لیکنه: ډاکټر نبي مصداق
زه د وارسا د سر مشریزې غونډې ترڅنګ د وارسا د متخصصینو غونډې ته چې د جولای ۸ او ۹ سر مشریزې غونډې تر څنګ روانه وه، د یو ازاد لیکوال او ژورنالست په حیث بلل شوی وم. که څه هم دا د ناټو غونډې وې، په سر مشریزې غونډه کې زموږ د حکومت مشران او د متخصصینو په غونډه کې له افغانستان نه یوازې زه وم چې د یوه بحث مشري ماته سپارل شوې وه چې په افغانستان کې د سولې پروسه څرنګه پرمخ روانه ده. (په دې اړه به یو بل مضمون درسره شریک کړم)
د کنفرانس له ختم نه، د کورنۍ د یوې برخې د لیدو لپاره ډینمارک ته ولاړم او د راتګ په لاره مې په استنبول کې الوتکه تبدیلوله چې میدان ته زما تر رسېدلو نیم ساعت وروسته په ترکیه کې د ترکیې کودتا د جمعې د شپې په ۱۲ بجو پیل شوه، اوله علامه، په میدان کې دا وه چې ټول پروازونه “یاکنسل” او یا هم لیکل کېدل چې “وځنډول شول”.
د شپې د ۱۲:۳۰بجو شاوخوا، د جنګي الوتکو آواز واورېدل شو او په یو غټ آواز سره یو بم داسې ښکارېده چې میدان ته نېږدې ولوېد چې د میدان ودانۍ یې هم ولړزوله. شل دقیقې وروسته بل بم و غورځېد او داسې آوازه شوه چې د پارلمان ودانۍ وویشتل شوه. په دې پسې وروسته ډزونه واورېدل شول او په څو ثانیو کې په سلهاوو مسافر، د “فوډ کورټ” یعنې د خوړلو له ځایه، زما لوري ته هلته چې زه په یوه کافي پلورنځي کې ناست وم، د یو سیل په شان په منډه را روان وو. زه په خپل ځای کې ودرېدم او د دې غویمنډ سیل مې کاوه چې دا خلک څه فکر کوي چې له میدان نه بهر به کوم بل ډاډمن ځای وي؟ یوه مېرمن چې له نورو سره په منډه وه، بېرته را وګرځېده او زما څنګ ته راغله، د ژړا په حال کې یې را ته وویل: ( ډېره وېرېږم، غواړم له تاسره وم.) ما هم ډاډ ور کړ چې له موږ سره څوک ستونزه نه لري او نه هم غواړي مسافر و ځوروي. پس موږ همدلته په ډاډمن ځای کې یو او داسې نور.
ما چې ۳۸ کاله پخوا، په موټر کې له لندن نه چې هلته محصل وم، د ترکیې له لارې کابل ته سفر کړی و، د ترکانو په اړه مې ډېر منفي فکر درلود. ځکه چې په هغه وخت کې ما درې ورځې په استنبول کې تېرې کړې، غلا او کیسه بري، د موټرو ښيښې ماتول او هر څه ترې تښتول؛ څو، څو ځلي ولیدل. په ټول استنبول کې مې درې د ترافیک اشارې ولیدلې او په هیڅ پولیس مې نظر ونه لوېد. ما داسې افغانان هم ولیدل چې لس، پینځه لس کاله استنبول کې اوسېدلي وو، نه یې پاسپورټ درلود او نه هم ویزې، بیا به هم له آلمان نه موټر راوستل یعنې حتماً به یې غلا کول او استنبول کې به یې پلورل…
دوه کاله مخکې چې زه د یوې لنډې رخصتۍ لپاره قنیه ته د مولانا زیارت لپاره ولاړم او په سرویسونو کې مې سفرونه وکړل، راته ښکاره شوه چې په دې ۳۹ کالو کې ډېر توپیر راغلی او خوشحاله شوم.
