لیکنه: محمدقاهر وردګ
دویم جزء: بیروني عوامل
د ریګولټور د واکونو پر رسمی حوزه باندې د پاسه د یوه مناسب تصمیم د انتخاب او تعین پر مهال هغه د پراخو او بیلابیل ډوله بهرني نفوذ او فشارونو مورد هم ګرځي، دا فشارونه کیدای شي په لاندې توګه وي:
سیاسي فشارونه ترڅو د یوه ځانګړي سیاسي ګوند سیاسي موخې تعقیب کړي او یا هم د لنډې مودې موخې د اوږدې مودې اهدافو په بایللو سره ترلاسه کړي ( په ځانګړې توګه د ټاکنو د په لاره اچولو په مهال).
سیاسي فشارونه کو م چې د آپریټرانو ، تهیه کوونکو او نورو لخوا په لار اچول کیږي.
هغه فشارونه چې غواړي عمومي اقتصادي موخې ( د هغه پالیسۍ ګانو په شمول چې د بسپنه ورکوونکو یا مرستندویانو لخوا اجباري ګرځول کیږي) حمایه کړي
په مخابراتي او ورسره نورو تړاو لرونکو سکټورونو کې په عمومي توګه موجود سبک او میلان.
د سکټور د تفلیق یا کانورجینس او له نړیوالو تجاربو سره د سکټور د همغږۍ په لوري میلانونه.
مخابراتي سکټور ته د پانګې د را جذب کولو اړتیا.
پر سوداګریزو ملحوظاتو سربیره د ټولنیزو او چاپیریال د موخو د لومړیتوب لپاره سیاسی او د خلکو فشار .
د بودیجې ملحوظات ( د ریګولټور د داخلی سرچینو تمویلول او ځینې وختونه د هغو فرصتونو اعظمی حد ته رسول چې ملی خزانی ته عواید را ټولوي او ایجادوي).
د عامه او میدیا د ګټو د لوړولو اغیزې ( د را پاروونکو رپوټونو په شمول).
اقتصادي، سیاسي یا د سکټور بې ثباتي چې د اغیزمنې تصمیم نیونې چاره پیچلې کوي.
عمومی ترید او یا د بدولون په وړاندې د مقاومت شتون.
سربېره پردې واقعی انساني فکټورونه باید په پام کې ونیول شي، د بیلګې په توګه په خپله ریګولټور په داسې حال کې چې د ملی تنظیموونکی د لوړرتبه مشر د پست یو مخکنی شرط دی چې هغه به په خپل چلند کې په بشپړه توګه بې طرفه او موخه پالی وي، مګر په هغو حالاتو کې چې د ریګولټور د چارواکي لخوا د ضروري خو ناخوښو تصمیمونو نیول اړین وی په انفرادي توګه د یو ډول بی میلۍ خطره په خپل ځای پاتې کیږي، ځکه هغه ویریږي چې دا ډول یوه کړنه کیدای شی دهغه د شغل راتلونکې ته د ریګولټوري پست له تصدي وروسته زیان واړوي. د لوړرتبه چارواکو ( لکه کمیشنران یا د بورډ غړی او ډایرکټر جنرال یا سکرټر جنرال) د ثابت وخت قراردادونو په مهال باید هغو اساسي مقیاسونو ته چې د مداومې کارګمارنې لپاره تهیه شوې وي باید په داسې توګه لازمه پاملرنه وشي چې د ریګولټور په حیث د هغه د رول له پای ته رسیدو وروسته له یوې خوا له خپلو ریګولټوري دندو څخه ګټه پورته نه کړای شي او له بلې خوا د تقاعد د حقونو لپاره لازم او مناسب شرایط له ځانه سره ولري.
