په دې اند دي چې له فطرت څخه اسلام مراد دی ، فتح الباري : ( 3 / 248 ) وګوره )
او پر دې د قران کريم د ا ايت ډېر ښکاره دلالت کوي چې [quote][ فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا فِطْرَتَ اللَّـهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَاتَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّـهِ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ] (سورت روم : 30 )[/quote]
ژباړه : د الله پاک دين ته ځان په داسې حالت کې برابر کړه چې ته دين ته مايله يې ، د الله پاک هغه دين کلک ونيسه چې ټول مخلوق پې پرې پېدا کړی دی ، د الله پاک دين لره هېڅ راز بدلول نشته ، همدا محکم او قوي دين دی خو زياتره خلک نه پوهيږي.
[quote]او الله پاک فرمايي : [ وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ قَالُوا بَلَىٰ شَهِدْنَا أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَـٰذَا غَافِلِينَ أَوْ تَقُولُوا إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ ] (سورت أعراف : 172 -173 )[/quote]
ژباړه : او هغه وخت راياد کړه چې ستا رب د انسانانو له شاګانو څخه د هغوی اولادونه راواخستل او پخپلو ځانونو پر دې ګواهان کړل چې : ايا زه ستاسو رب نه يم ؟ هغوی وويل : ولې نه ته زمونږ رب يې ، مونږ ستا په ربوبيت ګواهي ورکو ، داسې نه چې بيا د قيامت په ورځ ووايئ چې مونږ له دغې وعدې څخه ناخبره وو * او يا دا ووايئ چې شرک خو زمونږ پلارانو له مونږ څخه مخکې کړیو او مونږ د هغوی وروستني اولاد وو ، ايا زمونږ باطل پرستو چې څه کول ته مونږ د هغوی په عملونو بربادوې ؟
وروستني ايتونه د مخکني ايت په رښتنولۍ دلالت کوي او دا څرګندوی چې الله پاک د بني ادمو په فطرت کې اېښې ده چې د خپلو پلارانو له شاګانو څخه يې په دې خاطر راوويستل چې په مذکوره عهد او ميثاق ترې کلکه وعده واخلي او پرې ګواه يې کړي .