لیکنه: جلال یعقوبي
د افغانستان تعلیمي سیستم څو لسیزو پرلپسې جګړو داسې وځپه چې تر ننه ځای ته نده راغلی، که څه هم په وروستیو کلونو کې د هیواد د تعلیمي سیستم د اصلاح په موخه ګڼ تحولات ترسره شول، خو لا هم ګڼې ستونزې شته چې ولس یې انديښمن کړی دی.
په نوره نړۍ کې تعلیمي سیستم له وړکتون څخه پیلیږي او د مور په غیږ کې د ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه برابریږي، خو دلته په افغانستان کې بیا دغه لړۍ بل ډول ده، لومړنۍ زده کړې له ښوونځي څخه پیلیږي، تر هغې چې یو ماشوم اوه یا اته کلن شوی نه وي د ښوونځي دروازه په سترګو نه ویني.
زمونږ په ټولنه کې یو بل تریخ حقیقت دادی چې ټول ماشومان هم نشي کولی چې له ماشومتوبه ښوونځي ته لاړ شي، بلکې د مختلفو ستونزو له کبله لکه: فقر، د کورنۍ نه توجه، د ښوونځیو نشتون، جګړه، د عامه پوهاوي د کچې ټیټ والی او د داسې نورو ستونزو له امله له ښوونځي څخه محروم وي، او پر ځای یې له هماغه ماشومتوبه په شاقه کارونو او نورو فزیکي مصروفیتونو بوخت وي.
یو شمېر ماشومانو ته چې ښوونځي ته د تلو زمینه ورته برابره شي، نو په ښوونځي کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي، په شته ستونزو کې ښوونځی هم پای ومومي او ځوان په ډاګ میدان پاتې کې شي، حیران وي چې تر دې وروسته به څه کوي، زما موخه دا نده چې ګواکې سل فیصده ځوانان همداسې دي، خو یوه لویه برخه د ځوانان په همدې مرض اخته ده، په نوره نړۍ کې کله چې یو ځوان د ښوونځي لسم ټولګي ته رسیږي نو رشته بندي کیږي، او د خپلې خوښې پوهنځي لپاره له لسم ټولګي څخه چمتووالی شروع کوي، خو دلته په افغانستان کې تر هغې چې آن له ښوونځي سره خداي په اماني هم کوي موخه یې نا څرګنده وي.
حیران وي چې تر دې ور هاخوا به څه کوي، که څه هم دغه ستونزه تر یوه بریده خصوصي پوهنتونونه حل کړې خو لا هم ستونزه په بشپړه توګه نده حل شوې، او خصوصي پوهنتونونه د حل لار نده.
سږ کال د هیواد په ګڼو ولایاتو کې له ښوونځیو ګڼ شمېر ځوانان فارغان شول، خو دا چې ددوې راتلونکی څه کیږي؟ دا به د کانکور ازموینه ټاکي، یعنې زمونږ په هیواد کې د لوړو زده کړو رشته بندي د سیستم پر اساس کیږي، نه د یو چا د ذوق او خوښې پر اساس.
خو د کانکور د ازموینې ورکول د نا معلومې موخې لپاره سفر کول دي، هغه ځوانان چې سږ کال له ښوونځيو فارغان شول پدې تمه به وي، چې ګواکې په ژوند کې یې یو اوږد سفر تر شا پریښی، که څه هم اوږد مزل پای ته رسیدلي خو لا هم خپلې موخې ته ندي رسیدلي.
دغه ځوانان به تر دې وروسته د پوهنتون او لا ډیرو لوړو زده کړو هیلې لري، خو دا چې دغه هیلې یې پوره کیږي او کنه؟ وخت به یې ځواب کړي، خو په افغانستان غوندې هیواد کې چې تر ښوونځي وروسته هیلې د کانکور ازموینې پورې تړلې وي، د داسې خوبونو رښتیا کیدل ډیر ستونزمن دي.
که څه هم ولسمشر غني له وعدې سره سم د کانکور په ازموینه کې ګڼ اصلاحات راوستل خو دغه اصلاحات کافي ندي، د کانکور په ازموینه کې تیر کال ګڼ شمېر ځوانان بې نتیجې پاتې وو، او ګن نور بیا هغو پوهنځیو ته کامیاب شوي وو، چې هیڅ ذوق او علاقه یې ورسره نه درلوده.
که افغان حکومت غواړي چې، د هیواد تعلمي سیستم اصلاح او ګڼ مثبت تغییرات پکې راولي تر ټولو دمخه دې، په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د زده کړو پر مهال داسې لنډ مهال پروګرامونه، ورکشاپونه او سیمینارونه په لار واچوي، چې زده کوونکې وکولی شي چې دومره څه ترې زده کړي، ترڅو خپل راتلونکی خپله وټاکي، او په راتلونکي کې خپل هدف ته د رسیدو لپاره لارې چارې وګوري که دغه زمینه زده کوونکو ته په ښوونځیو کې برابره شي تمه کیدای شي چې زده کوونکو خپل د راتلونکي لپاره خپله پریکړه وکړي، که څه هم په وروستیو کلونو کې په ګڼو ښوونځيو کې د داسې پروګرامونو شاهدان وو، خو یاد پروګرامونه ټول د یوې پروژې په توګه د انجیوګانو او موسساتو لخوا پلي کیدل که چیرې همدا پروګرامونه د حکومت په چوکاټ کې ترسره شوي واې نن به مو دا حال نه واې
د هیواد په تعلیمي سیستم کې د مثبتو بدلونونو په هیله!