په تصمیم نیولو کې زموږ ټولې ستونزې له دې کبله نه دي چې موږ د تصمیم نیولو مهارت نه لرو، موږ ډیر وخت له تصمیم نیولو نه ډاریږو، مخکې له دې چې دغه ویره وپيژو او رېښې یې ومومو، نشو کولای د تصمیم نیولو په مهارتونو وغږیږو.
موږ به بې دلیله ویرو یا (Phobia) په اړه ډير څه اوریدلي وي، د ورګو له مور نه ویره، له څرمښکۍ نه ویره، له تیارې نه له یواځې والي نه، له لوړوالي نه او له چوپتیا نه ویره. خو له دغو ویرو نه هیڅ یوې هم لکه له تصمیم نیولو نه دډار په کچه زموږ په ژوند سیوری نه دی کړی، له تصمیم نیولو نه ډار دومره ارزښتمند دی چې ان دهغه لپاره یو ځانګړی نوم غوره شوی دی:Decidophobia .
هماغه ډول چې وینو دغه نوم له دوه کلیمو نه جوړ شوی دی،لومړیDecide یانې تصمیم نیونه او phobia چې بې لامل ویرې معنی لري.
دا لغت د والتر کافمن په وسیله منځ ته راغی، هغه د ( پرته له ګناه او عدالته) په نوم یو کتاب ولیکه، هغه خپل کتاب داسې پیل کوي:
[quote bgcolor=”#ddad66″]انسان تل د ډار تر سیوري لاندې ژوند کوي، فروید بې ځایه او بې لامله ویرې ولوستې.
فیلسوفانو له مرګ نه ډار یې وارزوه، او له تصمیم نیولو نه د انسانانو د ډار په اړه څیړنه کوم، دا چې دغه ډول ډارته کوم نوم نشته نوزه ورته یو نوم غوره کوم، د تصمیم نیولو ډار Decidophobia[/quote]
له تصمیم نیولو نه ډار د دې سبب ګرځي چې موږ د څو شیانو، خبرو، کړنو، ټاکنواو غوښتنو په منځ کې د یوې د غوره کولو زړه ونشو کړای، دا په داسې حال کې ده چې موږ په ډيرو شیانو کې په ډیره اسانۍ یوه غوره ټاکنه کولای شو، البته داسې نه ده چې موږ له ټولو تصمیمونو نه وډارشو یا ډاریږو، تصمیم نیونه ډیرو ځایونو کې ډیره ډارونکې او سخته ده خو په ډيرو ځایونو کې بیا ډيره ساده او اسانه ده، د والتر کافمن د تعبیر په بنست ښايي همدا لامل وي چې موږ کله ناکله له ماکروسکوپيک ( دغه اړیه وشلوو که ورته دوام ورکړو؟) تصمیمو نو نه و میکرو سکوپیکو( دغه اړیکه کولای شو چې دڅو میاشتو لپاره ورته دوام ورکړ؟) تصمیمونو ته تېښته کوو.
[quote bgcolor=”#ddad66″]( له یو تصمیمونو نه وړو تصمیمونو ته تېښته، له تصمیم نیولو نه زموږ انسانانو د ډار د پټولو یو هنر دی)[/quote]
په همدې لامل ښايي تاسو دغه ډول لارې او ګودرې ډيرې لیدلې وي او یا مو کارولې وي:
اوس به یو وړوکی بدلون ترسره کړو: ډیر وخت کیږي چې د خپل موټر په بدلولو فکر کوم، غواړم له دغه موټر نه یو بل نوی ماډل موټر واخلم، خو زه باید د دغه موټر له قیمت سره نورې ډيرې پېسې هم یو ځای کړم چې نوی ماډل یو ښه موټر واخلم، نشم کولای چې دغه تصمیم یا غوښتنه مې هیره کړم، همدا راز نشم کولی چې یو پرېکنده تصمیم ونیسم، د یوې بلې حل لارې پسې ځم: ( سمدستي خو به د خپل موټر ټیپ بدل کړم او له همدغه نوي ټیپ او زوړ موټر سره به تر یوه وخته ګوزاره وکړم).