خو د کودتا د شپې سرګذشت زه دې پرېکړې ته ورسولم چې د ترکانو په ذهنیت کې هیڅ تغیر نه دی راغلی او څه چې شوي دي، سر سري ډیکور دی او ممکن یو دلیل هم همدا وي چې اروپایان ترکان د ګډ بازار په غړیتوب نه مني او په مقابل کې اروپایي هېوادونه، کله بلغاریه رومانیه، هنګري، پولنډ بې له کومې ستونزې د شوري له سقوط نه وروسته، یو په بل پسې د ګډ بازار غړي شوي دي. دا چې ترکان مسلمانان دي ښايي بل دلیل هم وي؛ ځکه د یوګوسلاویا نه جوړ شوی مسلمان هېوادونه او البانیه هم د ګډ بازار نه د باندې دي. خو پر ترکانو شرطونه چې د اروپا ګډ بازار ایښي، بر سېره د هغه په عملي کېدو بیا هم د دې لایق نه دي ګڼل شوي چې د اروپا د ګډ بازرا غړیتوب تر لاسه کړي.
نو د کودتا د شپې عملي تجربه چې ما ولیدله ښايي بل علت وي چې د ترکانو اروپایي کېدل د یو هېواد په صفت به ډېر وخت وغواړي.
په میدان کې وروسته د هوايي بمباریو او ځینو ډزونو نه د میدان مامورینو او د دوکانونو او مغازو کار ګر ټول په بیړه له میدان نه په وتلو شول او د هغو په آخر کې د میدان لوړ پوړي مامورین هم ووتل، ټولې مغازې او رستورانونه بې سرپرسته پاتې شول او هم زموږ مسافرو لپاره، داسې څوک نه و پاتې چې معالومات را کړي چې څه روان دي؟
ځینو ماشومانو او مېرمنو ډوډۍ غوښتله؛ خو رستورانتونه او د کافي څښلو ځایونه خلاص پاتې وو؛ خو څښتن یې نه درلود. نو هر چا د خپل ضرورت په اساس ډوډۍ او اوبه راواخیستې چې ماشومان او میندې یې خپله لوږه پرې رفع کړي. خو هیڅ مسافر د زرهاو ډالرو سامانونه چې بې سر پرسته پراته وو، هیڅ شي ته لاس هم ور نه وړ. ما ته څرګنده شوه چې د الوتکو د لارې مسافر، د یوې نسبتاً لوړې طبقې خلک وي چې غلا او سؤاستفادې ته یې حتی فکر هم نه اوړي.
په هر حال د شپې په دو بجو د یونیم زرو په شاوخا کې ځوانان په مظاهره هوايي ډګر ته راننوتل او د اردوګان په طرفدارۍ یې شعارونه ورکول. نه پولیس یا عسکر او یا کوم بل څوک وو چې له هغو نه د پاسپورټ، ویزې او ټکټ پوښتنه وکړي، دا ځوانان چې د ډېرو مسافر و لخوا هم تشویقېدل، یو نیم ساعت زیات ښکته او پورته په میدان کې وګرځېدل او بېرته ووتل.
دلته د سهار درې نیمې بجې وې چې ډول، ډول فکرونه راته پیدا شول، ترکانو وروسته له شپږو کودګانونه دومره بیداره شوي دي چې د اردوګان یوازې د CNN د سکایپ له یوه پیغام نه چې خلکو نه یې وغوښتل، چې کوڅو او سړکونو ته را ووځي.
دا دی د شپې په دو بجو له خواږه خوبه را پاڅېدل، تر میدان پورې هم را ورسېدل او که دا خلاص دوکانونه د میدان نه د باندې وي ښايي ټول چور او تالان شوي وي؛ خو لاریون کوونکو هم، هېڅ شي ته بې د لاس غزولو نه د شعار په ورکولو بېرته ووتل.
