• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د ترضیض یاضربه لیدلو بیړنۍ ارزونه او معاینه

Home روغتیاد ترضیض یاضربه لیدلو بیړنۍ ارزونه او معاینه

د ترضیض یاضربه لیدلو بیړنۍ ارزونه او معاینه

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل

– د ترضیض معاینه یعنې د حیاتي غړو، لمس کول او کتل یې چې تر کومه حده یې ضربه لیدلې او د متضرر ژوند ته څومره ګواښ پېښوونکي دي.

د ترضیض په بیړنۍ ارزونه کې سر، ورمېږ،سینه،خېټه،لګن او څټ ارزول کیږي.
په دې ارزونه مې د DCAP- BTLS اختصار په یاد کې ولرئ.

د اختصاراتو خلاصه په لاندې توګه ده:-

۱- D :- (Deformity):-
یعنې د غړي د شکل بدلېدل خاصتا د هډوکي ماتېدل، د مفصل ننوتلی حالت او پړسوب.

۲- C:- (contusion or crepitus):-

د بوستکي لاندې وینه بهېدنه چې په نتیجه کې یې پوستکی رنګ بدلوي او پړسوب لري کانتوژن دی.( کانتوژن یعنې ژوول شوی غوندې حالت)
او کریپتوس هغه حالت دی چې یو ډول سولېدونکی غږ تولید شي لکه د هډوکي د ماتېدو په صورت کې هډوکی په یوبل سولېږي. یا هم داسې غږ کوي لکه د پوستکي لاندې امفیزم.

A: – Abration: –

خراش د اصطحکاک په نتیجه کې.

۴-P:-
penetrating trauma :-

نافذه تروما چې پوستکی سوری کړي.

۵- B:- Burn:-

سوځېدل، د نسج ژوبلېدل چې د الکتریکي یا حرارتي موادو او په موادو پایله کې پېښېږي.

۶- T: – Tendernes :-

درد چې د لمس په نتیجه کې رامنځ ته کیږي. یعنې کله چې تاسو په ژوبله شوې ساحه لاس کېږدی نږ درد کوي.

۷- L:-
Laceration :-
یعنې د پوستکي غوڅېدل د ارې په شکل یا هم په صاف شکل چې د همغه مربوطه مضر جسم پواسطه غوڅ شوی وي.

۸- S: – Swelling :-

د بدن د متضررو یا شاوخوا برخو پړسوب او لوئېدل چې ممکن د وینې بهېدنې یا د بدن د مایعاتو په پایله کې منځ ته شي.

د عمومي یا سراسر معاینې لپاره پورتني ټکي حتما په یاد لرئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

آیا د رحم سرېښوالی د شنډوالي سبب ګرځي؟

Jan 10, 2018

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل د رحم سرېښوالی یوه نسبتا[...]

د هګۍ د تحریک له لارې د شڼډوالي درملنه

Nov 27, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل * د هګۍ تحریک یوه[...]

د پولي کیسټیک تخمدان سنډروم(PCOS) او  له امیندوارۍ سره یې تړاو

Dec 20, 2017

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل کسیټ یا سیسټ هغه کڅوړه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022