-محمدباسط (امرخیل)
-10/11/2015
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ
النسا ، ایه ـ ۵۹
ژباړه: اې هغو کسان چې ایمان مو راوړي اطاعت وکړي دالله [ج] د هغه د رسول او د امر د خاوندانو .
دا چی الله ج مونږ د عبادت لپاره پیدا کړي یو ، نو مونږ باید د الله ج او د هغه رسول محمد [ص] اطاعت او عبادت وکړو، قران او حدیث زده او عمل پرې وکړو.
دا چی مونږ له قران او احادیثو څخه احکام راباسو نو تعارضونه او ټکرونه حتمآ مخ ته راځي.
نو په داسي حالت کي مونږ دوه لاري لرو.
۱: لمړی داچې مونږ به په خپل فکر او بصیرت باندې فیصله وکړو، چي کوم لوری غوره ده په هغه لوري باندي پریکړه وکړو.
۲: دوهم دا چی وګورو زمونږ پخوانیو علماوو داسي ټکر ځایونو څخه کوم مطلب اخیستئ دي .
چی زمونږ پخواني علماء خامخا تر مونږ زیات پوهیدل ، او همدارنګه د پیچیلو ځایونو په مطلب تر مونږ ښه پوهیدل او داسي نظر یي ځیني اخیستلاي شواي چی غالبآ حق به وي،
همدارنګه کوم علماء چي د لمړیو پیړیو علماء وه د هغوي بصیرت په قران او حدیثو کی زیات وء .
نو که په حقیفت باندي پریکړه وشي د عدل او انصاف څخه کار وخیستل شي نو دا خبره یقیني ده چی په پورته دوه لارو کي لمړۍ لاره سخته او خطرناکه او دوهمه لاره د احتیاط لاره ده .
بله خبره دا هم ده چې مونږ نه داچی د تواضع او عاجزۍ له امله دا خبره کوو بلکي یقیني خبره ده څوک بیخي ځینی منکر کیداي نشي چی مونږ ، په علم ، پوهه ، دیانت ، تقوا ، فهم ، ذکاوت ،دین او پرهیزګارۍ کي د پخوانیو علماوو په پرتله چي په لمړيو پیړیو کي تیر شوي دي ، بیخي خالي لاس یو بلکی په اعتبار سره دهغوي په پرتله هیڅ په لاس کي نلرو ، ان تردي چې زمونږ او هغو تر مینځ بیخي تناسب نشی کیداي ،
دپورته خبرو په نظر کي نیولو سره چی سختي او پیچلیي دي او یا هم پخپل مینځ کي تعارض سره ولري .
ددي پر ځاي چي په خپل فهم او نظريه باندي اعتماد وکړۍ د پخوانيو مخورو علماو په لاره لاړ سي او د خپلي نظریی په ځاي باندي د هغوي لاره تعقیب کړۍ همدي ته تقلید وايی .
او مونږ ویلاي شو چی فلانی کس د فلاني عالم تقلید وکړ همدا د تقلید حقیقت دئ.
[review]