ښايي دلته د پيتر سنګه هغه تشبه چې د سیستمي تفکر په حوزه کې په خپل ( پنځم فرمان) نومې کتاب کې مطرح کړې ده، دګټې اخېستو وړ وي،هغه وايي:
ـ د یوې غوا په دوه ټوټې کولو سره موږ دوه خوسیان نه ترلاسه کوو بلکه یوه مړه غوا به ولرو.
موږ دیوه ستر تصمیم په وړکی کولو سره یا په وړو تصمیمونو بدلولو سره په عملي ډول له غټ تصمیم نه تیر شوي یو او ځانته مو نورې ټاکنې غوره کړې دي.
موږ د پورته ټکیو پرته له تصمیم نیولو نه د تېښتې لپاره او د خپل بې لامله ډار د پټولو لپاره نورې لارې او میکانیزمونه هم کارولي دي، لکه:
په اوس وخت کې زما لپاره دا کار لومړیتوب نه لري: پوهیږم چې زر یا وروسته زه باید دا تصمیم ونیسم چې هیواد کې پاتې شم که هیواد پریږدم، خو دا چې له تصمیم نیولو نه ډاریږم نو وایم چې ( دا اوس خو په خپلو لوستونو بوخت یم، پریږده چې لیسانس مې واخلم، بیا به په دې اړه فکر وکړم، دا اوس خو زما لپاره کډوالي یا هیواد کې پاتېدل لومړیتوب نه لري، زما لپاره سمدلاسه پوهنځی لوستل لومړیتوب لري ).
[quote bgcolor=”#ddad66″]موږ تل دا هیرو چې تصمیم نه نیول خپله یو تصمیم دی، هغه چا چې تصمیم نیولی چې سبا به د خپلې استعفا په اړه فکر کوي نو همدغه تن تصمیم نیولی چې نن اصتعفا ور نه کړي[/quote]
باید له یوه مشاور نه مرسته وغواړم: د دغه تصمیم مسولیت ډير زیات دی، که چیرې زه یوه ټاکنه وکړم نو ښايي وروسته د تل لپاره پښېمانه اوسم، مشوره ورکوونکي ته ځم او له دومره ډیرو خلکو نه مشوره اخلم تر هغو چې داسې یو مشوره ورکوونکی پېدا کړم چې زما د خوښې ټاکنه راته وړاندیز کړي، که چیرې مشورې یې کار وکړ او حالات مې ښه شول نو وایم د اوله زما همدغه تصمیم و او که چیرې حالات مې خراب شول نو یو څوک شته چې بد رد ورته ووایم او د خپلې بد مرغۍ پړه پرې واچوم.
دا چې زموږ ډيری له نورو نه مشوره اخلي ، دا دې معنی نه لري چې زموږ ځواب زده نه دی، بلکه د هغه ځواب له منلو نه ډاریږو چې زموږ په ذهن کې دی.
که یو څوک په ریښتیا د غوره ټاکنې به اړه ښه معلومات نه لري یانه پوهیږي نو بیا خو منطقي ده چې مشاور ته ورشي او مشوره ترې وغواړي خو که چیرې موږ په قطعي ډول په ځواب پوهیږو نو بیا دا مشوره اخېستل له تصمیم نیولو نه د تېښتې یو میکانیزم دی .
ډیرو معلوماتو ته اړتیا لرم: ډیر وخت کیږي چې له یوه چا سره مې اړیکه ده، دغه اړیکه دومره ښه او له مینې ډکه ده چې نږدې دی په ګډ ژوند بدله شي، دا اړیکه خو د خوشې کېدو بیخي نه ده، کله چې نور یا زما مینه له مانه د راتلونکې اړیکې د ډول پوښتي او زما نظر غواړي نو زه ورته وایم( لا تراوسه ډیرو معلوماتو ته اړتیا لرم،ته هم باید همداسې اوسې ، تر اوسه خو لا دوستان یو، باید یوبل نور هم ښه وپیژنو، د څو کلونو په اړیکې او دوستۍ چې څه پوره نه ښکاریږي).
[quote bgcolor=”#ddad66″] دا په یاد ولرئ چې ډير وخت د تصمیم نه نیولو زیان د بد تصمیم نیولو له زیان نه ډير وي[/quote]