بل فکر مې د هوايي ډګر د مامورینو د بې مسوولیتۍ په هکله و چې له مسافرو نه ډک ډګر او ډک دوکانونه یې بې سر پرسته پرېښودل او وتښتېدل. د یوه نړیوال میدان لا اقل لوړ رتبه مامورین هر چېرته د داسې پېښو لپاره تر بیه کېږي چې باید څه وکړي او څنګه د خپلو مامورینو او مسافرو روحیه ژوندۍ وساتي. بر خلاف هیڅوک نه وو چې زموږ پوښتنو ته ځواب ووايي. میدان نه “وای، فای” درلود او نه انټرنیټ او نه هم د تلویزیون کومه پرده هلته وه چې په خپله خبر شوي وای. نه څوک د دې مامورینو نه پاتې و چې د میکرفون له لارې خبر راکړي او په جریان کې مو وساتي.
نو آیا! یو هېواد چې د نړیوال ډګر مامورین یې له ښکته نه تر سر پورې دومره بې کفایته وي او هغی تکاملي مرحلې ته چې اروپایان رسېدلي، لا ورنېږدې هم نه وي، د اروپا د بل غړي هېواد په صفت و منل شي؟
کودتا بیله موضوع ده او زما نظر دا دی چې اروپایانو او امریکا غوښتل، دا اخواني صفته فتح الله ګولن چې په افغانستان کې هم د افغانستان- ترک مکتبونه لري او د اردو د جنرالانو په زور حکوت له منځه یوسي؛ خو طیب اردوګان، زیرک سیاست پوه دی او هغه پوهېږي چې غریبان دی نه خوښوي او غواړي چې ۵۰ کاله نور هم په ترکیه کې د اسلام دروازه وتړل شي.
په خپله ګولن چې د امریکې د پنسل وانیا په ولایت کې د ۱۹۹۹ نه را په دېخوا اوسېږي، نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې په اوله جمله کې وايي: “ښايي دا کودتا په خپله رجب طیب اردوګان کړې وي” یعنې چې خپل محبوبیت زیات کړي؟؟ او په بله جمله کې بیبا وايي: “زه یو مذهبي سړی یم؛ تر څو چې ثبوت ونلرم پر چا تهمت نشم کولی”.
اردوګان له امریکې نه وغوښتل او خارجه وزیر جان کیري ویلي که ترکیه د ګولن برخه په دې کودتا کې په ثبوت ورسوي، موږ به یې بېرته ترکیه ته ولېږو. خو د دې نه هم قوي ثبوت د فرانسې د ولسمشر فرانس اولان له خولې را ووت: “اردوګان داسې فکر ونکړي چې د کودتا ناکامېدل، ده ته یو سپین چک لیکل دي” یعنې دا ځل که مو ونه پرځولی بل ځل به د دې نه هم ښه تیاری درته ولرو…
زما په فکر زموږ افغانان چې اوس د ۵۰ زرو نه تر میلیونو ډالرو پورې چې د ویزې له لارې ترکیې ته ځي او هلته سرمایه ګزاري کوي او کورونه اخلي، بالاخره به د ترکانو له ذهنیت نه خبر شي او پخپلو ښو به پښېمانه وي. د افغانستان د پیسو په ایستلو زموږ ملک ته نور اقتصادي کړاونه هم خلق کړی. ځکه په میدان کې د کودتا په دوهم ورځ چې ځینې مامورین او د مغازو کارکونکي بېرته راغلل په تعجب سره به یې خپل مالونه چک کول او مسافرو ته به یې هم لیدل. ځینو د کانونو نه د پولیسو په شان ډول، ډول فیتې لګلوې. ځینې نور نه پوهېدل چې د دوی خلاص دوکانونه خلاص او که ویې تړي.
کله به چې موږ مسافرینو د راستنو مامورینونه پوښتنې پیل کړې، چې په دوهمه ورځ مې کودتا نا کامه اعلان شوی وه، موږ ته لا هم معالومات نه راکول او یا به یې ویل چې په انګلیسي نه پوهېږم. یو چا په قهر ورته وویل چې په انګلیسي چې نه پوهېږې په دې نړیوال ډګر کې څه کوې؟ زموږ افغانان هم که ترکیې زده نه کړي د داسې بې مسوولیته خکو سره به مخامخ شي او که بده ورځ هم راغله، لومړی قرباني به هم بهرنیان وي.