دریم جزء: د تنظیم ځانګړتیاوې او لارې چارې
داسې یو صحیح او سم ماډل چې د خدمتونو د تنظیم لپاره یوه بریالۍ لاره چاره معرفي کړي – کوم چې کارنده والی ( یا ناکارنده ثابت کیدل) به یې تر ډېره په هغو بیلابیلو فکټورونو پورې اړه و لري چې په هغه و خت کې او په هغه ډول فعال وي په کومه سترګه چې ریګولټور او نور شریکان- د هغه واکونو او مسئولیتونو ته ګوري. د هر تنظیموونکي ارګان لپاره تر ټولو ارزښتمنه چاره د خپلې ادارې د موقف تعین او د هغه د اعتبار او په هغه باندې د باور رامنځ ته کول دي. قانوني صلاحیت کیدای شي د یوه مناسب قانون د وضع کولو له لارې تفویض شوی وي، خو دا دشک وړ ده چې د مارکیټ برخه وال دا ډول صلاحیتونه په خپله خوښه ومني مګر دا چې دوی د تصمیم نیولو او د هغه تر شا د یوې غوره انګیزې د رلودلو په برخو کې د ریګولټور پر کفایت باندې اعتماد ترلاسه کړي. په رښتیاهم ُ څرنګه چې د سلامشورې او استیناف غوښتنې میکانیزمونو ته په ډیرو ریګولټوري رژیمونو کې د اړینو او لازمي عناصرو په سترګه کتل کیږي، یو نامحبوب ریګولټور یا هغه چې په صنعت کې ورته د درناوي په سترګه نه کتل کیږي کیدای شي د خپلو اهدافو د تعقیب په لوري د اجراآتو په ځای ډیر وخت د خپلو نیول شویو تصمیمونو په توجیه او په محکموکې یا نورو اداراتو کې له هغو څخه په دفاع کې تیر کړي.
پر ریګولټور باندې د اعتماد او باور د رامنځ ته کولو لپاره بنسټیز صفت په ټولو فعالیتونو کې داغیزمنتیا ، بې پرې والي او مسلکي والي په برخو کې د ترټولو لوړ ممکن ستندرد نندارې ته ایښودل یا اظهار کول دي. په دې اړه نه یواځې دا پوهیدل اړین دي چې ریګولټور څه تصمیم نیولی دی بلکې په دې پوهیدل هم اړین دي چې تصمیم ولې نیول شوی دی، په دې مانا چې پرانیستوالی او شفافیت باید د تنظیمي پروګرامونو له ارزښتمنو ځانګړتیاوو څخه وي او د تنظیموونکي د ټولو اساساتو ترمنځ د اغیزمنو اړیکو شتون باید حتمي وي . هر هغه اقدام ته باید په مستقیمه توګه انکشاف ورنه کړل شي چې په سمه توګه نه وي تشریح شوی یا هم واضح او معقوله توجیه نلري او د ذینفع اړخونو ترمنځ بدګماني راپورته کوي او په دې توګه د ریګولټور په موثریت باندې ډاډ را کموي . تنظیموونکی ارګان همدارنګه ډیر زیات د استیناف غوښتلو یا اپیل د پروسې له لارې د چلینج کولو او آن را پرځولو مورد ګرځي او په دې توګه خپل موثریت او خپله راتلونکې آتوریته او واک له لاسه ورکوي.
د ریګولټور مسلکي کفایت هم باید ثابت کړل شي. د ګڼ شمیر موضوعاتو د حقوقی او تخنیکی پیچلتیاو او سربیره پر دې پر هغو برخو باندې د تنظیمي تصمیمونو د مالي اغیزو وسعت ته په پام سره کوم چې له دې تصمیمونو څخه اغیزمن کیږي دا ډیره حیاتي ده چې ریګولټور له کوم شک پرته ثابته کړي چې ټول تصمیمونه یې د تخصصي علم د یوې کچې پر بنسټ ولاړ دي کوم چې نه یواځې په اړوندې موضوع کې د توقعاتو لپاره ځواب ویونکی وي بلکې که چیرته د مقابل لورې لخوا مافوق مرجع ته د استیناف غوښتنې لپاره وړاندې نه کړل شي او یا که چیرته تصمیم چلینج کیږي په دواړو حالاتو کې عادلانه ثابت شي .
هغه دریځ چې د تنظیم د ځینوملي ادارو لخوا د خپلو صلاحیتونو د تعمیل لپاره اختیار شوي وي د نورو دریځونو په پرتله ډیر تند او جامد وي، ریګولټور یوه مشخصه اجندا او یا اهداف د پرمخ بیولو لپاره حتی د مقابل لوري په وړاندې یا دهغه په مخالفت کې ټاکي. داسې استدالال کیږي چې ځینو معیینو تنظیموونکو دې ډول چارو ته حتی په یوه قصدي توګه مخالفه ستراتیژۍ کې چې د مقابل لوري د ځپلو لپاره وروستي ځواکمن او معیین مهم اهداف تعریفوي، انکشاف ورکړی دی او په دې توګه یې په سکټور باندې خپله رهبري او واک ټینګ کړی دی. د مخابراتي خدمتونو تنظیموونکي په مشخصه توګه دې ته اړتیا لري چې له سکټورڅخه په څارنه او نظارت کې استواره او مستحکم وي، د خپلي لارې په ټاکلو کې له یوه قوي ریکارډ سره یو ځواکمن تنظیموونکی کیدای شي د یوه مساوي مصالحه کوونکي په پرتله د خپلو طرحو په وړاندې کوچنی مخالفت په ښه توګه له منځه یوسي، خو بیا په مساوي توګه یو ډیر واک چلوونکی ډول کیدای شي د خپل تصور سره د سمې رهبرۍ جوړولو پر ځای آپوزیسیون را وټوکوي. د انعطاف نه شتون همدارنګه کیدای شي د ریګولټور په وړاندې ستونزې را پیداکړي د بېلګې په توګه کله چې د ریګولټور دریځ په ځای او مناسب وي خو ترشایې هغه اړین قانونی ملاتړ شتون ونلري ترڅو په مخالفو اړخونو باندې د تنظیم کوونکي د حل لارې د منلو او پلي کولو لپاره د هغه ملاتړ وکړي.
دا یواځې پر هغو ملاحظاتو باندې ټینګار کوي چې د تنظیم کوونکي د استماع کوونکي او عمل کوونکي ارګان په توګه لیدل کیدو ته اړتیا لري او دا د تنظیموونکي یا ریګولټور د اعتبار او د غوره تنظیمي پروسې لپاره حیاتي ارزښت لري ځکه چې دا په عمومي توګه د تنظیم د ملي ادارې او د سکټور د نورو بیلابیلو برخه اخیستونکو ترمنځ د موثر او دایمي دخالت اوښکیلتیا ښکارندوی دی. په وروستۍ پایله کې، د ریګولټور دنده د هغو موخو خوندي کول دي کوم چې د حکومت لخوا ورته ټاکل شوې دي، خو د دې دندې په ترسره کولو کې د پام وړ آسانتیا را تلای شي که چیرته تر ممکن شمیر اړخونه په هغه پروسه کې چې تر کار لاندې ده خپلې ګټې محسوسې کړي. په سوداګریزه خبرواترو کې یوه ګټونکې – ګټونکې ( ټولې خواوې ګټونکې ) سناریو ډیره منل کیږي کوم چې بنسټ او استحقاق یې د هغه اساسی نقطې کوي جوړوي او حل لاره پر کوچنيو اړوندو ملاحظاتو باندې دهوکړې پر نه شتون باندې نه وي رامنځ ته شوې. د ترکیب کوونکو اجزاوو د ګټو په اړه د یوه ریګولټور زړه سواندي هم کیدای شي د هغو نوښتونو د ملاتړ غوښتنه وکړي کوم چې په مستقیمه توګه ترې ګټه نشي پورته کولای، په ضمني ادراک کې د همکارۍ روحیه کیدای شي هغه وخت دوه اړخیزه شي چې د لا زیات چټک اظهار موضوع تر پاملرنې لاندې وي. په دې اړه تنظیموونکی باید محتاط وي ترڅو د هغه او اړوند ترکیبې جزء ترمنځ نیږدې اړیکو ته اجازه ورنه کړي کوم چې د هغه په خپلواکۍ په اړه کوم جوړجاړی رامنځ ته کوي. همدارنګه د مارکیټ د برخه اخیستونکو لخوا د هر نه منلو وړ جریان یا د بل هر اړخ لخوا د تنظیم د سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستنې په وړاندې را ولاړیدل باید سملاسي او بې ځنډه وي.
د وسعت هغه کچه چې یو معیین ریګولټور هغه ته یو د بل په پرتله ترجیح ورکوي د سکټور په پالیسۍ ، د محلي مارکیټ په شرایطو، له ریګولټورڅخه د حکومت د ملاتړ په کچه او د عملیاتو په ډول چې ریګولټور یې اختیاروي ، اړه لري. دا ټول فکټورونه د ex-post او ex-ante تنظیم ډولونو د ماهیت ترمنځ د بیلانس په تعیین کې مرسته کوي، په داسې حاکمو اصولو سره چې ex-ante ریګولیشن یواځې هغه وخت ترلاس لاندې نیول کیږي چې د ex-post تنظیم اقدامات په یوه غوړیدلي مارکیټ کې د تنظیمي موخو د خوندي کولو لپاره بسنه نه کوي. په ټولو حالاتو کې دا اړینه ګڼل کیږي چې په اصولو کې د ریګولیشن مفهوم وساتل شي، د تنظیم اړوند اقدامات باید تل وضع شوي اصول او سابقه منعکسه کړي کوم چې یواځې په په همغه ټاکلې شیبه کې ترټولو ډیر مقتضي اقدام نه ګڼل کیږي بلکې د سکټور د اوږدې مودې ښیګڼې هم پکې شاملې وي.
ټاکلې لاره او روش که هرڅه وي، هغه باید تل د اغیزمنتیا، خپلواکۍ ، هدفمند تیا ، مسلکي والي او شفافیت له منل شویو تنظیمي اصولو سره سمون ولري.
څلورم جزء: ستراتیژیکه پلان جوړوونه
کله چې د ریګولټور عمومي ستراتیژیک تګ لوری او لارې چارې وټاکل شي نو پرله پسې محکمو اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږي ترڅو دا پراخه ستراتیژي په مفصله تنظیمي پالیسۍ باندې تبدیله کړي. دا اقدامات باید د تنظیم د ملي ادارې د ستراتیژیک پلان لخوا تعریف شوي وي.
ستراتیژیک پلان باید د هغو ارزښتمنو موضوعاتو په اړه د کړنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي کوم چې د مخابراتي سکټور او د تنظیم د ملي ادارې د تنظیمي صلاحیت په انکشاف باندې اغیز شیندي. ستراتیژیک پلان باید په مستقیمه توګه دمخابراتي سکټور او نورو مهمو ابتکاراتو کوم چې په معلوماتي ټولنه او د مستهلکینو په چارو پورې اړه لري، د حکومت د پالیسۍ ملاتړ وکړي. ستراتیژیک پلان باید د تنظیم د ملي ادارې لپاره د یوې معینې مودې په ترڅ کې اساسي موخې په نښه کړي، کوم چې د تنظیم د ماموریت بیان او اړوند عمومي اهداف له ځان سره ولري.
د تنظیم د معیاري ملي ادارې د ماموریت بیانیه باید په لاندې توګه وي:
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ماموریت د مخابراتي سکټور له داسې تنظیم کولو څخه عبارت دی چې یو رقابتي چاپیریال رامنځ ته کړي کوم چې ډیر شمیر د لوړ کیفیت لرونکي خدمتونه په رقابتي بیو پکې وړاندې کیږي، ترڅو په ټولیزه توګه له سوداګرۍ او وګړو سره د اقتصاد په پرمختیا کې مرسته وکړي.
حمایوي عمومي اهداف کیدای شي په لاندې توګه وي:
رقابت: د یوه رقابتي چاپیریال رامنځ ته کول ترڅو ملي اقتصاد د مخابراتي خدمتونو لپاره د یوه پیاوړي او سالم رقابتي چارچوکاټ له شتون څخه چې د له نړیوالوغوره تجربو سره سمون ولري، د اطمینان ورکولو په واسطه حمایه کړي. سربیره پر دې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ملي اداره باید ابتکار او نوښت ته وده ورکړي او مشترکینو ته یو داسې واقعي چانس چې ډېری شمیر مشترکینو ته ډیرو او لوړ کیفیت در لودونکو خدمتونو ته لاسرسی پکې تضمین شي او د مشترکینو اړتیاووته د هغو له اقتصادي توان سره سم ځواب ووایي. په نتیجه کې لاسته راغلی په رقابت را څرخیدونکی چارچوکاټ باید په داخل کې انکشاف و مومي او په ټولو اقتصادي سکټورونو کې د پانګه اچونې د جلب لپاره د لرلید درلودونکی وي.
تنظیم: د یوه اغیزمن او خپلواک تنظیم شوي چاپیریال رامنځ ته کول او د عالي سمبالښت په واسطه په پر اجراآتو او پایلو باندې ټینګار کول. هغه تنظیمات چې پرمختیا ورکړل شوې ده او د هغه د تطبیق میتود باید داسې یو چاپیریال رامنځ ته کړي چې په مخابراتي سکټور کې د معلوماتي اقتصاد د پرمختیا د بنسټ په توګه پانګه اچونه تشویق کړي.
معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ (ICT) ته لاسرسی: د داسې تنظیمي تګلارو رامنځ ته کول چې سیالۍ، نوښت او په خدمتونو او سهولتونو کې پانګه اچونې ته وده ورکړي کوم چې معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ ته په پراخه کچه لاسرسی وړاندې کوي. په ځانګړې توګه تنظیموونکی باید په لوړه چټکتیا سره د ملي او نړیوال اتصال موجودیت او هغه ته لاسرسی خوندي کړي البته له هغو بیو سره په رقابت کې چې په نړیوالو مارکیټونو کې وړاندې کیږي، همدارنګه په هیواد کې د عریض بانډ (بروډ بانډ) خدمتونو د توسعې او خپراوي په لوري د خپلو تګلارو او تنظیم د پرمختګ د څارنې له لارې د نوموړو تګلارو بریالیتوب وارزوي.
د هرې عمومي موخې لپاره باید تفصیلي واړه اهداف، ستراتیژیک ګامونه، د نفوذ فکټورونه او مهم اجرايي شاخصونه ( KPI) شتون ولري. د بیلګې په توګه، د جوړیدو په لومړي کال یوه معیاري د تنظیم ملي اداره باید د لاندې څیزونو در لودونکې وي:
بشپړ عملیاتي اکتساب شوی بنسټ
ټولو موجودو ثابتو ، موبایل او نورو آپرېټرانو ته د جوازونو صدور.
بشپړې پالیسي ګانې او لارښونې چې د مارکیټ تحلیل او رقابت، جواز ورکول، فریکونسي، دشمیرو پلان، ټولیز خدمتونه، تعرفې، خپل منځي اتصال، د وسایلو تصدیق او تایید، د محلي حلقې نا بنډل کیدل او د تسهیلاتو شریکول په ځان کې را ونغاړي.
د سلا مشورې عملي او اغیزمنه پروسه تر څو په تنظیم پورې اړونده تصمیم نیونه حمایه کړي.
کلنی عملي څارنه د دې لپاره ترڅو:
د ځواب لپاره د انتظار او د پلټنو د پای ته رسولو دمودې مشخص کولو لپاره.
د هغې مودې مشخص کول چې د یوې معینې کتګورۍ جواز پکې صادریږي.
د هغو شخړو او منازعاتو د شمیر مشخص کول چې باید ترلاس لاندې ونیول شي.
د صادرو شویو مشورتي اسنادو شمیر مشخص کول.
د ادارې له ایجاد څخه وروسته د پنځو کلونو په موده کې له نوموړي تنظیموونکي څخه توقع کیږي چې د لاندې څیزونو در لودونکی وي:
د موجوده متصدي آپریټرانو لخوا د هرو پاته انحصاري حقونو په اړه چې هغو ورڅخه مستفید دي د یوې سپارښتنې تهیه کول چې د اړوند مارکیټ او عمومي ګټو د تحلیل او شننې پر بنسټ ولاړ وي.
د لګښت په بیه خپل منځي اتصال او عمده پلورل کیدونکو خدمتونوته د عمومي لاسرسي تضمینول.
د هغو آپریټرانو لپاره چې په مارکیټ کې برلاسي (SMP) وي د بیل حساب د اړتیا بشپړ پلي کول.
د هغو آپریټرانو یا خدمتونو وړاندې کوونکو لپاره چې نوي جوازونه ترلاسه کوي او رقابتي غږیز او لیکلي خدمتونه په ملي او نړیوال بنسټ وړاندې کوي ، مارکیټ ته د ننوتلو تسهیلات برابرول.
د مارکیټ لومړیتوبونو ته د ځواب ویلو لپاره د تګلارو او لارښودونو تهیه کول او خپرول.
د هغو کړنلارو وضع کول چې په لاندې مواردو پورې اړوند معلومات را ټول او وساتي:
د مشتریانو لخوا په یوه مارکیټ کې دخدمتونو د عرضه کوونکو د تبدیل لپاره لګښتونه او وخت.
د نویو انفرادي جوازونو د صدور لپاره اړین وخت.
په مارکیټ کې د تصویب شویو مخابراتي محصولاتو شمیر.
له مشترکینو او په صنعت پورې د اړوندو مراجعو سره د رسمي غونډو شمیر.
د رسمي نظر غوښتنو شمیر.
د آپریټرانو ترمنځ د هغو شخړو شمیر چې د ریګولټور مداخله پکې اړینه وي.
نوموړو موخوته په رسیدو کې د ریګولټور بریالیتوب باید وخت په وخت و ارزول شي، همدارنګه د هر ډول مهم انحراف دلایل باید معرفي او تحلیل کړل شي، چې په دې حالاتو کې کیدای شي د ریګولټور د کاري دستورالعمل او سرچینو په پام کې نیولو سره تصحیح کوونکي اقدامات ترلاس لاندې ونیول شي، اهداف کیدای شي له هغه څه سره په ریښتینې توګه نیږدیوالي ولري کوم چې په عملي توګه د لاسته راوړنې وړ وي یا د پالیسۍ موخې کیدای شي د مارکیټ د پرمختیا په رڼا کې بیا ارزول کیدو ته اړتیا ولري.
هغه موده او وخت چې په ستراتیژیک پلان کې را نغښتل کيږي په خپل وار د پام وړ موضوع ده په داسې توګه چې هغه باید په پوره توګه دومره اوږد وي ترڅو د تنظیمي ارګان د کارمندانو او د مارکیټ ګډونوالو لپاره ثبات او اطمینان رامنځ ته کړي خو دومره هم باید اوږد نه وي چې د مارکیټ له انکشافاتو سره د بې ربطه والي او نامتناسب والي خطر رامنځ ته کړي. همدارنګه که چیرته د حکومت د حمایت ساتلو ته اړتیاوي، ستراتیژیک پلان باید – لږ تر لږه تر یوې اندازې – د سیاسي ایجاباتوله بدلونونو سره د ځان همغږي کول تشخیص کړي. چیرته چې د تنظیم د ملي ادارې لوړ پوړی منجمنت ( رییس یا د کمیسیون / غړي) د یو ثابت وخت لپاره ټاکل کیږي هغوی کیدای شي وغواړي ترڅو ستراتیژیک پلان د همدې مودې لپاره ترتیب کړي دا کار په همدې دوره کې د ریګولټور د اهدافو په وضاحت او را برسیره کولو سره کوي، د دې دورې په پای ته رسیدو سره نوی پلان تصویب او صادریږي. په داسې حال کې چې د چارو د تګ لوري د دوام لپاره باید هڅې او هاند تر سره شي، همدارنګه هغه ته باید اجازه ورنه کړل شي ترڅو دایمي او پرله پسې څارنې او د اجراآتو انډول ته اخلال پیښ کړي او یا هغه له منځه یوسي. لاندې جدول هغه بنسټیزې ستراتیژۍ بیانوي کومې چې باید د ریګولټور په ستراتیژک پلان کې تعریف شوې وي:
اهداف:
د جواز ورکولو یو پرانیستی اوشفاف رژیم
د ثابت او ګرځنده مخابراتو لپاره یو آزاد ( Liberalized) مارکیټ.
د شمیرو لپاره داسې یو ملي پلان چې لږ تر لږه د شلوکلونو لپاره ظرفیت ولري.
په مارکیټ کې د لاسبري آپریټرانو ( SMP) په ګوته کول، او ډاډ ترلاسه کول چې دوی عمده پلورل کیدونکي خدمتونه د لګښتونو په بیه وړاندې کوي.
د ټولیزو مخابراتي خدمتونو انکشاف او پرمختیا او هغه اړوند میکانیزمونه چې د ټولیزو خدمتونو لپاره د ټاکل شوي وجهې د اړتیاوو او ادارې لپاره ضروري ګڼل کیږي.
له مارکیټ څخه د څارنې او د هغه د تحلیل کړنلارې تر څو ډاډ ترلاسه شي چې مشترکین د مخابراتي خدمتونو په منځ کې د متعددو انتخابونو درلودونکي دي.
د هغو مقرراتو معرفي کول چې مشترکین د مخابراتو د یوې پرمخ تلونکې سیالۍ په شرایطو کې د سیالۍ ضد چال چلند په وړاندې حمایه کړي.
د مخابراتي خدمتونو لپاره د یو رقابتي چاپیریال په اړه دوامداره ارزونه او راپور ورکول.
د تنظیم اسبابو او سالمو او اغیزمنو کړنلارونو ته انکشاف ورکول چې هغه نړیوال غوره دستورالعملونه او تجارب چې له محلي شرایطو سره اړخ لګوي، په پام کې و نیسي.
د سلامشورې د یوې مناسبې پروسې تطبیق کول چې د مهمو تنظیمي تصمیمونو له تطبیق وړاندې په لاره اچول کیږي ترڅو په ریګولټوري پروسه کې شفافیت اعظمي درجې ته لوړ کړي.
د یوې ځواب ویونکې، اغیزمنې، خپلواکې او موثرې ادارې رامنځ ته کول.
د کارمندانو لپاره د دندې اړوندې ارزښتمنې او حیاتي روزنې او پرمختیا زمینه برابرول او د تحصیل او ظرفیتونو د انکشاف مربوطو موکو او فرصتونو وړاندې کول تر څو د چارو غوره والی یقیني شي.
په ټوله نړۍ کې له مخابراتي تنظیمي ادارو سره د دوه اړخیز دیالوګ ایجادول او ساتل .
د مشترکینو د اقتصادي توان سره سم د عریض بانډ ( Broadband) ټکنالوجۍ او نویو خدمتونو راوړل او په کار وړل، او د داسې چاپیریال رامنځ ته کول چې په دې ډول نوې ټکنالوجۍ او خدمتونو کې پانګه اچونه او نوښتونه وهڅوي.
ستراتیژیک اقدامات:
د شفاف ریګولټوري منجمنت رامنځ ته کول ( د معلوماتو راټولول، د مارکیټ تحلیل او طرح، د رقابت د معیارونو او د هغه د تطبیق لپاره د مناسبو میکانیزمونو معرفي کول) کوم چې د سیالۍ – پر خوا ولاړ تنظیم د فورمولبندۍ او دستورالعمل را منځ ته کولو ته لاره هواروي.
د لږپیدا سرچینو د اغیزمنې ګټه اخیستې او د رقابتي خدمتونو د مناسب عرضه کولو په پام کې نیولو سره په پرانیستې او شفاف توګه د جوازونو صادرول.
تر کومه بریده چې شونې وي، د جواز ورکولو د فیس داسې وضع کول چې د تنظیم مصارف او د لږ پیدا سرچینو اغیزمن استعمال منعکس کړي، په داسې حال کې چې د مشترکینو لپاره قیمتونه مناسب او د وس وړ پاتې شي.
په داسې توګه د ټولیزو خدمتونو هڅول چې له رقابت سره نامتناقض وي.
په اغیزمنه توګه او له کوم توپیر پرته د فریکونسۍ او شمیرو سرچینو ته د لاسرسي برابرول، د هغو تخصیص کول، سپارل او سمبالول.
د خپل منځي اتصال یوه مقتضي رژیم ته پرمختیا ورکول او تطبیق کول ترڅو له تبعیض پرته خپل منځي اتصال د مصارفو د محاسبې د بشپړ- تخصیص شویو اصولو( یانې دا چې د خپل منځي اتصال لګښتونه بیل او په بشپړه توګه تخصیص شوي وي) څخه په اګټه اخیستنې سره د لګښتونو په بیه ( cost – based) ډاډمن او خوندي کړي.
د تعرفو د تنظیم یوه مناسب او مقتضي رژیم ته پرمختیا ورکول تر څو رقابت او په پراخه پیمانه خدمتونو ته لاسرسی خوندي کړي کوم چې د آپریټرانو لخوا دایمي مناسبه پانګه اچونه هم را جلب کړي.
د غږیزو خدمتونو د رسولو لپاره د محلي کړۍ نابنډل کول ( Local Loop Unbundling) .
د زیربنا یا بنسټونو او خدمتونو په برخو کې سیالۍ ته وده ورکول.
د ګڼو تکنالوجیکي پلات فورمونو له لارې د یجیټلي بروډ بانډ ( Broadband) سیالۍ ته انکشاف ورکول.
د صنعت په ملکیت، معلوماتو او معاملاتو باندې پوهیدل او په هغه باندې بیاکتنه کول ترڅو رقابتي اغیزې و ارزوي او ځان ډاډمن کړي چې دا اغیزې په هغو مقرراتو کې چې د تنظیم د ملي ادارې لخوا انکشاف ورکړل شوی دی منعکس شوې دي.
تګلارو، فرمانونو، لارښوونو او کړنلارو ته په داسې توګه انکشاف ورکول چې د سکټور له ټولو ګډونوالو یا شریکانو سره پرې سلامشوره شوې وي او په دې توګه د هغه اقتضاء ، مناسب والی او د پلي کیدو قابلیت تضمین شي.
په پرانیستې او شفافه بڼه د جوازونو صادرول په داسې توګه چې له نادرو سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه او د رقابتي خدمتونو دوامدار وړاندې کول پکې په پام کې نیول شوي وي.
د خدمتونو د تنظیم د یو داسې فیس وضع کول چې د لګښتونو د جبران پربنسټ ولاړ وي.
د جواز د شرایطو تطبیق او د غیرمجاز خدمتونو بندول.
په دوامداره توګه د تنظیم د ملي ادارې پر سازماني پلان باندې بیاکتنه وکړي ترڅو د مخابراتي مارکیټ له شرایطو سره سم موثر او لنډ عملیات تسهیل کړي.
د اهدافو د لاسته راوړلو په لور له ترسره شویو اجراآتو څخه بیاکتنه او راپور ورکول.
موثر او اهدافو ته مایل منجمنت ته انکشاف ورکول.
د داسې اشخاصو استخدام او په کار ګمارل چې د دندو له لایحې، تریننګ، او تجهیزاتو سره مطابقت ولري او د تنظیم د ملي ادارې د اساسي دندو د اجراء لپاره کافي تجربه او تخصص ولري.
د هغو لاروچارو په ګوته کول کوم چې د تنظیم د ملي ادارې په بیلابیلو عملیاتو ( لکه جواز ورکول، اداري فیس ارزونه، ثبت او راجستر او مالي عملیات) کې د ټکنالوجۍ استعمال او ګټه اخیستنې ته انکشاف ورکوي او هغه آسانه او ساده کوي، تر څو د مشترکینو د او د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو د انتظار او هغو ته د ځواب ورکولو وخت را کم کړي.
په تصمیم نیولو او د مشترکینو په ټولو چارو کې د شفافیت خوندي کول تر څو د عامه خلکو پوهاوی لوړ او مشترکین خوندي او حمایه کړل شي.
په شفافه توګه نړیوالې سلا مشورې ته د مراجعې او د هغو د ګمارلو تفصیلي شرایط وضع کول.
د لګښتونو په بیه او په غیرتبعیضي توګه د xDSL او سیمه ایزې کړۍ نابنډل کولو ( Local Loop Unbundling) ته د توسعې لپاره لارښوونو ته انکشاف ورکول او د هغو تعمیل کول .
د عریض بانډ ( Broadband) د خدمتونو په وړاندې د نااړینو مقرراتي خنډونو له منځه وړل.
د عریض بانډ د خدمتونو د جواز لپاره مقتضي او اړینو شرایطو ته انکشاف ورکول.
مشترکینو ته د بروډبانډ یا عریض بانډ ، د هغه د کاریالونو او ګټو په اړه پوهاوی ورکول.
د عریض بانډ خدمتونو د توسعې او پراختیا لپاره د ټاکل شویو موخو د لاسته راوړلو په لوري پر اجراآتو باندې بیاکتنه او له هغه څخه را پور ورکول.