ژباړن: حمیدالله حميدي
کلونه مو کار کړی او اوس هغه څه غواړی چې له اوږده کاره ډېری ستړي کسان یې غواړي او هغه تقاعد دی. د لاندې کارونو ترسره کول له تاسې سره مرسته کوي چې د خپل تقاعد له دورې خوند واخلئ!
هره ورځ او دایمي کار وکړئ
که مو تر اوسه د تقاعدۍ د دوران لپاره پروګرام نه وي جوړ کړی، ډاډه اوسئ ډېر ژر به له وزګارتیا او بې ځایه ناستې ستړي شئ. اوس بېرون ته د وتلو لپاره هېڅ کوم خاص دلیل نه لري. کېدای شي له ځان سره فکر وکړی او ووایئ چې د څه لپاره باید پیسې وګټم، زه خو د څه شي د پېرلو لپاره اړتیا نه لرم؟!
ښه ده چې پوه شئ ډېر داسې کارونه شته، چې هغه دندې ته د تلو ځای نیسي. د بېلګې په ډول د خپل کور په انګړ کې وړې باغچې ته ولاړ شئ، کار په کې وکړئ، ګلان په کې وکرئ او د ورځې څو ساعتونه مو په خوښۍ په کې تېر کړئ.
په سفر ولاړ شئ
تاسو ټول وخت کار کړی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې په سفر ولاړ شئ او له خپل پاتې ژونده خوند واخلئ. داسې ځایونو ته ولاړ شئ، چې تر اوسه مو نه دي لیدلي. وګرځئ لومړی یې له خپله هېواده پیل کړئ، تر ټولو ښه کار لومړی د خپلو ښارونو لیدل دي، ډاډه اوسئ چې پوره خوند به ترې واخلئ.
مهال وېش جوړ کړئ
هغه کارونه چې تل مو غوښتل ویې کړئ، پر کاغذ ولیکی، هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ، چې ډېر درته په زړه پورې وي او غواړی زر یې تر سره کړی.
خپلو غوښتنو ته مو پراختیا ورکړئ
که مو د خپلې تقاعدۍ په اړه فکر کړی وي او مهالوېش مو ورته جوړ کړی وي، خپل کار مو یو څه اسانه کړی، خو ستونزه دلته ده چې وېره لری څنګه به دا ټول کارونه یو پر بل پسې تر سره کړم؟ دا مه هېروی چې د دې ټولو کارونو د تر سره کولو لپاره ډېر وخت لری، خو ستاسې غوښتنې کمې دي، غوښتنې مو زیاتې کړی، د هر کار د تر سره کولو لپاره باید لږ تر لږه یوه یا دوې اوونۍ وخت وټاکی، بیړه مه کوی او هر کار مو په پوره دقت، خوښۍ او ارامۍ تر سره کړئ.
له وړو څيزونو هم خوند واخلئ
په دې لویه نړۍ کې چې موږ ژوند په کې کوو، کېدای شې ډېرو وړو، خو ارزښتناکو شیانو ته مو پام نه وي، زموږ ټولو دا عادت دی کله چې په دنده او کاربوخت وو ډېرو وړو خو خوښۍ بښونکو شیانو ته مو پام نه وي او له پامه مو غورځولي وي، خو د تقاعدۍ دوره داسې یوه دوره ده، چې ته کولای شې حتا د مرغانو له شور ماشور او د ګلانو له بوی څخه هم پوره خوند واخلې.
فکر وکړئ، چې کوم کار باید تر سره کړئ
وګوره، د کوم کار کولو ته لېواله یې، کالي ګنډل، پلی تګ، په پارک کې چکر وهل؟ او یا دومره قوي، غښتلی او چالاک یې، چې غواړې نړۍ وګورې او جهان ګرد شې؟
خپلې ټولنې ته خدمت وکړئ
کولای شئ د خپلې سیمې په یوه داسې خیره بنسټ کې نوم لیکنه وکړئ، چې د کار کولو توان په کې ولرې او خپل ازاد وخت د خپلې ټولنې د خلکو په خدمت کې تېر کړی، تر څو وجدان مو نوره هم ارامي پیدا کړي، ځکه له نورو سره مرسته انسان ته د زړه سکون او ارامي وربښي.
له خپلو خپلوانو سره راشه درشه وکړئ
تقاعدي داسې یوه دوره ده، چې کولای شئ خپل دوستان او ملګري له نږدې وګوری، خپلې کیسې او د ژوند خاطرې ور سره شریکې کړی. د دندې پر مهال مو کېدای شي ډیر خپلوان له دې کبله له لاسه ورکړي وي، چې نه مو شوای کولای پوښتنه یې وکړي او ورته ورسیږئ خو اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د هر یوه بېله بېله پوښتنه وکړئ له حاله یې خبر شئ د امکان په صورت کې ور سره مرسته وکړئ او خپل ژوند هم په خوشالۍ تېر کړئ.
You also might be interested in
ژباړن: حمیدالله حمیدي فکر وکړئ یوه ورځ څوک درته سهار[...]
ژباړن: حمیدالله حمیدي په اروا پوهنه کې قانون دی، چې[...]
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل ارواپوهنې او طب د مسکا خورا[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی